Home » زکات » په B.C (کمیټۍ) باندي دزکات حکم

په B.C (کمیټۍ) باندي دزکات حکم

په  بي سي  (کمیټۍ) باندي دزکات حکم

پوښتنه :  دمثال په توګه لس تنه په خپل مینځ کې په دې اتفاق کوي چې هریو به هره میاشت ۳ یا ۴ زره روپۍ راټولوي  اوبیابه یې یوه ملګري ته  دقرعه اندازي له مخې ورکوي چې دامیاشت به  پیسي فلاني ته اوبله میاشت به فلاني ته ورکول کیږي نو هره میاشت هرملګري ته  دېرش زره یاڅلوېښت زره روپۍ په لاس ورځي ، ترڅو لس میاشتي پوره شي اوټولو ملګروته پیسي ورسیږي  چې دې طریقي څخه دوی په ‌B.C  یا کمیټۍ سره تعبیرکوي ، نو اوس پوښتنه داده چې په  بي سي یاکمیټۍ باندي زکات شته اوکنه  ا وکه زکات وي نو د اداء کولو طریقه یې څه ده ؟
الجواب : په بي سي یاکمیټۍ  کې  هرګډونکونکی  د بي سي یاکمیټۍ تراخستلو وړاندي قرض ورکونکی او  د بي سي له اخستلو وروسته قرض اخستونکی بلل کیږي ، دمثال په توګه : ټول ملګري هره میاشت ۳ زره ۳ زره  روپۍ  راټولوي  اود احمد  پنځمه میاشت نوبت راځي چې دکمیټۍ ټولي شوي ۳۰ زره  پیسي به اخلي نو اوس ترپنځو میاشتوپوري هغه نورو ته قرض ورکوي او اوس چې یې په پنځمه میاشت پیسي ترلاسه کړي نودنیمایي پیسو ترلسمي میاشتي پوري مقروض شو
نو اوس په  بي سي (کمیټۍ ) باندي دزکاة طریقه داده  په کومه ورځ کې چې ددې شخص دزکاة کال پوره کیږي – دمثال په توګه درمضان المبارک په لمړۍ نیټه – نو که په دې ورځ ده  بي سي (کمیټۍ) ترلاسه کړي وي نوچې دڅومره میاشتوپیسي به دی اداء کوي نو دهمدومره مقدار په اندازه دی مقروض بلل کیږي ، نو داقرض به له خپلو نورو زکوة وړ مال څخه باسي او دپاتي به زکوة ورکوي ، اوکه یې تردې مهاله – درمضان ترلمړۍ نیټې – بي سي نه وي ترلاسه کړي  نو چې څومره روپۍ یې جمع کړی دي ګویاهغه یې نورو ته په قرض ورکړي دي نوپه قرض باندي هغه وخت زکات شته چې ترلاسه یې کړي فی الحال یې زکات فرض نه دی ، نوهرکله چې بي سي ترلاسه کړي  نو چې څومره پیسي دی له دې وروسته اداء کوي هغه دي ترې لیري کړي اودپاتي به زکات اداء کوي ، والله تعالی اعلم

لیکوال : مفتي محمد

About admin