Home » زکات » دزکوة اړوند ځینی مسائل

دزکوة اړوند ځینی مسائل

لیکوال : م/ اسدالله

پوښتنه : زما په يوتن با ندي ديوه کال په وعده پنځه لکه روفۍ باندي دي اوس دوه کاله تير شوخوهغه روفۍ رانه کړي اونه مي پدي کال طمعه شته چې هغه يه راکړي ،نوزه ددغه روفو زکوة باسم اوکنه ؟

جواب : په مذکوره صورت کې به ددغه پور دروفو زکاة اداکوي .البته چې کله  دين وصول کړي .

لمافي الدرمختار علی صدرالشامي ۳ /۲۸۱ :واعلم ان الديون عند الامام ثلاثة:قوي ،ومتوسط ،وضعيف فتجب زکاتها اذا تم نصابا وحال عليها الحول،لکن لافورا بل عندقبض اربعين درهما من الدين القوي کقرض وبدل مال تجارة .

وفي البحر ۲ /۳۶۳ :وقيدنا الديون با لجحود ، لانه لوکان علی مقر مليء اومعسر تجب الزکاة لامکان الوصول اليه ابتداءً اوبواسطة التحصيل .

پوښتنه : که یومهتمم یامجاهددفقراؤ وکیل شوی نه وي ،خوددوی لفاره له یوچاڅخه دزکوةروفۍوصول کړي ،نودغه مهتمم یامجاهددفقراؤله تملیک وړاندي په دغه رفوکې تصرف کولی شې اوکنه ؟اوکه بي له اذنه دفقراؤ تصرف په کې وکړي نوبیادزکوة مالک ته دزکوة ضامن ده اوکنه ،اودهغه زکوةوتلی ده اوکنه ؟ .

جواب :په مذکوره صورت کې دفقراؤ له تملیک وړاندي په دغو رفوکې تصرف نه شي کولی البته که تصرف پکښې وکړي نواصلي مالک ته ضامن ده ځکه دهغه زکوة نه ده وتلی .

لمافی البزازیة علی هامش الهندیة۸۶/۴ :رجلان دفع کل منهمازکاةماله الی واحدلیتصدق به عن زکاته الی فقیرفخلط قبل الدفع ….یجب الضمان علی الکل .

وفی التاتارخانیة۲۸۶/۲:اذادفع الرجلان الی رجل کل واحدمنهمادراهم لیتصدق بهاعن زکاة ماله ،فخلط الدراهم قبل الدفع ثم دفع فهوضامن .

وفی مجمع الضمانات ص۱۲ : العامل ان سئل للفقراء أشیاء وخلط الاموال (ای بماله) ثم دفعهاضمنهالاربابها،ولایجزیهم عن الزکاة الاأن یأمره الفقراء أولابالاخذ لیصیروکیلاعنهم بقبضه ،فیصیرخالطاماله بماله ،فلایضمنه .

ومثله فی الاشباه ص۲۳۵ . وفی المحیط البرهاني کتاب الزکاة الفصل العاشر :

پوښتنه : موږ په ځمکه ډول ډول څیزونه کرویعني تریاق،جوار ،غنم اوداسي نور .دغنمو،جوارواونوروڅیزونولپاره بزګروي ،اوتریاق(کوکنار)موږخپله کرو، نواوس زکاة به په څه ډول ورکوو یعني زکوة پرموږ ده اوکه پربزګر ده؟ همداراز زکوة به موږ ورکوواوکه به یې نیش ګر ورکوي دخپلي حصي ؟

    جواب:  په مذکوره صورت کې به زکوة له ټولو مشترکه حاصلاتوڅخه ورکوي ،اویابه یې بزګردخپلي حصي څخه اومالک دځمکي له خپلي حصي څخه ورکوي، همدا حکم دنیش ګر هم ده .

                لمافي البحر۲ /۴۱۶ :فیجب اخراج الواجب من جمیع ماأخرجته الأرض عشرااونصفا .

                        وفي الهندیة ۱ /۱۸۷: ولاتحسب أجرةالعمال ونفقة البقر وکري الانهاروأجرة الحافظ وغیرذلک ،فیجب اخراج الواجب من جمیع ماأخرجته الارض عشرااونصفا .

                        وفي الدرمختارعلی صدرالشامي ۳ /۳۲۲ :ولایأکل من طعام العشرحتی یؤدي العشر،وان أکل ضمن عشره .

                        وفي الشامي ۳ /۳۲۷ : لمافي البدائع من أن المزرعة جائزةعندهماوالعشریجب في الخارج ،والخارج بینهما،فیجب العشرعلیهما.

                        وکذافي أحسن الفتاوی ۴ /۳۳۵باب العشروالخراج .

About admin