Home » روژه » افطار [روژه مات] » دروژه ماتي دورکړي ثوابونه

دروژه ماتي دورکړي ثوابونه

عن سلمان رضی الله تعالی عنه قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم …..من فطّر فيه صائما كان له مغفرةلذنوبه،وعتق رقبته من النار،وكان له مثل اجره من غيران ينتقص من اجره شيئ قلنايارسول الله ليس كلنايجدمانفطربه الصائم فقال يعطي الله هذ ا الثواب من فطرصائماعلى مذقةلبن اوتمرة اوشربةماء ، ومن اشبع صائما سقاه الله منحوضي شربةلايظماءحتي يدخل الجنة .الترغيب۱\۲۵۴ والزواجر ۱\۲۸۳ ومرقات ۴\۳۹۷

ـــــــــــــــــــــــ

ژباړه :له سلمان فارسی رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چې دروژي په میاشت کې یوه روژه دارته روژه ماتی ورکړي نودابه یې دګناهونوکفاره شي ، اودجهنم داور څخه به يې ازادي په برخه شي ، اودروژه دارپه شان به لوی خدای ثواب ورکړي چې له هغه به يې بي خي اجراوثواب کم نه وي .

صحابه و وفرمایل : ای دالله رسوله ، له موږ ټولوسره خودغومره څه نه وي چې روژه دارته يې ته روژه ماتي لپاره ورکړو ، پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : لوی خدای دغه ذکرشوی ثواب یوه تن ته دشیدو دیوه سور په ورکړه ،یادیوی خورما په ورکړه ، یاد یوه غړپ ابوهم په ورکړه هم ورکوي ،

اوکه یوچا روژه دار موړ کړ نولوی خدای به یې زماله حوض کوثره داسي اوبه کړي چې بیابه کله هم تږی نشي ترڅوجنة داخل شي .

تشريح :روژه دارته دروژه ماتي ورکړه [ په داسي وخت کې چی دعاوي قبلیږي ،اودجهنم څخه دازاديدوفیصلي کیږي ، ] الله جل جلاله ته دتقرب ډیرغوره اوبهترین عمل دی . پیغمبرصلی الله علیه وسلم همدغه سعادت ته انسان هڅه وي ،چې داجرونواوثوابونو ددي ستري برخي څخه مسلمان محروم نشي . دومره عظیم اجر چې هم به یې دګناهونوکفاره کیږي ، هم به یې دجهنم څخه دازادیدو فیصله په برخه کیږي ،اوهم به یې دهغه روژه دارپه شان پوره ثواب په برخه کیږي ،

اوبیادادري واړه ستراجرونه چې لوی خدای یې یوه انسان ته په یوه روژه ماتي ورکوي نودادلوی خدای له هغه رحمتونوڅخه دي چې په دغه میاشت کې محمدي امت ورباندي نازوي ،

له روژي پرته هم پیغمبرصلی الله علیه وسلم اطعام الطعام یعني مسلمانانوته دډوډۍ ورکړه په اسلام کې یوه لویه نیکي او دجنة ددخول لامل بللی دی ،:

كما قال صلى الله عليه وسلم: ” إن في الجنة غرفا يُرى ظاهرها من باطنها، وباطنها من ظاهرها، أعدها الله تعالى لمن أطعم الطعام، وألان الكلام، وتابع الصيام، وصلى بالليل والناس نيام ” رواه أحمد5/343 وابن خزيمة رقم 2137

ژباړه : په جنة کي داسي ماڼي دي چې دننه خوايې دباندي څخه اودباندي خوا یې دننه څخه معلومیږي ،داماڼي لوی خدای هغه کسانوته برابري کړي چې نوروته دډوډۍ ورکړه کوي ،اوله خلګوسره په نرمه ژبه خبري کوي ،اوپرله پسي روژي نیسي ، اودشپي لمونځ کوي چي نورخلګ ویده وي .

 

په دي اړه نورحديثونه

[الف ] وروى عن سلمان رضی الله تعالی عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم    من فطر صائما على طعام اوشراب من حلال صلت عليه الملائكة في ساعات شهررمضان وصلى عليه جبريل ليلة القدر . [ وفي رواية ابن حبان ] صافحه جبرائيل ليلة القدر ومن صافحه جبرائيل يرق قلبه وتكثر دموعه قال قلت يارسول الله افرئيت من لم يكن عنده قال فقبضة من طعام قلت افرئيت ان لم يكن عنده قال فشربة ماء . القبضة مايتناوله الاخذ بانامله الثلاثة . الترغيب ۱\۲۷۷

ژباړه :له سلمان رضی الله تعالی عنه څخه روایت وایې چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل :څوک چې روژه دارته د حلال خوراک یاڅښاک څخه روژه ماتی ورکړ نودروژي په میاشت کې به ملائکه له الله تعالی څخه ورته دمغفرت سوال کوي .اوجبرائیل علیه السلام به دلیلة القدر په شپه ددغه دانسان لپاره مغفرت غواړي ،

اودابن حبان په روایت کي راغلي :چې دقدرپه شپه به جبرائیل علیه السلام مصافحه ورسره کوي ،اوله چاسره چې جبرائیل علیه السلام مصافحه کوي نو زړه به يې نرم وي ، اواوښکي به يې ډیري وي ، سلمان رض وايې چې ماپیغمبرصلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل : که له یوه تن سره دبل دروژه ماتي شی نه وي ؟ پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : چې یوه ګوله ډوډۍ هم کافي دی ،مابیاوپوښتل که یوه ګوله ډوډۍ نه وه ؟ پیغمبرصلی الله علیه و سلم وفرمایل : دابوورکول هم کافي دي .

 ] وعن زيد بن خالد رضي الله تعالى عنه قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم   من فطر صائما اوجهز غازيا فله مثل اجره .

ژباړه :زیدبن خالدرضی الله تعالی عنه فرمایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چې روژه دارته روژه ماتی ورکړي ،یا غازي ته دجهادسامان برابرکړی نولوی خدای به دهغه مجاهداوروژه دارپه څیراجراوثوابونه ورکړي .

[ج] [ب ] وكان الزهري إذا دخل رمضان قال : فإنما هو تلاوة القرآن ، وإطعام الطعام .

ژباړه : داخبره مشهوره ده چې کله به دروژي مبارکي مياشت داخله شوه نوامام زهري رحمه الله به ويل :دغه مياشت ددوڅيزونه لپاره ده . یودقرآن کريم تلاوت اوبل روژه تيانوته دخوراک ورکړه کول .

دتاریخ اوتراجموپه کتابونوکي دډیروعلماو واقعي نقل شوي چې هغوئ به دروژه ماتي په وقت کې فقیرانواومساکینوته دروژه ماتي په ورکړه اوخدمت بوخت ؤ عبدالله بن عمررضی الله تعالی عنه چې یوسترصحابي دی ده به تل روژه دیتیمانواومساکینوسره ماتوله ، دعبدالله بن مبارک رح حسن بصري رح ،مالک بن دینار رح امام احمدبن حنبل رحمهم الله به هم دروژه ماتي په مهال په ورته خدمت بوخت ؤ ،

مفتي ابویاسر

About admin