Home » لیلة القدر » دقدرشپه په قدر ولي نومول شوي ؟

دقدرشپه په قدر ولي نومول شوي ؟

دقدرشپي دتسمیې په اړه څووجي نقل شوي

 ۱- په  مرقات کي ۴\ ۵۰۷ راغلي : قال العلماء  انماسميت بذلک  لمايکتب  الملائکة من الاقدار والارزاق  والاجال  التي تکون في  تلک السنة .

 ژباړه : علماو ویلي چې دغي شپي ته ځکه دقدر شپه وایې : چې په همدي  شپه کښې ملایکه  دراتلونکي پوره کال  دقدرونو ، قضاو ، رزقونو، اوعمرونو لیکل کوي ،چې راتلونکی  کال کښي  یې وقوع وي ،  همداراز هغوئ ته دنوي وظایفو تعینات  هم په همدي شپه کښي کیږي  . تفسیر مظهري ۱۰\۲۸۸  اوپه بل ځای کې الله تعالی ددي شپي په هکله فرمايې « فیها یفرق کل امرٍ حکیم * امر اً من عندنا… » ( الدخان ایات ۴ -۵) « په دېشپه کې د ټولو معاملاتو ډیري محکمې فیصلې صا دريږي ، زمونږ له خوا نه په حکم کولو سره».

۲    –   لأنها ذات قدْر وشرف .یعني له دي امله چې دقدر اوشرف څخه ډکه ده . لکه الله تعالی چې فرمايې :   ليلة القدر خيرمن الف شهر .

۳ –   من عبد الله فیها كان ذا قدر ، ومن لم یكن ذا قدر صار بقیامها ذا قدر.

ژباړه :څوک چې په دغه شپه کې دالله تعالی عبادة وکړي نو دقدر وړ ګرزي ، اوڅوک که دقدر خاوند نه ؤ [یعني دالله تعالی په نزد] نودقدر دشپي په قیام سره هم دقدر وړ ګرزي .

۴ –   القدر الضیق ؛ لأن الأرض تضیق بالملائكة .قدر دضیق په معنی ده په دغه شپه کې هم چونکه زمکه په ملائکه و تنګه وی نوڅکه ورته دقدر شپه وایې . الله تعالی فرمايې : تنزل الملائکة والروح فيها باذن ربهم .

۵ –   نزل فیها كتاب ذو قدر على أمة ذات قدر بواسطة ملك ذی قدر ،یعنی له دي امله ورته دقدر شپه وایې چې په دغه شپه کې دقدر وړکتاب دقدر وړ امت باندي دقدر وړملکی په توسط نازل شوی .

About admin

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*