Home » تراويح » دتراویحو مسائل ۳ برخه

دتراویحو مسائل ۳ برخه

په تراويحوکې دهردوه رکعت لپاره نوي نيت ضروري دی

مسئله  : په تراويحو كښي  دهر دوه ركعته  لپاره  نوى  نيت كول  ضروري  ده  ، لمافي الشامي  ۲\ ۵۹۷

دتراويحوپه څلورو رکعتونوداستراحة جلسه کول مستحب ده

مسئله :   په تراويحو کې په هر څلور ركعته كښيناستل  [ د استراحة جلسه كول ]  مستحب  ده   همداراز  دوترو اواخيري  تراويحو په مينځ كي  كښينا ستل  هم مستحب  ده .  خو كه  په قوم  باندي  بوج  كيده  نوبيا دي  داوروستۍ ناسته پريږدي ځكه  موږ  وړاندي ذكر كړو چې مستحبات  دقوم دكسالت  لا مله  پريښودل  كيږي   . اودغه ناسته  مستحب ده

.دترويحاتوپه ناسته کې پټه خوله ناسته اوقرآئت ويل هم جائزدي

مسئله : دځلورورکعتونوتراویحو په مینځ کي دناستي په وخت کي که یې خوښه شي تنها تنها دي تسبیح وایې ، که یې خوښه شي لیږ لیږ قرائت دي وایې ،یادي امام وایې اونوردي غوږ ورته نیسي ، اوکه یې خوښه شي پټه خوله کیني ، اوکه یې خوښه شي تنهاتنهالمونځ اداکړي .

في الدرالمختار ۲\۶۰۰ ويخير بين تسبيح ، وقرآءة وسكوت وصلوة فرادى . كذا في الهنديه ۱\ ۱۱۵

فائدة : اوکه یې خوښه شي نودادعااوتسبیح دي وایې : یعني دڅلورو رکعتونو تراویحوپه مینځ کي دي دادعاوايې .

  ردالمحتار على ذيل الدرالمختار ۲\ ۶۰۰

په فتاوی عثماني ۱\۴۵۹ کې راغلي چې دغه تسبيحات دي آهسته وایې : یعني امام اومقتدیان دي ټول آهسته وایې :

لکن دا په هغه ځای کې دي چې عوام څه ناڅه ديني یاعصري تحصيلات ولري او دغه ډول تسبيحات یې زده وي ، خوزموږ سيمي داسې دي چې دعوامو بيچارګانولمونځونه سم نه دي زده دسوره اخلاص پرته یې دقران کريم څخه بل سورة نه دی زده ،نوهغه به داډول تسبيحات څرنګه وایې . لهذا که امام دغه تسبيحات په جهر سره وايې اوخلګو غوږ ورته نيولی وي نودابه ښه وی ، بلکه افضل به داوي چې دقرآن کريم یو څوآیتونه تلاوت کيږي اودغه خلګ غوږ ورته نیسې ، والله تعالی اعلم وعلمه اتم .

دتسبيحاتوسره دمرحبا یاالوداع توري يوځای کول

 دتراويحوپه ناسته کې دهرچاخپله خوښه ده ، یعني که غواړي تسبيح ووايې ، که غواړي پټه خوله کيښيني ، که غواړي امام یوه رکوع یایوسورت قرآئت کړي اونورغوږ ورته نيسې ،که یې خوشه شې هريوتنها تنها لمونځ اداکړي .

البته علامه شامي رحمه الله دعلامه قهستاني رحمه الله څخه ددغې ناستي څه تسبيحات نقل کړي دي چې وروسته به ذکرشې .

په زياتره سيموکې دمسجدامامان هماغه تسبيحات وایې . البته د مياشتي په لمړيوپنځلسو کې چې مرحبا وايې اوپه وروستيوکې دالوداع توري وايې نودايواځې دعلماو يوعادت جوړشوي دی اوله روژي مبارکي سره دخپلي ميني اومحبت اظهار په کې کوي ،یايې په تلو باندي تاسف کوي ، نورکوم شرعي حيثيت نه لري اونه په کتابونوکې چيرته فقهاو ذکرکړي ده لهذا دايومجرد عادت دعلماو دی ، اوله تسبيحاتو سره يې لوستل کوم تاوان نه لري ، البته چې لازمي ونه بلل شې .

في الدرالمختار ۲\۶۰۰ ويخير بين تسبيح ، وقرآءة وسكوت وصلوة فرادى . كذا في الهنديه ۱\ ۱۱۵

وفي ردالمحتار على ذيل الدرالمختارايضا ۲\ ۶۰۰ قال القهستاني فيقال ثلاث مرات سبحان ذي الملك والملكوت سبحان . سبحان ذي العزة والعظمة والهيبة والقدرة والكبرياء والجبروت ، سبحان الملك الحيّ الذي لاينام و لايموت ، سبّوحٌ قدّوسً ربُّنا وربُّ الملئكةِ والرّوح ، لا له الاّ الله ، نستغفر الله ، نسئلك الجنّة ونعوذ بك من النار . كمافي منهج العبادة الخ

ومثله في فتاوی عثماني ۱\۴۵۹ ، والله تعالی اعلم وعلمه اتم .

 مفتي ابویاسر

About admin