Home » صدقة الفطر » دصدقة الفطروجوب اومشروعیت

دصدقة الفطروجوب اومشروعیت

   مفتي ابویاسر

 دسرسايې(صدقة الفطر) ثبوت له شرعي دلائلوڅخه

سرسايه  [ ياصدقة الفطر ، زكوة البدن  ، زكوة الراس  اوزكوة الفطر چې هم ورته ويل كيږي  ] دزكوة  په څير    په اسلام  كښي  دمشروعو مالي  عباداتو څخه ده   ، دهجرت  په دوهم كال   دزكوة   دمشروعيت  څخه  وړاندي   درمضان  په  اته ويشتمه  یې دوجوب  امر صادرشوى  و و  . لکه وروسته به چې په روایت کي ذکر شې : شامي  ۳\۳۶۲  وفقه الحنفي ۲\ ۳۷۳

البته دسرسایې یاصدقة الفطر اثبات په قرآن کریم ، احادیث الرسول ، اواجماع دري واړو باندي ثابت دی .

اماالکتاب :دقرآن کریم څخه دصدقة دالفطر ثبوت په دي ډول دی چې كثير بن عبدالله  د خپل پلار اوهغه له  نيكه څخه روايت كوي  چې  له رسول الله  صلى الله عليه وسلم  څخه  ددي  اية

[  قد افلح  من  تزكى   وذكر اسم ربه  فصلى  ]   الاعلى  ۱۴-   ۱۵  په اړه   وپوښتل شونو پيغمبر صلي الله عليه وسلم  ورته  وفرمايل :  چې  داد صدقة الفطر  [ سرسايې ]  په اړه نازل شوى  .[یعني په دي  ایة کښي  دنجات اوکامیابی  زیری دسرسایې ورکونکو لپاره ده  ]  رواه ابن خزيمة   الترغيب  ۱\ ۲۸۰

اماالسنة :اودحدیثو څخه یې ثبوت په ډيرو روایتونو ثابت دی چي ځیني یې وروسته راروان دي .

له جملي څخه یې یوروایت داهم دی :

وعن ابن عمر رضي الله  تعالى عنه  قال : فرض رسول الله  صلى الله عليه وسلم  زكوة  الفطر  صاعا من تمر ،  اوصاعا من شعير  علي العبد، والحر ،  والذكر ، والانثى ، والصغير ، والكبير  من المسلمين  وامربها ان تؤدي  قبل خروج  الناس  الى المصلاة   الحدیث  .  رواه البخاري  في الزكوة  . الترغيب  ۱\ ۲۸۰

ژباړه :   دابن عمر رضي الله تعالي  عنه  څخه روايت ده چې رسول الله صلى الله  عليه وسلم  واجبه  كړه  سرسايه  وركول ديوه صاع  له  كجورو [خورماوو] څخه يايوصاع  له  اوربشو څخه  دهرغلام  ، اوازاد سړي  څخه همداراز دهرنارينه ، اوښځي څخه ، اود هرواړه ، اوزاړه  سپينږيري  ، اوځوان  څخه   .

تشريح  : دلته په حديث  كښي  مراد له  فرضيت څخه  وجوب   ده  ځكه  چې سرسايه په  دليل ظني ثابته ده ،  داصولیېنو  په اصطلاح  كښي  ديوه حكم ثبوت  چې په خبر واحد سره شوي وي  هغه  دحکم  اثبات په ظن غالب   فایده کوي   .  فقه الحنفي  ۲\ ۳۷۴  بتغیرما .

 صاع  چې دعربي  پيماني  نوم ده    اوسنی  مروجه مقدار یې نږدي   څلور كلو ته  رسيږي  . چې نيم  صاع يې  څوګرامه  کم  دوه كلو  كيږي  .  داحتیا ط له امله دي  څه زیادت  په ورکړه کښی  کوي  .   ومثله  فی  الفتاوی  الرحیمیه  ۵\ ۱۷۳

وأما إجماع المسلمين، اواجماع دادی چی دبخاري اومسلم په حدیثوکی راغلی چی پیغمبرصلی الله علیه وسلم سرسایه فرض کړه په مسلمانانو ،نوبیادمسلمانانو اجماع ورباندی راغلی اوهیچاورباندی عمل نه د ی ترک کړی امام منذری رح په ترغیب کی دصدقة الفطر په وجوب باندی اجماع نقل کړی ده

فماثبت في الصحيحين وغيرهما انه :فرض رسول الله صلی الله علیه وسلم زكاة الفطر ،وأجمع عليها المسلمون قديماً وحديثاً، وكان أهل المدينة لا يرون صدقة أفضل منها. و حكى ابن المنذر – رحمه الله – وغيره في الترغيب والترهيب ۱\۲۸۰ بالإجماع على وجوبها. وقال إسحاق – رحمه الله : هو كالإجماع .وصرح بذلك االمفسرون حيث قالوا في قوله تعالى: قد أفلح من تزكى ؛ الآية أي: فاز كل الفوز، وظفر كل الظفر من زكى نفسه بالصدقة، فنماها وطهرها. وقد كان عمر بن عبدالعزيز – رحمه الله – يأمر بزكاة الفطر ويتلو هذه الآية. وهكذا قال غير واحد من السلف رح في الآية هي زكاة الفطر.

 

About admin