Home » تراويح » آیا دیارلس کلن حافظ القرآن په کورکي تراویح ورکولای شي ؟

آیا دیارلس کلن حافظ القرآن په کورکي تراویح ورکولای شي ؟

الاستفتاء رقم ۲۱۱۳ محترم مفتي صاحب ! زما یوماشوم حافظ بجی دی نږدي ددیارلسو کالودی نوپه کور کې خپلي مور خوندو اوداکاګانو میرمنو ته تراویح ورکولی شي اوکنه ؟ المستفتي حنظله ..

الجواب حامداومصلیا وبعد :لکه په جماعت سره چې دلمانځه داداء کولو لپاره دامام وجودته اړتیا ده همدا ډول، دامام له شرائطو څخه دهغه لویښت اوبلوغ هم ضروري ده ،تردي چې که امام بالغ نه وي نوامامت نشي کولای ،اودبلوغ یوه علامه نارینه ته احتلام کیدل دی ، که تردغه مهاله احتلام  نه وي ورته شوی  بیا پنځلس کاله پوره کیدل غواړي ، لهذا په مذکوره صورت کې که دغه ماشوم لویشت [بلوغ ] ته نه وي رسیدلی نو نه په تراویحو کي اونه هم دماخوستن په فرضو اووترو کي دخپلي کورنۍ دغړو دلمانځه امامت کولای شي .

کمافي الدرالمختار ۱\۸۴ وطبع اخری ۱\۴۱۵ ولايصح اقتداء رجل بامرأة وصبي مطلقا ولوفي جنازة و نفل علی الاصح . وفي الهنديه ۱\۸۵ وعلی قول أئمة البلخ يصح الاقتداء بالصبيان في التراويح والسنن . . . والمختار انه لايجوز في الصلوة کلها کذافي الهدايه ، وهوالاصح کذافي المحيط ، وهوقول العامة ، وهوظاهر الرواية، هکذافي البحر . وفي فتاوی دارالعلوم . [مترجمامنها ]يلزم ان يکون الامام في صلوة التراويح بالغاولايصح بصبي وان کان حافظاقريب البلوغ ، فتاوی دارالعلوم ۴\ ۲۴۷

مفتی  ابویاسر

About admin