Home » تسحر [پېشلمی] » دپشلیمي مشروع اومسنونه طریقه

دپشلیمي مشروع اومسنونه طریقه

پشلیمی ځیني مستحبات اوسنت طریقي  هم لري چې مسلمانان یې بایددپشليمي په مهال مراعات کړي ،اوپه ځان یې عملي اونوروته یې ورسوي .

 

۱- دپشلیمي په کولوکې بایددپیغمبرصلی الله علیه وسلم دامرداتباع نیت وکړي یعني پشلیمی بایددسنت په نیت وکړشې ،ځکه چې پشليمي کول دپیغمبرصلی الله علیه وسلم امر هم ده ،اویوه طریقه اوعادت یې هم ؤ.

 

۲- دپشلیمي په کولوسره دسبادروژي دنیولو دنیت تجدیدکیږي ،نو دپشلیمی په کولوسره نوراجرهم لاس ته راوړئ

 

۳- دپشلیمي په مهال دي دخوراکونو په تنوع اوکثرت پسې نه ګرزي ،بلکه هرهغه څه چې دخوراک لپاره موجودوي نوباید پشلیمی ورباندي وکړي .لکه پیغمبرصلی الله علیه وسلم څخه خپله چې په پشلیمی باندي دخورماودخوراک روايتونه راغلي .

 

۴- پشلیمی دي دخورماوپه خوراک پای ته رسوي یعني چې کله پشليمي بندوي نویوه یادري خورماوي دي خوري ،اوکه خورما وي نه وي نوبیادي داوبودري سوره وکړي یادي په دري ساه وڅښې .

 

۵- پشلیمی دي په داسې خوراک باندي کوي چې هضم یې هوسااواسانه وي لکه ثرید[شوروا] اویانورداسې ملائم ځیزونه پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلي : په دروڅیزونوکې برکة وي ۱- په جماعة کې ۲- په ثرید کې [دشورواډوډۍ] ۳- په پشلمیي کې .

 

۶- په پشلیمي دي خواږه یا تریوڅیزونه ډيرنه خوري څکه خواږه څیزونه لوږه زیاته وي اوتروه ځیزونه تنده زیاته وي .

 

۷- پشلیمی دي دشپي په اخیره کې کوي یعني په داسې وقت کې چې له سپيدو نيم ساعت یاشل منټه وړاندي له خوراک اوڅښاک څخه فارغ شي.دپیغمبرصلی الله علیه وسلم دپشلیمی دپای

اودسپیدوداذان په مینځ کې فاصله به دپنځوسو آیتونودتلاوت په اندازه وه .

 

۸- دپشليمي څخه وروسته دي خوب نه کوي بلکه دادشپي لخوا دعبادة یاددعاو داجابت ترټولوبهترين وخت دی ، دغه وخت بايد په لمانځه ،تلاوت ، دعا، ذکر ، باندي تيرشي .

 

۹- په دغه وخت کې باید خلګ خپلي ګورنۍ هم عبادة ته وهڅوي ، څودغه دفضيلة وخت له لاسه ورنه کړي .اودرحمتونو له عموم څخه ټول مستفيد وي .

 

۱۰ –   پشليمی دي په ښه رغبت سره کوي ، ځکه دایومسنون عمل دی ، اوپه ځان دي بوج اوتکلیف

نه ګڼي . لکه دځینوپښتنو چې دغه توري تل په خوله وي : دپشليمي دلاسه ریزمريزیمه .

 

About admin