Home » صدقة الفطر » دصدقة الفطر دمشروعیت حکمتونه

دصدقة الفطر دمشروعیت حکمتونه

دصدقة الفطر دمشروعیت حکمتونه

 

دصدقة الفطر دمشروعیت حکمتونه خوډیر دي البته موږ دلته څوحکمتونه ځيني را اخلو اوهغه په دي ډول دی :

۱- دسرسایې په ورکړه  د بخل اوبدواخلاقو څخه دبدن پاکوالي دی   .

۲- په صدقة الفطر له هغه ناوړو اقوالو افعالو اواعمالو څخه دروژي پاکوالی دی چې له یوه تن څخه د روژي په مبارکه میاشت کي صادرشوي وي .

۳- صدقة الفطر دروژي داجرونو دترلاسه کولو تکمیل دی .

۴- په دغه ورڅ کې دنیسمتنو اوفقیرانو سره غمشریکي او په هغوئ باندي په دغه مبارکه ورځ کي حوصله اوترحم ده اوله سوال کولو څخه دهغوئ مستغني کول دی   .

۵- صدقة الفطر په روژه کې دهغه بي شمیره نیکواعمالو دتوفیق په اړه دلوی خدای ج د عظمیم نعمت دیومالي شکر اظهار دی

۶- صدقة الفطر له بدني عبادة څخه وروسته دمالي عبادة یوه بله بيلګه ده .

۷- صدقة الفطر دانسان دبقا اوژوند دنعمت شکرانه ده ، له همدي امله ورته سرسایه ويله کيږي .

۸ – صدقة الفطر له افاتو اوبلياتوڅخه دحفاظت يوه بهترينه نسخه اوتدبيردی .

فعن ابن عباس مرفوعاً: فرض رسول الله صلی الله علیه وسلم زكاة الفطر طهرة للصائم من اللغو واللعب، وطُعمة للمساكين وقدمرالحديث رواه أبو داود والحاكم وغيرهما وفي رواية عن ابن عمررضی الله تعالی عنه : “أغنوهم عن طَوَاف هذا اليوم رواه البيهقي وغيره

About admin