Home » اعتکاف » اعتكاف د حجونو اوعمرو ثواب لري

اعتكاف د حجونو اوعمرو ثواب لري

عن علي بن الحسين عن ابيه رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من اعتكف عشرا في رمضان كان كحجتين وعمرتين . رواه البيهقي . الترغيب ۱\ ۲۷۹

 ــــــــــــــــــــ

ژباړه : علي بن حسين دخپل پلار څخه روايت كوي چي پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل : څوك چي دروژي په [ اخيرو] لسو كښي اعتكاف وكړ ي نودومره ثواب به يې وي لكه يوتن چي دوه حجونه اودوي عمري وكړي .

تشريح :

يعني لكه يوتن ته چي لوى خداى په دوه حجونو اودوه عمرو څومره ثواب اواجر وركوي هغومره ثواب لوى خداى هغه تن ته هم وركوي چي دروژي په ورستيو لسو شپوورځو كښي په صحیح ډولاعتكاف وكړي . دحج اوعمري زيات فضائـل په حديثو كښي نقل شوي دبيلګي په شان دحج په اړه راغلي :

عن ابي هريرة رضي الله تعالى عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال من حج فلم يرفث ولم يفسق رجع من ذنوبه كيوم ولدته امه . بخاري ومسلم   وفي رواية الترمذي غفرله ماتقدم من ذنبه .

ژباړه : څوك چي حج وكړي اوناروا اوفسق په کې ونه كړي نوله ګناهونو به داسي پاك شي لكه له موره زيږيدلى ماشوم . اودترمذي په روايت كښي راغلي چي وړانديني ټول ګناهونه به يې معاف شي .

او په يوه بل روايت كښي راغلي : العمرة الى العمرة كفارة لمابينهما والحج المبرور ليس له جزاء الا الجنة   . رواه البخاري . الترغيب والترهيب ۱\۲۸۴

ژباړه : عمره تربلي عمري دګناهونو كفاره ده اوحج لره له جنة پرته بله بدله نشته .

په دي اړه نورحديثونه

داعتكاف يوه عظيمه بدله .

[الف ]عن ابن عباس رضي الله تعالى عنه قال … سمعت صاحب هذالقبر …… يقول ومن اعتكف يوما ابتغاء وجه الله جعل الله بينه وبين النار ثلاث خنادق ابعد ممابين الخافقين . رواه الطبراني والبيهقي والحاكم . الترغيب ۱\۲۷۹

ژباړه   : له ابن عباس رضي الله څخه روايت ده   وايې : چي ما ددي قبر له څښتن [يعني پيغمبر صلى الله عليه وسلم ]څخه واوريدل ….. ويل يې : او هغه څوك چي دلوى خداى درضا لپاره یوه ورځ اعتكاف وكړي نولوى خداى به دده اودجهنم داور په مينځ كښي دري خندقه [ ژوري پراخي كندي لري والى ] پيداكړي چي   د اسمان اوزمكي دمینځ دمسافې څخه به يې واټن اوفاصله زياته وي .

تشريح : يعني لوى خداى په يوه اعتكاف سره دجهنم له اوره څخه يوبنده دومره ليري كوي لكه دزمكي اواسمان دمينځ مسافه . په يوه حديث شریف کې دزمکي اوداسمان دمينځ مسافه دپنځه سوه کلونو دمزل په اندازه بيان شوي .

About admin

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*