Home » اعتکاف » اعتکاف او اسراریې

اعتکاف او اسراریې

کله چې دروژي دهجران ورځي رانږدي کیږي ، نو دلته په زړونوکښي دهغي دمیني ولولي نوري تازه کیږی ، اولا ډیر وګړي داسي وي چې دهغي په تلو دلوی خدای وکورته مخه کړي . اودغه وروستۍ ورځي   دمسجد په یوه کناره کښي تیره وي ، دوۍ غواړي چې دلته خپل حقیقي مالک ته دروژي په فراق خپلي درني اوښکي توۍ کړي ځکه دوۍ لیدل چې درحمت اوکرم دغه میاشت   ددوۍ لپاره له دښمن څخه دساتني یوه مضبو‌طه کلاوه اوددښمن څخه یې یوښه سپر اووقایه وه .

دوئ غواړي چې خپلي ټولی ناخوالي ، ناسمي ، اوجفاوي راڅرګندي کړي ،اسرار راوسپړي اوپټی راښکاره کړی ،

هو!  روژه هغه میاشته وه چی دوئ یې له خپل مالک سره دومره نږدی کړو چی اوس دوئ دخپلو هیلو ځولۍ هم دهغه په وړاندی غوړه وي .

دمسجدپه دی زاویه کښي چې هغوئ دټولو نه رابیل وي اوس یواځي یوه تمنا لري اوهغه دخپلو جرمونو دعفوي اوبخښنی هیله ده   .

دایادونه امام عطا اسکندری چې دستر امام ابوحنیفه استاد اودابن عباس رض شاګرد ده   همداسی کوی : معتکف دژونددمینی دناخوالوهغه بی وزله ده چې دکړاونوپه هجوم کښي ورک شوی خوبیا دیوه داسي بادشاه دروازي ته خپلي هیلي وروړي چې هغه یې په هوسايې ورپوره کولی شي . ګني معتکف دیوه ستر ټولواک په دروازه کښي دحال په ژبه داسي وایې :

لویه مالکه زه به ترهغه ستا درته ولاړ یم اوستا در ته به دخپلو لاسونوکچکول لپه کوم ، څو چې دي زما ټولی هیلي راپوره کړي نه وي ، لویه څښتنه زه به ترهغه ستاپه درکښي کړیږم ،څو چې دی زما ټول جرمونه   رابخښلی نه وي ، هو زه غواړم چې هغه ټول ګناهونه رامعاف کړی چې زه یې ستا له دره پردی کړم ،اودغمونو کندي ته یې لاهو کړم ، زه له تانه غواړم چې دخپل کرم له مخي په دي بنده هغه ډول احسان وکړي چې ستا له شان ،عظمت او اهلیت سره ښایې .

هو !  معتکف دلوی خدای په کور کښي هغه میلمه ده چې نوریې ددنیا له کارونو څخه خپل ځان دخپل څښتن خدمت ته وزګار کړ ، اوس هغه دخپل خالق دخدمت اوعبادت په انتطارکي دژوند شیبي تیره وي . هغه اوس دخپل ځان واک خپل مالک ته سپارلی ځکه یې دهغه دکرم اوعفوی دروازی ته اړولی .

معتکف خپل حقیقي مالک ته له یوه ستر دښمن څخه پناه ور وړي ،اودهغه کور ته ننواتی ورغلی ،

هغه خپل خالق ته زارۍ کوي لا دحال اوقال په ژبه وایې : لویه خدایه ته ښه پوهیږی چېزه یو بی نوا بنده یم ، که لیري یم یانږدی بیاهم ستا بنده یم ، تامی هرڅه لیدلی ،اوهرڅه اوریدلی ،ته زما په کړو ښه خبریې . زه چې ستا له دره ولاړم اوستا له دښمن سره یوځای شوم نو دامی یوه ستره اشتباه وه ، زه دوکه شوم ، ما خوستاله دره تله دځان په ګټه بلل ، زه نه پوهیدم ، نواوس می دالړزیدلی اوکړیدلی غږ واوره . ما وبخښه ، ما ډیر جرمونه کړی   ځکه ستا دښمن ما ته ډیرترخه خواږه ښودلی وو

اوس له دی ټولو ګناهونو سره دادی بیا ستا درته په هیله راغلم ، ستاله کرم څخه دخپلوګناهونودبخښلو هیله لرم ، اوناهلي ګناه ګڼم ، ځکه ما اوریدلي چې تاویلي .

[ لاتقنطوا من رحمة الله ان الله یغفرالذنوب جمیعا ]

دلوی خدای درحمت څخه مه ناهیلی کیږۍ بی شکه لوی خدای ستاسو ټول ګناهونه بخښي .

[ نبئ عبادی انی انا الغفور الرحیم ]

زما بندګانوته خبرورکړۍ چی بی شکه زه بخښونکی اوډیرمهربانه یم

مفتي ابویاسر

About admin