Home » تراويح » د تراویحو مسائل دوهمه برخه

د تراویحو مسائل دوهمه برخه

مفتي ابویاسر

مسئله :په ځینومساجدو کي امامان دتراویحولمونځ په دي ډول ورکوي چې په هررکعت کې دري ځله سورة اخلاص یعني قل هوالله … وایې : نوفقهاو لیکلي دي چې تکرار دسورة په لمانځه کي مکروه دی . لهذا ددي په ځای بایدهغه طریقه اختیارشی چي وړاندي دشامي په عبارت کي تیرشو . یعني دالم ترکیف څخه بیا تروالناس پوري دي په دي سورتونو باندي تراویح ورکړي . کذافي الفتاوی العثماني ۱\۴۶۵ ط م معارف دارالعلوم

مسئلة :که چیري په مسجد کي ګڼ شمیر علماء موجود وی نو دلمانځه امامت باید هغه تن وکړي چې دلمانځه اودين په مسائلو ښه خبروي ،اوقرائت يې ترنورو ښه وي .

في الهنديه ۱\۱۱۶لوكان الفقيه قارءافالافضل والاحسن ان يصلى بقرآءة نفسه ولايقتدي بغيره . كذا في الخانية .

مسئلة : که دمسجد امام په فرض اووتر و کي امامت کوي اودتراویحو امامت بل تن کوي نوداهم پروانه لری   .

کمافي الهنديه ۱\ ۱۱۶ على هذالوجه جاز ان يصلي الفريضة احدهما ، ويصلي التراويح آخر وقد كان عمر t يؤمهم في الفريضة والوتر واُبى بن كعب tيؤمهم في التراويح كذا في السراج والوهاج .

مسئلة :که چیري یوامام په قرائت کي لحن کاوه یعني حروف یې صحیح نه اداکول نو دادمسجددترک عذرکیدلی شې . همداراز که یوامام په لمانځّه اوږده سورتونه ویل اودغه تن  عذر درلود  بل مسجدکي  کوتاه سورتونه ویل کیده ،یادیوه تن دقرائت صوت بي خي مکروه وي اوبل ځآی دامام صوت خوږ وي اوحروف هم صحیح اداکوي   .

اذاكان الامام لحّانالاباس بان يترك مسجده ويطوف وكذا اذاكان غيره اخف قرآءة واحسن صوتا[يتركه]ايضاهنديه ۱\۱۱۶

مسئلة : اوکه دمسجدامام حروف صحیح اداکوي اوصوت یي هم معتدل وي نوبیا یواځي دخواږه اوحسین صوت لپاره بل مسجد ته تلل ورته نه دي جائز .

کمافي الهندیه : حسن الصوت غير مطلوب . لاينبغي للقوم ان يقدموا في التراويح الخوشخوان لكن يقدموا الدرستخوان فان الامام اذاقرء بحسن الصوت يشغله عن الخشوع والتدبر والتفكر الخ هنديه ۱\ ۱۱۷

مسئله: په داسي لوډ سپيكر كي  تراويح وركول چې اواز يې  محلي  اوكلي  ته وزي  نه دي  جائز  ځكه  په دي سره خلكو ته ضرر رسيږي  .

لما في الهنديه  ۵\۳۱۸ وعلى  هذا لوقرء على السطح  في الليل جهراياثم  . كذا في الغرائب .

مسئله  :  په داسي  تيزي سره  تراويح  كول چې الفاظ  یې  سم  نه اوريدل كيږي ،   يا دلمانځه اركان  لكه  سجده  ركوع   يانورواجبات لكه قومه اوجلسه  په اطمنان  اوتعديل [ ارام ] سره  نه اداكوي  نوپه داسي امام پسی تراویح  کول مكروه تحريمي دي   .

لما في الهنديه ۱\ ۱۱۷ ويكره الاسراع  في القراءة  وفي  اداء الاركان  كذا في السراجيه  وفي الدرالمختار ۲\ ۶۰۲  ويجتنب   المنكراة  هذرمة  القراءة [اى سرعته ]  وترك التعوذ  والتسمية والطمانينة  والتسبيح  واستراحة  الخ

مسئله :  په تراويحو كښي دي  امام  اومقتديان   ثنا [سبحانك اللهم . . .]  اوتشهد[ التحيات  تر اللهم بارك ]  اودركوع  تسبيحات  [ ۳ سبحان ربي العظيم  ]  اودسجدي  تسبيحات  [ يعني  ۳ سبحان ربي الاعلى ]  ويل  نه  پريږدي  .  ځكه داسنت دي اوسنت  په لمانځه كښي  نه پريښودل كيږي  . البته صرف  مستحبات  كه  په مقتديانو بوج كيده  نوايله كولي یي شي  .

 قال الرافعي  السنة لاتترك  لكسل القوم  بخلاف  المستحب  فانه يترك  له  تقرير الرافعي  على الشامي  ۲\۶۰۲ وفي الدرالمختار  وياتي  الامام  والقوم  بالثناء  في كل شفع  ويزيد  الامام  على التشهد  الاان يمل  القوم  فياتي  بالصلوة  ويكتفى باللهم صل على محمد  لانه الفرض  وفي الشامي  وعلى ال محمد  الخ  ۲\۶۰۲

About admin