Home » تسحر [پېشلمی] » دپشلیمي مسنونیت ،اجر اوځانګړني

دپشلیمي مسنونیت ،اجر اوځانګړني

مفتي ابویاسر

لمړی دپشلیمي مشروعیت

تسحر یاپشلیمی چې دشپي په وروستۍ برخه کې یادشپي په شپږمه برخه کې دروژي په نیت خوراک کولوته ویل کیږي یوسنت اودپیغمبرصلی الله علیه وسلم څخه ثابت عمل دی اوپیغمبر صلی الله علیه وسلم یې په کولوټینګارکړي دی اوامت یې په کولوباعث کړی دی.

پشلیمی ددي امت له خصوصیاتوڅخه دی

پشلیمی ددي امت له خصوصیاتو څخه دی چې نوروامتونوته دپشلیمی دخوراک جوازنه ؤ   لکه وړاندي چې یې یادونه وشوه چې دپشلیمي کول دیهودواونصاراوڅخه یومخالفت هم دی .ځکه هغوئ دروژي دنیولولپاره پشلیمی نه لري

دپشليمي  ا جر  : 

عن ابي سعيد الخدري رضی الله تعالی عنهقال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم السحور كله  بركة  فلاتدعوه  ولو ان يجرع  احدكم  جرعة من ماء  فان الله  عز وجل  وملائكته يصلون  على المتسحرين . رواه احمد  الترغيب  والترهيب ۱\ ۲۷۵

ــــــــــــــــــــــــــ

ژباړه : ابوسعيد خدري  رضي الله تعالى عنه     وايې پيغمبر صلى الله عليه وسلم  وفرمايل :  پشليمي  كول  ټول  سره بركة  ده  نو كله  يې هم  مه  پريږدئ  كه څه هم  ديو سور  اوبو  په تيرولو سره وي  ځكه  لوى خداى  اوملائكي  په پشليمي  كونكو رحمتونه   نازله وي   .

تشريح :يعني  دپشليمي  كول  بركت لري  نو له دي بركته ځان مه محرومه كوئ  كه څه هم  تاسي  دپشليمي په مهال  داوبو څخه پرته نورڅه ونه لرئ  خوبيا هم پشليمي مه ايله كوئ  اوپه اوبو سره پشليمى وكړئ ځكه لوى خداى په پشليمي كونكو رحمتونه  نازله وي اوملائك  ددوئ له پاره استغفار  وايې

په دي اړه نورحديثونه

[الف ] عن انس بن مالك رضي الله تعالى عنه   قال:قال رسول الله صلى الله عليه وسلم  تسحروا  فان في  السحور بركة  . متفق عليه  الترغيب  ۱\ ۲۵۷

ژباړه :له انس بن مالك رضي الله تعالى عنه     څخه  روايت  ده  وايې : چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم  وفرمايل  : پشليمی  كوئ  څكه  په  پشليمي  كولو كښي  بركت  وي .

دپشلیمي په کولو دپیغمبر   صلی الله علیه وسلم توصیه

 [ب ] وعن ابن عباس رضي الله تعالى عنه عن النبي صلی الله علیه وسلم قال …استعينوا بطعام السحر علي صيام النهار والقيلولة على قيام الليل . رواه ابن ماجة والبيهقي الترغيب ايضآ

ژباړه : دابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی دپشلیمی په خوراک دورځي په روژه قوت حاصله وئ اودشپي دتراویحولپاره یې   دغرمی په خواب ارام حاصله وئ .

دمسلمانو اوداهل کتابوترمینځ دروژي یوفرق دپشلیمي دي

[ج ] وعن عمروبن عاص رضي الله تعالى عنه قا ل فصل مابين صيامنا وصيام اهل الكتاب اكلة السحر ، مسلم والترمذي وابوداود . ترغيب ايضا.

ژباړه : دعمرو رضي الله تعالى عنه     څخه نقل شوي  : چې زموږ او داهل كتابو دروژي  ترمينځ  فرق  دپشليمي په خوراك ده  . يعني  هغه پشليمي  نه كوي اوموږ يې  كوو .  ترغيب ۱\ ۲۵۷

پیغمبرصلی الله علیه وسلم به خپله هم پشلیمی کول

 [د ] وعن عبدالله بن حارث عن رجل من اصحاب رسول الله صلي الله عليه وسلم   قال دخلت على النبي صلي الله عليه وسلم   وهو يتسحر فقال انها بركة اعطاكم الله اياها فلاتدعوه . رواه النسائي . الترغيب ۱\۲۷۵

ژباړه : عبدالله بن  حارث  له يوه صحابي څخه نقل كوي  چې زه  يوه  شپه داسي مهال  دپيغمبر صلى الله عليه وسلم  په خدمت کې حاضرشوم چې هغه دپشليمي  خورا ك  كا وه   راته ويې  ويل  :  پشليمي  كول بركت دي    دپشليمي  خوراك دلوى  خداى  له  لوري  تاسو ته  يوه عطيه ده  پشليمى   مه  ايله كوئ  .

دپشلیمي دخوراک حساب نه کیږي

[هـ ]عن عبدلله بن عباس رضي الله تعالى عنه ان النبي صلي الله عليه وسلم   قال ثلاثة ليس عليهم حساب فيما طعموا ان شاءالله تعالى اذا كان حلالا : الصائم ،   والمتسحر ،والمرابط الحديث .ترغيب

ژباړه :له عبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : دری کسان داسی دي چې دخوراک دنعمتونو حساب به ورسره ونشې ان شاء الله که یې خوراک حلال ؤ .

۱- روژه دارچې دروژه ماتي په مهال خوراک یاڅښاک کوي .

۲- دپشلیمي په مهال چې خوراک څښاک کوي .

۳-دجهاد دمیدان او دمورچل مجاهدین ،یادسرحدونوساتونکي مجاهدین  .

پشلیمي کونکوته دپیغمبرصلی الله علیه وسلم  دعا

 

[ و] وفي رواية عن سائب بن زيد رضی الله تعالی عنه قال : قال  رسول الله صلى الله عليه وسلم  نعم  السحور التمر  وقال يرحم الله  المتسحرين  . مرقات ۴\ ۴۲۸

 ژباړه :سائب  رضي الله تعالى عنه   وايې : چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم  وفرمايل : ښه پشليمي  دخورما وو دي  اوبيا يې  وفرمايل : لوى خداى دي  په پشليمي كونكو خپل رحمتونه نازل  كړي

About admin