Home » روژه » افطار [روژه مات] » دروژي دوه خوښۍ

دروژي دوه خوښۍ

دروژي دوه خوښۍ

 

[ ج ]عن ابي هريرة رضی الله تعالی عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم للصائم فرحتان فرحة عندفطره وفرحة عندلقاء ربه .

ژباړه :له ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : دروژه دار دوه خوښۍ په برخه وي ، یوه خوښې یې دروژه ماتي په مهال ، اوبله یې دلوی خدای سره دملاقات په مهال .

تشریح : دروژه ماتي دخوښیوڅخه یوډول همداحسې خوښۍ مراد دي چې عام خلګ یې دروژه ماتي په مهال احساسوي ، لکه په پښتوکې مشهوره ده :دروژي هرماښام اخترده

اودوهمه يې معنوي خوښۍ ده چې دخاصوخلګوده اوهغه داده چې دغه وقت ددعاؤ دقبلیدو مهال ده اوله اوره څخه دازادۍ دفیصلي وخت وي نوڅکه دغه خواص خوشحاله وي ، اوپه همدغه مشاهده اومراقبه کې ورک وي . همداراز دغه نیک انسانان چې کله دالله تعالی سره ملاقي کيږي نوپه دغه نیک عمل به ډیرخوشحاله وي .ځکه په حدیثوکې راغلي : چې انسان ته روح ختلوپه وخت کې خپل اعمال ښودل کیږي

About admin