Home » روژه » افطار [روژه مات] » دروژه ماتي دمهال ځانګړي دعاوي

دروژه ماتي دمهال ځانګړي دعاوي

عن معاذبن زهرة قال النبي صلی الله عليه وسلم کان اذا افطر قال :اللهم اني لك صمت وعلى رز قك ا فطرت . رواه ابوداود . مشکوة ص\۱۷۵

ژباړه : دروژه ماتي په مهال به پیغمبرصلی الله علیه وسلم دادعا لوستله : ای خدایه [عزوجل] ستالپاره موروژه نیولي وه ، اوستاپه رزق اوروزي یې ماته ؤ .

تشريح : ځرنګه چې دروژي په پیل کې نیت شرط ؤ اوروژه  یواځي دالله تعالی لپاره نیوله کیږي،همدغه رازبه دروژي په پای کې هم داسې توري وایې چې په هغه کې ددي اظهاروشې چې داعبادة مې یواځي دالله تعالی لپاره سرته رسولی ده ، اودهماغه خالق په راکړي نعمتونواورزقونويې پای ته رسوو؛

په دي اړه نورحديثونه :

[الف ] وعن ابن عمررضی الله تعالی عنه قال كان النبي صلی الله علیه وسلم اذا افطر قال ذهب الظماء ، وابتلت العروق ، وثبت الاجران شاء الله تعالى . رواه ابوداود ونسائي الظماء العطش قوله :وثبت الاجراى زال التعب ،وحصل الثواب . مشکوة۱۷۵

 ژباړه :ابن عمررضی الله تعالی عنه وایې : چې کله به پیغمبرصلی الله علیه وسلم روژه ماته کړه نوداتوري به يې ویل :ذهب الظمأ وأبتلت العروق وثبت الاجر ان شاء الله تعالی .یعني : تنده لاړه ، رګونه مولانده اوتازه شوو ،اودالله تعالی اجرموترلاسه کړان شاء الله .

 فائده : دغه دعا دروژه ماتي وروسته ده یعني کله چې دروژه ماتي خوراک وشي نودادعادي کوي . اوپه لمړي حديث کې چې کومه دعا ذکر شوه هغه دي دافطار دپیل په وخت کې وايې .

  [ب] وفي رواية دارقطني     نقل عنی البنی صلی الله علیه وسلم  انه يقول عندالافطار بسم الله والحمدلله اللهم لك صمت، وعلى رزقك افطرت،وعليك توكلت سبحانك وبحمدك تقبل منّي ﺇنّك أنت السميع العليم .

ژباړه : ددارقطني په روایت کې دپیغمبرصلی الله علیه وسلم څخه نقل شوي چې دروژه ماتي په مهال به یي دادعالوستله : شروع کوودالله تعالی په نامه . الله لره حمد ده ، ای الله ستالپاره موروژه نیولي وه ،ستاپه رزق یي ماته ؤ ، په تاموتوکل کړی ،تالره پاکي ده له ټولوعیوبو ،اوتالره حمد ده ،له موږڅخه زموږروژه قبوله کړي بي شکه ته اوریدنکی اوښه عالم یې .

[ج‍ ] و كان عبد الله إذا افطر يقول : اللهم إني أسألك برحمتك التي وسعت كل شيء أن تغفر لي ؛ رسالة فضائل الرمضان ص\۲۱۰

 ژباړه : عبدالله بن عمررضی الله چې به روژه ماته وله نودادعابه يې لوستله : ای الله له تاسوڅخه ستاسودرحمة په وسیله سوال کوم چې ډيرفراخ اوسیع دی ددی چې ماته دګناهونوبخشنه وکړي .

فائده :په مرقات ۴\۴۲۶ کې زموږدفقهي په وړاندینیو تورو باندي اعتراض کړی چې دبک آمنت اودعلیک توکلت همداراز دانورپاته توري په حدیثوکې نه دي راغلي که څه هم معنی یې صحیح ده .

خوموږپه دي هکله وایوچې دپیغمبرصلی الله علیه وسلم اوصحابه وڅخه ددروژه ماتي په مهال بیلابیلي دعاوي نقل شوي لکه مثلا ددارقطني په روایت کېدعلیک توکلت توری صریح موجود ؤ همداراز یې نورتوري له نوروحدیثونوڅخه اخستل شوي دي . نوکه له دغه کلماتوڅخه چې داحاديثو په بيلابیلو روایاتوکې راغلي یوه دعا ووایې نوهيڅ پروانه لري .

وفي المرقات ۴\ ۴۲۶ وزيادة قوله :وبك امنت لااصل لها وان كان معناها صحيحا ، وكذا زيادة وعليك توكلت ولصوم غد نويت .

همداراز زموږدفقهي دکتابونوفیصله ده چې په ماثوره دعاوکې زیادت کول جائزده اوخاص په عربي الفاظواوبعینه په هغوالفاظوچې واردشوي دعاکول ضروري نه دي بلکه صرف اولی اومستحب کاردی .

About admin