Home » د صحابه ؤ سیرت » دخراسان فاتح حضرت عبدالله بن عامر رض

دخراسان فاتح حضرت عبدالله بن عامر رض

يادونه : په تيرو ګڼو کې تاسو د کابل فاتح   نامتوصحابي حضرت عبدالرحمن بن سمره رضی الله عنه پېژندنه ولوستله او دغه راز مو د بلخ او هرات فاتح   نامتوتابعي حضرت احنف بن قيس رحمه الله پيژندنه هم ولوستله او دا ځل درته د   (( خراسان)) د فاتح حضرت عبدالله بن عامر رضی الله عنه پيژندنه وړاندې کوو چې مخکني دواړه فاتحين د همدې ستر فاتح ترمشري لاندې ياد فتوحات ترسره کړي وو .

[۱] ــ پېژندنه

نوم يې عبدالله د عامر زوی او دكُرَيْزِ لمسی و او د حبيب کړوسی و ، پلار يې حضرت عامر رضی الله عنه هم صحابي و ، او د پيغمبرصلی الله عليه وسلم د خاله (حضرت بيضا رضی الله عنه عنها بنت عبدالمطلب ) زوي کيده. نوموړي د مکې د فتحې په ورځ ايمان را وړی و . او پخپله حضرت ابن عامر رضی الله عنه د مسلمانانو د دريم خليفه او نامتو صحابي حضرت عثمان رضی الله عنه د ماما زوی کېده

[۲]ــ زوکړه او ستره نيکمرغي :

ابن سعد رحمه الله وايي : حضرت عبدالله رضی الله عنه له هجرت وروسته زيږيدلی و او کله چې رسول صلی الله عليه وسلم د ((قضايي عمري )) د آداينې له پاره حرم شريف ته ورغلی و ؛ نو هغه مهال پيغمبرصلی الله عليه وسلم ته را وړل شوی و . دغه مهال نوموړی دری کلن و او نبي صلی الله عليه وسلم د خپل مبارک عادت سره سم ورته په خوله کې کجوره اوخپلې مبارکې ناړې هم ورکړې وې .

حافظ ابن حجر رح ليکي : کله چې پيغمبرصلی الله عليه وسلم خپلې مبارکې ناړې په خوله ورکړې ؛ نو نوموړي په کوچنيتوب کې هغه ژر ژر تيرولې نوهغه مهال رسول صلی الله عليه وسلم داسې وړاندوينه کړې وه چې :

((هذا ابننا وهو أشبهُكم بنا وهو مُسْقًى))[1]

ژباړه : (( دا زموږ زوی دی او موږ ته شوی دی او دی به اوبه ورکونکی (ساقي ) وي )) [2] .

بياهغسې شول چې نوموړي په لومړی ځل په عرفات کې د حاجيانوله پاره د څښاک د اوبو چاره وکړه او هغه داسې چې د حاجيانو له پاره يې د څښاک د پاکو اوبو ستر ډنډونه (حوضونه) جوړ کړل او ويالي يې هم ورته را وستلې . دغه راز به نوموړي چې کوم کوهی ويوست په هغه کې به خامخا اوبه راوتلې .[3] اودنوموړي په نامه په عرفات کې يوه وياله مشهوره دهمده په نامه ياديدله.[4]

[۳]ــ د صحابي توب وياړ.

حضرت ابن عامر رضی الله عنه دا ستره نيکمرغي په برخه شوې وه چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم يې په خپلو سترګو ليدلی و او کله چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفات کېده نو نوموړی ديارلس کلن و ، علامه ابن حبان رح دا خبره يې ثابته کړې ده چې نوموړي پيغمبرصلی الله عليه وسلم ليدلی دی . له همدې امله نوموړی د لومړی ځل له پاره حافظ ابن منده رح په خپل کتاب دصحابه وو په کتار کې شمارلی دی اوله نوموړي وروسته امام ابن عبدالبر رح ، حافظ ابن حجر رح ، امام ابن اثير رح   او امام ذهبي رحمه الله يې په کشرانو صحابه وو کې شماري او د يوه کشر

صحابي په توګه يې پېژندنه کوي. [5] .

[۴]ــ د حديثو روايت :

حضرت عبدالله بن عامر رضی الله عنه د حديثو روايتونه هم بالواسطه کړي دي ؛ حافظ ابن حجر ليکي : (( که څه هم حضرت عبدالله بن عامر له پيغمبرصلی الله عليه وسلم څخه روايت کړی اودکوچنيتوب له امله يې زه ګومان نه کوم چې مخامخ دې حديث له پيغمبرصلی الله عليه څخه اوريدلی وي ))[6].   حافظ ابن حجر رح او مام ذهبي رح هغه مشهور حديث   د نوموړي په رواياتو کې يادوي چې د محدثينو رح ترمنځ زيات شهرت هم لري او متن يې داسې دی :

((مَنْ قُتِلَ دونَ مالِه فهو شهيدٌ . ))[7]

ژباړه : څوک چې د خپل مال په سر و وژل شي ، هغه شهيد دی .

[۵] د بصرې او خراسان د والي په توګه

په ۲۹هجري کال کې نوموړي د حضرت عثمان رضی الله عنه له لوري د بصرې او خراسان د والي په توګه وټاکل شو او تر نوموړي دمخه د بصرې والي حضرت ابوموسي اشعري رضی الله عنه و او د فارس او خراسان والي حضرت عثمان بن العاص رضی الله عنه و.

نوموړي دحضرت عثمان رضی الله عنه له لوري ددغو دواړو ولايتونو مشري وسپارل شوه ، او ډيره عجيبه خبره داده چې په دغو ستونزمنو حالاتو کې چې کله د دغو دواړو ولايتونو مشري سپارل کېدله ؛ نو دغه مهال پنځه وېشت کلن ځوان و [8] .

حضرت عبدالله بن عامر رضی الله عنه کله چې بصرې ته راغی نوحضرت ابوموسی اشعری رضی الله عنه وويل : (( زما پرځای تاسوته يو ښکلی او زړه سواند قريشي ځوان راغی چې پلرونه او نيکونه يې ښه خلک وو )). [9]

حضرت عبدالله بن عامر رضی الله عنه پرهمدې ولايت باندې د حضرت عثمان رضی الله عنه تر شهادت پورې پاتې شو ؛ خو کله چې هغه شهيد شو ؛ نو حضرت معاويه رضی الله عنه له همدې ولايت څخه ګوښه کړ .

[۶] په   بصره کې د نومياليو صحابه وو رضی الله عنهم   مېشتول

د حضرت عثمان رضی الله عنه له شهادت وروسته چې کله په مدينه منوره کې حالات خراب شول ؛ نو صحابه وو رضی الله عنهم شام ته دتګ اراده وکړه ؛ نوهغه مهال ابن عامر رضی الله عنه مدينې منورې ته ولاړ اومشرانو صحابه وو رضی الله عنهم ته يې داسې بلنه ورکړې وه : (( تاسو د شام پر ځای بصرې ته راشئ ، هلته شناخته او د کار خلک هم شته او دغه راز هلته زه د عوايدو ښې سرچېنې هم لرم او دغه راز د بصرې اقتصاد د شام په پرتله ښه دی )) بيايي مشرانو صحابه وو رضی الله عنهم باندې نغدې روپۍ هم ووېشلې .

دنوموړي دغه بلنه مشرانو صحابه وو رضی الله عنهم ومنله او د شام پر ځای بصرې ته له ده سره ولاړل . او په مشهورو صحابه وو رضی الله عنهم کې حضرت طلحه رضی الله عنه او حضرت زبير رضی الله عنه ياديږي او دوی خپلې کډې بصري ته يوړې .

وروسته چې دبصرې حالات هم خراب شول ؛ نو دغه نامتو صحابه اړ شول چې بېرته شام ته کډې يوسې . اوپخپله حضرت ابن عامر رضی الله عنه هم شام ته کډه يو وړه . او د شام له والی حضرت معاويه رضی الله عنه سره يې ښې اړيکې وې او پرهغه دخپلې هوښيارتيا اوځيرکتيا له امله ډير زيات ګران هم و .

[۳] ځانګړنې او سترې کارنامې

الله پاک نوموړي ته ښکلی ځانګړتياوې ورکړې وې او ښکلی استعداد الله پاک ورباندې لورلي و و او په ځانګړي ډول د ادارې په چلولو کې يې د ښه ځواک او وړتياوو خاوند و . له همدې امله نامتو مسلمان مورخين د نوموړي ستاينه کوي او ليکي چې :   (( نوموړی زړور او زړه سوانده واکمن او ښه لوروونکې زړه درلود اودغه راز زيات نرم او د لويې سينې خاوند و)) . [10]

 


[1] تهذيب التهذيب : ۵/ ۲۳۹.

[2] سير اعلام النبلاء : ۳/ ۲۱ .

[3] سير اعلام النبلاء : ۳/ ۱۸ او د ابن عساکر د دمشق تاريخ   : 9 / 229 .

[4] تهذيب التهذيب : ۵ټوک ۲۳۹مخ .

[5] ددې مضمون په وروستنۍ لمن ليک دصحابه وو رضی الله عنهم په اړه ليکل شوي کتابونوکې دنوموړي پېژندنه وګورئ.

[6]تهذيب التهذيب : ۵ټوک ۲۳۹مخ .

[7]د عبدالله بن عامر رضی الله عنه دغه روايت دحضرت حَنْظَلَةُ بنُ قَيْسٍ له لارې امام حاکم په المستدرک کې : 3 / 639 او امام بغوي ، امام طبرانى،امام أبو نعيم او امام ابن عساكر رحمهم الله روايت کړی دی ، وګورئ : د امام سيوطي رحمه الله کتاب جمع الجوامع حديث شمېره : ( 6048 ) لومړی ټوک ۲۳۹۵۰مخ.

[8] سير اعلام النبلاء : ۳/ ۱۸ او الاعلام : ۱/ ۲۷۹ .

[9] الاصابه دريم ټوک : ۱۹مخ .

[10] د علامه ابن عساکر تاريخ دمشق: 9 / 229 وګورئ .

About admin

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*