Home » زکات » زکوة څنګه اداء کیږي ؟

زکوة څنګه اداء کیږي ؟

لیکوال : سجاد

نړۍ کې   ټول میشت خلک په درې ډلو ویشل کیږي

۱:…. شتمن خلک، په چا چې دخاصو شرایطو وروسته زکات فرض کیږې.

۲:…. غریب خلک، چې ور باندې زکات فرض ندی او رواده چې له بل نه زکات واخلي.

۳:…. درېیم منځنۍ درجه خلک دي چې په هغوئ نه زکات فرض دی اونه دهغوئ لپاره زکات اخیستل جوازلري.

دلته ددې درې ډلو دپیژندلو لپاره هغه معیارونه ښودل کېږي چې له مخې یې هره ډله باید دخپل حال اوکیفیت پیژندلو سره سم په ځان دخدای (Y) لازم حکمونه سرته و رسوي.ددې لپاره دوه شیان پیژندل ضروري دي: یو داچې هغه کوم څېزونه اومالونه دي، چې دهغو په شتون کې زکات فرض دی؟اودویم دهغو څېزونو او مالونو مقدار به څومره وي چې دهغو په ترڅ کې یوتن زکات ورکولی شي یا زکات اخیستلی شي؟ لومړی څېز “د زکات مالونو “او دویم څېزد “زکات د نصاب” په اړه دعلم په حاصلولو سره پیژندل کیدای شي.لاندې دزکات مالونه اوزکات نصاب په تفصیل سره راوړل کېږي:

دزکات مالونه:

دزکات له مالونو څخه مراد هغه هغه شیان او توکي دي چې د هغو ( مخصوص مقدار ) په مالک ګرځیدو زکات فرض کېږي، هغه ټول څلور ډوله ( شیان یا مالونه دي) دي:

۱:…. سره زر، که دزیور یا ګاڼې په شکل وي ،دخښتې، یا د لوښي په شکل وي، استعمالولی شي یا نه، خالص وي یا ورسره ملاوټ شوی وي،په هر صورت سره زر دزکات مال دی.

۲:.. سپین زر، دګاڼې اوزیور په شکل وي، یادغسی وي، دخښتې یا لوښي په شکل وي، استعمالولی شي اوکه نه، خالص وي اوکه ګډ کړل شوي په هر صورت دا( سپین زر) دزکات مال دی.

۳:… نغده، پخپل ملک کې وي، یا دکوم بل چا په ملک کې، ځان سره وي ،یا په بانک کې، چیک وي، یا ډرافټ، نوټ وي یا سکه، چاته یې قرض ورکړې وي (په دې شرط چې دترلاسه کیدو امیدوي) په دې ټولو صورتونو کې نغده د زکات مال دی.

۴:…. دتجارت مال، یعنې تاجر ددو کان هرهغه سامان چې دپلورلو په نیت یې پیرلی وي، او تراوسه دپلورلونیت ولري نودا ( دتجارت مال ) دزکات مال دی، ( اوکه یاد مال یعنې دتجارت مال دکور داستمعال لپاره یې ساتلی و، یا یې ځوی اودوست ته دهدیې په تو ګه ورکړي، یا یې په اړه دپلورلو نیت پریښود نو دا مال دزکات مال ندی( بدایع الصنایع کتاب الزکات، ۲ټوک ۱۰۰مخ، دار احیاء التراث العربی)

دا ټول څلور ډوله مالونه دي، چې ورباندې ( مخصوص مقدار ته په رسیدو) زکات فرض کېږي، البته که یوتن پوروړی و ، نو دپور اداء کولو وروسته دي دپاته مال زکات ورکړي.

دزکات نصاب:

په پورته کرښو کې درې ډلې وښودل شوې، چې دهغو تمیز دنصاب په مالک کیدو موقوف دی، ددې تیمز پیژندلو لپاره ضروري ده، چې نصاب دوه ډوله وي، یو نصاب تر زکات ورکونکي پورې اړه لري،بل ترزکات اخیستونکي پورې اړه لري، په دواړو نصابونو کې یوڅه توپير دی، چې په لاندې ډول لیکل کېږي:

لومړی ډول نصاب(د زکات ورکونکي لپاره)

الله (Y) دخپلو غریبو بنده ګانو لپاره په شتمنو باندې دهغوئ په مالونو کې پر یو مخصوص مقدار زکات فرض کړی دی، کوم ته چې نصاب ویل کېږي، که هر سړی ددغه نصاب څښتن شو، په هغه باندې زکات فرض دی، اوکه دهر سړي سره دهغه نصاب نه کم مال وي په هغه زکات فرض ندی، په دې نصاب کې یواځي هغه څلور دزکات مالونه راځي، کوم چې بره ذکرشول، دڅلور ډوله زکات مالونو هغه مخصوص مقدار چې په هغه زکات فرض کېږي، په لاندې ډول لیکل کېږي:

۱:…. که دچا سره یواځي سره زرو، بل کوم ( مثلاً:سپین زر،نغده پیسې،یا دتجارت مال) ورسره نه و،نو څو چې شته سره زراووه نیمې تولې (۸۷.۴۷۹ګرامه) نه وي شوي ترهغه زکات فرض کېږي نه اوکه سره زر یاد وزن ته ورسي،نوزکات فرض کېږي ( بدائع الصنایع، کتاب الزکاة، صفة الزکاة، ۲ټوک ۱۰۵مخ،دار اِ حیاء التراث العربی)

۲:…. که دکوم سړي سره یواځي سپین زروي، بل کوم مال ( سره زر، نغدې پیسې، یا دتجارت مال ) ورسره نه وي، ترڅو چې سپین زر دوه پنځوس نیمې تولې (۶۱۲.۳۵ګرامه) نه وې شوي ترهغه وخته پورې زکات فرض ندی ،اوکه دسپینو زر وزن پورته وزن ته رسي نوزکات فرض دی ( بدائع الصنایع، کتاب الزکات، أموال الزکاة، ۲ټوک، ۱۰۰مخ، دار اِ حیاء التراث العربی)

۳:… که دیو سړي سره یواځي نغدې پیسې وې، بل کوم مال ( مثلاً: سره زر، سپین زر، یاد تجارت مال ) نه وي، نو ترڅو چې نغدې پیسې دومره نه وي شوي چې په هغو دوه پنځوس نیمې تولې (۶۱۲.۳۵ګرامه) سپین زر وپیرل شي، ترهغه وخت پورې زکات فرض ندی اوکه ورباندې دوه پنځوس نیمې تولې (۶۱۲.۳۵ګرامه ) سپین زرکیدل نوزکات فرض کېږي( بدائع الصنایع، کتاب الزکاة،أموال لزکاة، ۲ټوک،۱۰۳مخ، دار اِحیاء التراث العربی)

۴:….. که دکوم سړي سره زر اوسپین زر وي،( هرڅومره چې وي) یا سره زر، نغدې پیسې وې، یا سره زر او دتجارت مال وي، یا سپین زر،نغدې پیسې وې، یا سپین زر یا دتجارت مال وې،( ددریواړومالونو) سره زر، سپین زر، اونغدي پيسې وې، یا سره زر، سپین زر، اودتجارت مال وې، یا څلور واړه مالونه) سره زر، سپین زر، نغدې پیسې، او دتجارت مال وي، نو په دې ټولو صورتونو کې هغه مالونه بیه کېږي، که دهغو بیه ددوه پنځوس نیمو تولو(۶۱۲.۳۵ګرامه) سره برابر شوه ، نوزکات واجب دی، اوکه کمه شو ه زکات واجب ندی.( بدایع الصنایع،کتاب الزکاة، صفة الزکاة، ۲ټوک، ۱۰۵- ۱۰۶ةمخ، دار اِ حیاء التراث العربی)

د نصاب دویم ډول ( یعني دزکات اخیستونکي لپاره)

په دې نصاب کې یاد نصاب ( یعنې دلومړي ډول نصاب ټولو صورتونو ) سره له اړتیا څخه زیات سامان هم شمارلی شي،اودنصاب په دې دویم ډول کې هم هغه ټول صورتونه جوړیږي، کوم چې په لومړي ډول نصاب کې هم جوړیدل.مثلاً:

۱:…. که دکوم چا سره یواځي سره زر او له اړتیا نه زیات سامان وو، نو دواړه ډوله سامان به بیه کولی شي، که دهغو بیه دومره کیده چې په هغه دوه پنځوس نیمې تولې ( ۶۱۲.۳۵) سپين زر پیرل کیدل، نو ددومره مقدارمال  څښتن لپاره زکات اخستل جایزندی اوپه داسې سړي باندې سرسایه( صدقه فطر) ورکول او قربانې واجب دي.

۲:…. که یو سړی یواځي سپین زر ولري،او دضرورت نه سیوا سامان هم ولري، ددینه علاوه نورمال ( لکه سره زر، نغدې پیسې، اودتجارت مال )ورسره نه وي،نو دغه ډول مالونه به بیه کولی شي، که دهغو قیمت دومره و چې ورباندې دوه پنځوس نیمې تولی( ۶۱۲.۳۵ګرامه) سپین زرکیدل، نو ددومره مقدار مال څښتن لپاره زکات اخستل رواندی اوپه داسي سړی باندې سرسایه ( دفطرصدقه) ورکول اوقرباني کول واجب دي.

۳:… که له یو سړی سره نغدې پیسې او دضرورت نه زیات سامان وو اونور مال(مثلاً:سره زر، سپین زر،او دتجارت مال) ورسره نه و هرکله چې دهغه قیمت دومره شو، چې په هغه باندې دوه پنځوس نیمې تولې ( ۶۱۲.۳۵ګرامه) سپین زر کیدل نوددغه مقدار مال څښتن لپاره زکات اخستل ناروا دی او ورباندې سرسایه (دفطرصدقه) ورکول او قربانې کول واجب دي. که ددې دواړو قیمت دومره نه و، چې ورباندې دوه پنځوس نیمې تولې( ۶۱۲.۳۵ګرامه) سپین زر و شي ، نوبیا ورته زکات اخستل روادی.

۴:…. که یو سړي سره ( پنځه واړه مالونه) سره زر، سپین زر، نغدې پيسې، دتجارت مال، اوله ضرورت نه زیات سامان وو، په دې ټولو صورتونو کې به دا ټول مالونو بیه کولی شي،که په هغه باندې دوپنځوس نیمې تولې( ۶۱۲.۳۵ګرامه ) سپین زر کیدل، نو دغه سړي لپاره زکات اخستل رواندی او ورباندې   سرسایه ( دفطرصدقه) ورکول او قربانې کول واجب دي. که د دې پورته یادو صورتونو څخه یو صورت هم نه وو،نودغسي سړي ته په شریعت کې صاحب نصاب نشي ویل کیدای ، یعنې ددغه سړي لپاره هرډول واجبه صدقات اخستل روا دي.( بدایع الصنایع، کتاب لزکاة،مصارف الزکاة،۲ټوک،۱۵۸مخ، داراحیاء التراث العربی)

له ضرورت نه زیاتي سامان:

هغه ټول څېزونه دي، کوم چې په کورونو کې ساتل کېږي،کومو ته چې کلونه،کلونه ضررورت نه راځي،

الف: وې سې آر،ډش، دناروا مضامینو آډیو او ویډیو کیستونو پشان څېزونه په ضروروتونو کې نه راځي، بلکې لغویات دي،یاد شیان دضرورت نه علاوه دي، له دې وجې دا ټول به بیه او حسابولی به شي.

ب:…. داستوګنې کور، داغوستلو کالي، دڅملاستو بسترې،دضرورت سورلې،دکا له عام ضروري سامان چې کوم په عامه توګه استعما لیږي،داټول دضرورت په سامان کې راځي، په دې سره انسان شرعاً شتمن نه ګڼل کېږي، دا دنصاب په حساب کې نشی شمارلی( الفتاوی الهندیه، کتاب الزکات، الباب الاول فی تفسیرالزکاة، ۱ټوک، ۱۲۶مخ، رشیدیه)

ج:…صنعتي آلات، ماشینونه، او نور دروزۍ ګټلو وسایل(په کومو سره چې خلک روزې ګتې) هم په ضرورتونو کې راځي،هغه به نشي حسابولی، لکه: دخیاط کالیو ګنډلو ماشین،د ترکاڼ، آهنګر ډ بزګر اونورو کاري وسایل،دسبزې اومیوې پلور لو ریړۍ ،بایسکیل اونور… ( الفتاوی الهندیه، کتاب الزکاة، الباب الاول فی تفسیر الزکاة،۱ټوک، ۱۷۶مخ)

د:… که دچا سره دضرورتونو پوره کولو سامان وو، خو هغه ددینه علاوه څه نور سامان دضرورت نه سیوا ساتلی وو، مثلاً:دچا ضرورت په یوه موټرپوره کیده، ورسره دوه موټروو، یا دهغه ضرورت په یوه کور کې پوره کېږي، خو دوه کوره لري، یا ددینه هم زیات کورونه ولري، ددې زیات موټر اوکورقیمت به په نصاب کې حسابوي( بدایع الصنایع، کتاب الزکاة، مصارف الزکاة،۲ټوک، ۱۵۸مخ، دار احیاء التراث العربی)

دزکات واجب کیدو نیټه:

په ژوند کې ترټولو لومړی ځل چې دچا په ملکیت کې دلومړي ډول نصاب سره سم مال راشي،نو هغه دې وګوري چې په دغه ورځ دقمري کال ( سپوږمیز) کال کومه نیټه ده؟ هغه نیټه دي یاداښت کړي، همدا نیټه ددغه تن لپاره دزکات ورکولو دنیټې په توګه تعین شو،ه ښکاره ده چې دزکات دوجوب او ادا کولو لپاره قمري کال ضروري دی، که چاته دقمري کال نیټه نه وي یاده، نوهغه دي دښه غور اوفکر وروسته یوه قمري نیټه تعین کړي، راتلونکي کې دي دهمغې سره سم دحساب کتاب کولو وروسته دلمریزکال په تاریخ زکات ادا کول جایزدي.

دزکات لپاره دحساب کولو طریقه:

په کومه سپومږمیزه نیټه چې چاته دنصاب په اندازه مال راغی، دهم هغه نیټې نه به راتلونکی کال په همدې نیټه دخپل مال حساب کوي، که دنصاب په مقدار مال وو، نو دټول مال دوه نیم سلنه (۲.۵٪) به زکات ورکوي( العالمګیریه، کتاب الزکاة،۱ټوک، ۱۵۷مخ)

مال باندي د کال تیریدو مطلب:

په کوم تاریخ چې زکات واجب کیږي، دهغه نه یوکال وروسته دي زکات ورکړای شي، ددې یوکال تیریدو مطلب دادی چې په دې لومړۍ نیټه اوپه یوکال وروسته نیټه دنصاب مال په اندازه چې ددغه تن په ملکیت کې و، ددې دواړو نیټو ترمنځ په مال کې چې څومره کموالی اوزیاتوالی راځي، په هغه سره کوم اثر نه پریوزي،بس شرط داده چې مال ټول نه وي ختم،یعنې دمال په هر جز باندې دکال تیریدل شرط ندي،بلکې دواجب کیدو وروسته راتلونکي کال ته په همدې نیټه دنصاب باقي پاته کیدل ضروري دی، که نصاب باقي پاته و، نو دزکات اداکول لازم دي، اوکه نه و، ندی واجب،( بدایع الصنایع، کتاب الزکاة، اموال الزکاة، ۲ټوک ۹۶مخ)

دتجارت په مال کې دزکات احکام:

دتجارت مال وړاندې تعریف شوی دی، ځیني کسان دناسم پوهاوي په وجه دتجارت مال یواځي هغه مال بولې،دکوم چې انسان سوداګرې کوي، او دګټې په نیت یې پیرې اوپلوري، حال داچې شرعاً دتجارت مال ګرځیدو لپاره دیاد قید شتون ضروري ندی، بلکې هر هغه شی چې انسان تجارت په نیت باندې واخلي، هغه دتجارت په مال کې راځي، البته دپیرلو په وخت کې یې دپلورلو نیت نه ووروسته دپلورلو په نیت دتجارت مال نه ګرځی، بل پلو هغه څېز چې دتجارت په نوم اخستل شوی که وروسته دتجارت نیت بدل شي دتجارت مال نه وزي، سره زر، سپین زر، اونغده پیسې ددې تعریف نه بیرون دي، یعنې دهغه لپاره دکوم خاص نیت ضرورت نشته، دا په هر حال کې دزکات مال دی(ردالمختار،کتاب الزکات، ټوک،۲۶۷مخ)

دتجارتي مالونو په اړه ځیني مسایل:

۱:… دکومو څیزونو پلورل چې مقصود نه وي، بلکې دهغو دذات په باقي پریښودو دهغو دلارې کرایه اونور ترلاسه کول یا په کوم بل شکل کې ګټه ترلاسه کول هدف وي، نو هغه څېزونه دتجارت په مال کې نه راځي، مثلاً: د پابریکوکې کنګل شوې پانګه، دچاپ او پابریکو ماشینونه، ددوکان فرنیچر،داستعمال موټر، تیک ټر، داوبو کوهې، دکرایې اوچلولو په نیت اخیستی موټر، رکشه،اونوردکرایې په نیت جوړکړی کور،، سالجه، دکالیو ګنډلو ماشین،داستمعال لوښي، دکالیو وینځلو ماشین، دکالیو وینځلو کارخانه اونور دغسي شیان دپلورلوپه نیت ندي اخیستل شوي، بلکې دهغو په باقي پریښودوله هغو نه ګټه پورته کول غرض ده، له دې وجې دا شیان دتجارت په مال کې نه راځي، او پکې زکات نشته، هو! که دا څېزونه دتجارت په نیت اخیستي وي نودا دتجارت مال دی، هم داسې نن سبا ځیني میخانیکي کار مندان ځیني ځیني توکي د دي لپاره ځان سره ساتي چې هغه دضرورت په وخت کې په ګاهک باندې وپلوري اوله هغوئنه قیمت وصول کړي، نو دا مال دتجارت په مال کې شماردی( ردالمختار، کتاب الزکاة، ۲ټوک، ۲۶۷مخ)

۲:… که کوم څاروی دپلور لپاره واخیستل شو، نوهغه دتجارت په مال کې راځي، په هغه کې دتجارت مالونو پشان تجارت واجب دی،( احسن الفتاوی ۴ټوک، ۲۸۶مخ)

قصاب چې کوم څاروی ذبحه کړي، او دهغه غوښه پلوري ، نودغه څاروی هم دتجارت په مال کې داخل دی، کوم څاروی چې دشیدو لپاره واخیستل شی، هغه دتجارت مال کې ندی داخل، البته دهغه دپیو نه چې کومه ګټه ترلاسه کېږي هغه به دنغدو پسو سره حسابولی شي او دزکات ورکولوپه نصاب کې راځي.(احسن الفتاوی ۴ټوک، ۲۸۷مخ)

دتجارت مال دبیه کولو طریقه:

لومړی ډول نصاب او دویم ډول نصاب،دپیژندلو په طریقه کې دا یادونه وشوه چې په دویم ډول نصاب کې به دضرورت نه دزیات سامان بیه کولی شي، نو ددې بیې نه مراد دسامان دپلورلوبیه ده، نه دپیرلو،یعنې دحساب کولو په نیټه به دغه سامان په هغه نرخ باندې بیه کولی شي په کوم چې په عام بازار کې پلورل کېږي،هغه به په نصاب کې شمارل کېږي، هم داشان په سرو زرو،سپینوزروکې هم دپلورلو بیې ته اعتبار وي، مثلاً:یو سړي یوڅېز په لس زره واخیسته، دپلورلو په وخت کې دهغه نرخ دولس زره یا ددینه کم اته زره و، نودزکات اداء کولو لپاره به دپلورلو بیه شمارلی شي( ردالمختار،کتاب الزکاة،باب الرزکاة الغنم،۲ټوک،۲۸۶مخ)

پورپیسو کې دزکات ورکولوحکم:

کومې پيسې چاته د پور په تو ګه ورکړې وي، هغه دوه ډوله دي،یو هغه پور دی، چې دهغو لاس ته ور تلو امید وي، دویم هغه دی چې لاس ته دورالو امید نه وي،نود لومړی ډول پور به زکات ورکوي، اوددویم ډول نه، البته هرکله چې هغه پور په لاس ور شي، دهغه به هم زکات ورکوي، ( هندیه، کتاب الزکاة، الباب الاول، ۱ټوک، ۱۷۵- ۱۷۶مخ)

په ځینو هېوادو کې حکومتونه په بانکونو کې دخلکو له پيسونه زکات ګرځوي، شرعاً په دې سره زکات نه اداء کېږي، په دې کې شرعاً لس خربیانې شتون لري، چې د بینات فتاوی دویم ټوک د ۶۳۵- تر ۶۴۰ مخ پورې په تفصیل سره راغلي دي داړتیا په وخت کې دي هلته رجوع وشي.

لنډیز:

په پای کې په لنډډول دهغو ټولو اثاثو یادونه کېږي چې په هغو کې زکات ورکول واجب کېږي ،اوپه کومو نه ، هغه اثاثې چې په هغو کې زکات ورکول وجب دی:

۱…. سره زر چې په هر شکل کې وي،

۲…. سپین زر چې په هر شکل وي ۳… نغده پیسې، ۴…. چا سره ایښودل شوی آمانت (که هغه سره زروي، سپین زرهم وي)۵…. بانک کې ایښودل شوي پیسې… ۶…دنورو هېواد دکرنسۍ پیسې… ۷…. دهر مقصد لپاره( لکه دحج، ځامنو دو ودونو، دکور جوړولو یا اخستلو لپاره)ایښودل شوې پيسې ۸… دحج لپاره ورکړل شویو پیسونه هغه چې دمعلم اوکرایونه دبسپنې په توګه بیرته حاجي ته ورکول کېږي ۹…دتجارت په نیت پیرل شوي ونډې (حصص) ۱۰…دشراکت په معامله کې دخپلې پانګې او ګټې زکات ورکول ۱۱…. پلورلو لپاره اخستل شوی سامان، زمکه، حصص،اوخام مال.۱۲…دتجارت لپاره اخستل شوې پراپرټي…۱۳ دتجارت هر مال.دبازار دپلور نرخ سره سم ۱۵….دپلورل شویو شیانو څخه لاسته راتلونکي پیسې. ۱۶په ګودام کې سټاک شوي مال۸… خام مال …

پای

About admin