Home » اعتکاف » داعتکاف په اړه لمړني اودیني معلومات

داعتکاف په اړه لمړني اودیني معلومات

داعتكاف لغوي اواصطلاحي معناوي .

داعتكاف لغوي معنی ده : په يوشئ باندي پاته كيدل اودوام كول . یاله تصرفات عادیه ؤ څخه دځان ساتل ، اودشرعي په اصطلاح كښي   په مسجد كښې دعبادة په نية په مخصوص ډول پاته كيدلوته ویل کیژي .

كمافي الفقه الحنفيه ۱\۴۳۰ الاعتكاف لغة اللبث والدوام على الشئ وشرعا الاقامة بنية العبادة في مسجد تقام فيه الصلوة الخمسة جماعة . وقال ابويوسف ومحمد بصحة الاعتكاف في اى مسجد واختاره البعض .. . فينبغي ان يعول عليه . قاله ابن عابدين . وفي الموسوعة :۵\۱۷۲ والاعتكاف : [ای لغة ]حبس النّفس عن التّصرّفات العاديّة . وشرعاً : اللّبث في المسجد على صفةٍ مخصوصةٍ بنيّةٍ .

 

اعتکاف په وړاندي امتونوکې

 

اعتکاف په وړاندي امتونوکي هم یوستر مشروع عبادة ؤ لکه الله تعالی چې فرمایې : ” وعهدنا إلى إبرهيم وإسماعيل أن طهرا بيتي للطائفين والعاكفين  الآية .

ژباړه : اوموږ امر وکړ ابراهیم اواسماعیل علیهما السلام ته چې دواړه زمابیته دطواف کونکو اواعتکاف کوونکو لپاره پاکه کړئ .

وعن عمر بن الخطاب رضي الله عنه قال : ” يا رسول الله : إني نذرت في الجاهلية أن أعتكف ليلة في المسجد الحرام ، فقال : أوف بنذرك ” [ متفق عليه ]

ژباړه : له عمر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې ده رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وفرمایل :داسلام نه وړاندي مي په ځان نذر منلی ؤ چې یوه شپه به په مسجدالحرام کې اعتکاف کوم ؟ نبي علیه السلام ورته وویل :چي په نذر دي وفا وکړه .

تشريح : دغه روايت په صحيحينوکې په دي عبارت باندي هم روايت شوی چې :عن عمر رضی الله تعالی عنه انه جعل علی نفسه ان یعتکف يوما فقال أوف بنذرک الخ وقال العلي القاري رحمه الله تعالی : والجمع بينهما ان المرا د الليلة مع يومها اواليوم مع ليلته . اودابوداود ،بيهقي ، دارقطني ،اونورو په روايت کې راغلي : قال الشمني اما اعتکاف عمر رضی الله تعالی عنه فرواه ابوداود والنسائې والدارقطني بلفظ ان عمر جعل علی نفسه ان یعتکف في الجاهلية ليلة اويوما عندالکعبة فسأل النبي صلی الله علیه وسلم فقال اعتکفه وصم . ولفظ النسائې والدارقطني فامره ان يعتکف ويصوم ، ثم قال علي القاري رحمه الله   وسکت [ای في الحديث المقدم ]عن ذکر الصوم وقدرويت برواية الثقة فيجب قبولها الخ المرقات ۴\۵۲۷-   ۵۲۸ بتغيرما

له پورتني آیة اووروستني حدیث څخه په ښکاره معلومیږي چې اعتکاف په وړاندي امتونوکي اوپه ځانګړي ډول دابراهیم علیه السلام په ملة کې یومشروع اوسترعبادة ګڼل کیده .

حكمه الفقهي :

اعتکاف سره له دي چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم تل اودوام ورباندي کړی ،ولي صحابه یې ورباندي نه دي امرکړي ، له همدي امله علماؤ دامة ویلي دي چې دروژي په ورستیو لسو شپور اورځو کې اعتکاف سنة موکده کفایة ده ، البته په نذرکونکي باندي واجبیږي . ددي بیان په مسائلوکي راروان دی .

في المرقاة ۴\۵۲۳ قال ابن الهمام هذه المواظبة المقرونة بعدم الترک مرة لمااقترنت بعدم الانکار علی من لم يفعله من الصحابة کانت دليل السنية والاکانت دليل الوجوب الخ

وفي الدرالمختار وردالمحتار ۳\۴۹۵ الاعتكاف في العشرالاواخر سنة مؤكدة كفاية في ردالمحتار تحته قوله الاعتكاف سنة كفاية اه نظيره التراويح بالجماعة فاذا اقام بها البعض سقط الطلب عن الباقين فلم ياثموا بالمواظبة   على الترك بلاعذر الخ .

 

داعتكاف اقسام :

اعتكاف په دري ډوله ده

۱   واجب : چي منذور اعتكاف هم ورته ويل كيږي چي څوك يې په ځان نذر كړي   .

۲   سنة مؤكده :. چي   دروژي دوروستيو لسوشپو ورځو اعتكاف ده .

۳   اومستحب : چي له دي دواړو نه علاوه په نورو وختونو كښې   وي .

في الهنديه ۱\ ۲۱۱ وينقسم الى واجب وهوالمنذور والى سنة مؤكدة وهو في العشر الاواخر من رمضان والى مستحب وهو ماسواهما   . فتح القدير ومثله في الشامي ۳\۴۹۵ وفي المرقات ۴\۵۲۳ وقال القدروي الاعتکاف مستحب ، وقال صاحب الهداية الصحيحة انه سنة مؤکدة ،قال ابن الهمام والحق خلاف الکل من الاطلاقين وهوان يقال ان الاعتکاف ينقسم الی واجب وهوالمنذور تنجيزا وتعليقا والی سنة مؤکدة ، وهواعتکاف العشرالاواخر من رمضان والی مستحب وهوسواهما .

وفي الموسوعة الفقهية ۵\۱۷۴ ينقسم الاعتكاف إلى واجبٍ ، ومندوبٍ عند الجمهور ، وزاد الحنفيّة المسنون .- الاعتكاف المندوب : وهو أن ينوي الاعتكاف تطوّعاً للّه تعالى . وأقلّه لحظةٌ ، أو ساعةٌ ، أو يومٌ ، أو يومٌ وليلةٌ حسب اختلاف الفقهاء .

مفتي ابویاسر

About admin