Home » روژه » افطار [روژه مات] » دروژه ماتي په مهال دعاوي قبليږي

دروژه ماتي په مهال دعاوي قبليږي

عن ابن ابي مليکة رضی الله تعالی عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم ان للصائم عندکل فطرة لدعوة ماترد . رواه البيهقي .   الترغيب المجلدالاول کتاب الصوم .

 

ژباړه : له ابن ابي ملیکه رضی الله عنه څخه روایت ده چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : بي شکه روژه دار لره دروژه ماتي په مهال دعا نه ردیږي . یعني دروژه دار دعا دروژه ماتي په مهال ضرورقبلیږي .

 

تشريح :په دي حدیث کې پیغمبرصلی الله علیه وسلم دروژي دهغو خاصو اوځانګړو وختونو چې په روژه کې ډیرقیمتي دي خپل امت ته ښودنه وکړه ، اوهغه دروژه ماتي وخت دی چې دعاپه کې قبلیږي ،نوبایدچې مسلمانان دغه وقت په تشوګفو مجلسونو یانوربي ځایه ناستوولاړوباندي تیره نه کړي ،بلکه له خپل څښتن څخه په دغه وخت کې ددنیااوآخرة دښیګڼوسوال وکړي .

 

په دي اړه نورحديثونه

 

ددروکسانودعاوي نه ردیږي

 

[الف ]عن ابي هريرة رضی الله تعالی عنه قال :قال رسول الله صلی الله عليه وسلم ثلاثة لاترد دعوتهم الصائم حين يفطر ، والامام العادل ، ودعوة المظلوم . رواه ابن ماجة     الترغيب ايضا.

ژباړه :له ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت ده چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : چې دري کسان داسې دي چی دعایې قبلیږي اوردیږي نه

۱- دروژه نیونکي دروژه ماتي د مهال دعا

۲- دعادل اورښتوني مسلمان امام دعا

۳- دمظلوم اوځوریدلي انسان دعــــــــا .

 

مفتي ابویاسر

About admin