Home » تسحر [پېشلمی] » دپشلیمي برکات اوځانګړتیاوي

دپشلیمي برکات اوځانګړتیاوي

۱-     په صحیح روایاتوکې راغلي چې الله تعالی په پشلیمی کونکورحمتونه نازله وي اوملائکه ددوئ لپاره داستغفارغوښتنه کوي .

پشلیمیدالله تعالی له لوري درحمت نزول دګناهونودعفوي ،او داجرونو   اوثوابونو دورکړي په معنی دی . اودملائکه ؤدعااواستغفار دبنده په حق کې ضرورقبلیږي لکه په بل روایت کې چې په دي باندي تصریح شوي .

لهذا دپشلیمي یوعظیم برکت داده چې انسان دپشلیمي په کولوسره دالله تعالی درحمت اودملائکه ؤداستغفارمستحق جوړیږي ، اودایوداسې ستر مقام ده چې موندل یې اسانه کارنه دی . خوالله تعالی یې بنده ته دخپل ترحم له مخي دپشلیمي په کولوسره ورکوي

  
۲- دپشلیمي کول برکت دی لکه پیغمبرصلی الله علیه وسلم چې په دي اړه فرمایلي : پشلیمی کوئ ځکه چې په پشلیمي کې برکت وي .

دبرکت څخه دلته مراد یادخیراوښیګڼو کثرت دي ،یادروژي په نیولوکې قوت اوتوفیق دی ،یادروژي نیول دي په اساني اوسهولت سره ،یادروژي ټول اجرونه لاس ته راوړل دي .اوکه داټول ورڅخه واخستل شې نوهم ممکن دی .

۳- دپشلیمي په کولوسره دیهودواونصاراوڅخه مخالفت اوبیل والی راځي ، هوهغه مخالفت چې په دي امت واجب دی ،اودپیغمبرصلی الله علیه وسلم له اهموتوصیوڅخه یوه داده چې دیهودواونصاروڅخه مخالفت کوئ   .

دپشلیمي په کولوسره مخالفت په دي ډول راځي چې یهوداونصاری چې کله روژه نيسي نودوئ پشلیمی نه کوي اوبي پشلیمی روژه نیسې ،نومسلمان بایددصبادروژي لپاره ضرورپشلیمی وکړي . لکه پیغمبرصلی الله علیه وسلم چې ټینګارکړی دی چې پشلیمی مه ایله کوئ .


۴ – پشلیمی دروژي په نیولوکې ښه مرسته کوي .چې له دی سره یوتن ته دروژي په نیولوکې دلوږي اوتندي څخه ځان ساتلی شې ،دپشلیمي په کولوسره سره یومسلمان په روژه کې دکارکولوجوګه هم وي .

۵- دپشلیمي کولویوه ښیګڼه داهم ده چې یوتن ته دتهجددلمانځه یادشپي په یوه برخه کې دتلاوت یاذکر موقع په لاس ورځي ،اوورسره دسهار دجماعت دلمانځه دوجیبي اداینه هم په اساني سره وي .

دپشلیمي ځیني نوري خاصي ګټي اوفائدي

دپشلیمي دځينوګټو اوفايدوخبره خووړاندي تیره شوه اوځیني به یی لاندي ذکرشي

۱- دپشلیمي له ګټوڅخه یوه داهم ده چې دسردرداوګنګستیاڅخه دورځي په مهال په امن اوعافیت کې وي

۲- پشلیمی کول دلوږي اوتندي احساس اوتکلیف کمه وي .

۳- دپشلیمي خوراک سستي اوکمزوري له مینځه وړي .

۴- دپشلیمي له خوراک سره دزیات خوب مخه هم نیوله کیږي .

۵- دپشلیمي په کولوسره انسان ته په طاعاتواوعباداتوکې یوډول ذوق حاصلیږي .

۶- دپشلیمي په کولوسره دهاضمي نظام په اعتدال کې پاته کیږي چې ورسره دمعدي سالمیت اوروغتیاتړلی ده .

About admin

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*