Home » تراويح » تراویح مشروعیت اواحکام يې

تراویح مشروعیت اواحکام يې

دتراویحولغوي اوشرعي معناوي

 

تراویح دترویحة جمع ده له راحة څخه اخستل شوي . څرنګه چې په دغه مشروع اومسنون عبادة کې دهروځلورورکعتونوڅخه وروسته داستراحت ناسته کیږي نوځکه ورته تراویح وویل شوي .

 

التراويح : لغة جمع ترويحة، وهي من الراحة، وسميت بهذا الاسم لأن المصلين كانوا يستريحون بالجلسة بين كل ترويحتين [ ای بعد كل أربع ركعات]

اودشرعې په اصطلاح کې تراویح دروژي په مبارکه میاشت کې هغه شل رکعته لمانځه ته ویل کیږي چې دماخوستن له فرضواوسنتووروسته   اداکیږي . دغه تراویحوته په حدیثوکې دقیام اللیل نوم هم ورکړل شوی دی .

 

وشرعا: هي صلاة قيام الليل في رمضان. وهي وإن اختصت بشهر رمضان، فإنها داخلة في عموم قيام الليل، وقد جاءت نصوص تدخلها في عموم قيام الليل، ونصوص أخرى تخصها بقيام رمضان ؛

 

دتروایحولمونځ په رمضان المبارک پوري ځانګړی شوی یعني په نورومیاشتوکې نه اداکیږي ، همداراز دتراویحولمونځ په شپه پوري خاص دی دورځي له مخي نه اداکیږي

 

دتراویحومشروعیت

 

دتراویحودمشروعیت په اړه دعائشې رضی الله تعالی څخه روایت دی چې یوه شپه پیغمبرصلی الله علیه وسلم دشپې په یوه برخه کې مسجدته راووت اوپه لمانځه ودریده [خلګوچې پیغمبرصلی الله علیه وسلم په لمانځه ولیدل ] نوپه هغه پسې له شا په لمانځه ودریدل اوله پیغمبرصلی الله علیه وسلم سره یې په جماعت لمونځ اداکړ ،چې سهارشوخلګونوروته ددغه لمانځه یادونه وکړه ،دوهمه ورځ چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم په هغه وخت دلمانځه لپاره ووت اوپه لمانځه یې پیل وکړ نوبیاخلګو له شا ور پسې اقتداوکړه اودپیغمبرصلی الله علیه وسلم سره یې په جماعت دغه لمونځ اداکړ په دغه شپه تروړاندینۍ شپه ډیرخلګ راغونډشوي ؤ،سهارخلګوددي لمانځه یادونه وکړه نوپه دریمه شپه دومره خلګ راغونډشول چې مسجدکې نه ځایېده ،په ځلورمه شپه پیغمبرصلی الله علیه وسلم مسجدته نه ورغلی تردي چې دسهارلمانځه ته ورووت کله چې دسهارلمونځ ادا کړ نوخلګوته یې مخ راوګرزول اودتشهددکلماتووروسته یې وویل : نن شپه مسجدته ستاسوپه راتلوزه خبروم لکن [زه له دي امله نه راغلم اودغه لمونځ موپه جماعت ادانه کړ]ویریدم چې دغه لمونځ په تاسوباندي فرض نشې اوبیابه یې تاسوله اداکولوڅخه عاجزه شئ .

 

خوسره له دي چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم دتراویحولمونځ په جماعت باندي له اداکولوڅخه له دي امله چې فرض نشې ډډه وکړه ولي بیابه یې هم صحابه وته ددي لمانځه ترغیب ورکاوه .لکه په یوه حدیث شریف کې چې راځې چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل :څوک چې دتراویحولمونځ په ایمانداري اواخلاص سره اداکړي نووړاندیني ګناهونه به یې ټول معاف شې .

نوټولوصحابه وبه دغه دتراویحولمونځ ځانته ځانته کاوه یعني په جماعت به یې نه کاوه تردي چې دحضرت عمررضی الله تعالی عنه دخلافت دوره راورسیده   ،یوه ورځ حضرت عمررضی الله تعالی عنه له کوره مسجدته راغی کتل یې چې ځینوصحابه وبه دتراویحوپه لمانځه کې په نوروپسې اقتداء کړي وه اوځینوبه تنهاځآنته دتراویحولمونځ کول حضرت عمررضی الله تعالی عنه وویل :په خدای جل جلاله قسم زه ګمان کوم چې داټول صحابه په یوه قاري سره راغونډشې اویوجماعت اداءشې نودابه ډیرغوره وي

 

حضرت امیرالمومنین قصدوکړچې بایدټول په یوه قاري پسې اقتداوکړي نوابی بن کعب رضی   الله تعالی عنه ته یې امروکړچې درمضان المبارک په میاشت کې دنوروصحابه ودتراویحودلمانځه امامت وکړي

بله ورځ چې مسجدته راغی نوخلګ ټول په یوه قاري پسې ولاړو نوحضرت عمررضی الله تعالی عنه ته یې ډیرخوندورکړ اووی ویل دادهمدي عبادت ترټولوښه نوښت دی .

فعن عروة بن الزبير رحمه الله أن عائشة أم المؤمنين رضي الله عنها أخبرته، أن رسول الله صلى الله عليه وسلم خرج مرة في جوف الليل فصلى في المسجد فصلى رجال بصلاته، فأصبح الناس يتحدثون بذلك، فاجتمع أكثر منهم، فخرج في الليلة الثانية، فصلى فصلوا بصلاته، وأصبح الناس يتحدثون بذلك، وكثر أهل المسجد في الليلة الثالثة حتى ضاق بهم المسجد، فلما كانت الليلة الرابعة لم يخرج إليهم رسول الله صلى الله عليه وسلم حتى خرج لصلاة الفجر، فلما قضى الصلاة أقبل على الناس بوجهه ثم تشهد وقال:« أما بعد فإنه لم يَخـْفَ عليّ شأنكم الليلة، لكني خشيت أن تفرض عليكم، فتعجزوا عنها»

فكان رسول الله صلى الله عليه وسلم يرغبهم في قيام رمضان من غير أن يوجبه عليهم ويقول: « من قام رمضان إيماناً واحتساباً، غفر له ماتقدم من ذنبه ». وتوفي رسول الله صلى الله عليه وسلم والأمر على هذا

ثم كان الأمر على ذلك في خلافة أبي بكر الصديق، وصدراً من خلافة عمر بن الخطاب رضي الله عنهما. ثم إن عمر رضي الله عنه خرج ليلة من رمضان فطاف في المسجد، وأهل المسجد جماعات ومتفرقون، يصلي الرجل لنفسه، ويصلي الرجل فيصلي بصلاته الرهط، فقال عمر: والله إني لأظن لو جمعنا هؤلاء على قارئ واحد لكان أمثل، ثم عزم على أن يجمعهم على قارئ واحد،فأمر أبيّ بن كعب رضي الله عنه أن يقوم بهم في رمضان، فخرج والناس يصلون بصلاة قارئهم فأعجبه مارأى وقال: نعمت البدعة هذه .وسيجئ عن الدر المختار ۲\ ۵۹۸ في المسائل

 

دتراویحولمونځ شل رکعته دي

 

 

دځلورومذاهبو او جمهوروعلماوپه نزد تراویح شل رکعته لمونځ دی ،او همدا شل رکعته لمونځ په دي امت کې له هري پیړۍ څخه بلي ته په تواترسره نقل شوی دی ،په دي هکله ډیرحدیثونه راغلی دبیلګې په ډول دابن عباس رضی الله تعالی عنه روایت دی چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم به دروژي په مبارکه میاشت کې شل رکعته دتراویحولمونځ کاوه اوبیابه یې دوتر لمونځ کاوه .

 

وجمهور الأمة على أن عدد ركعاتها عشرون عدا الوتر، وعلى هذا استقر العمل في الحرمين الشريفين ومعظم بلاد الإسلام عن ابن عباس t ان رسول الله r كان يصلي في رمضان عشرين ركعة والوتر . اخرجه ابن ابي شيبة في مصنفه والبغوي في معجمه والطبراني في الكبير والبيهقي في سننه . احسن الفتاوى ۳\۵۳۸ وسيجئ زيادة علی هذافي مبحث المسائل

 

دتراویحودلمانځه حکم

 

دتراویحو لمونځ سنة مؤکده عیني دي په هرنارینه اوښځه باندي [ یعني لکه دماسپیښین دفرضوڅخه وړاندي ځلوررکعته سنت لمونځ یادسهار دلمانځه څخه وړاندي دوه رکعته لمونځ اونور. . .]له پیغمبرصلی الله علیه وسلم اوټولواصحابوڅخه ثابت دی ،په یوه حدیث کې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وایې : چې بی شکه الله تعالی درمضان المبارک روژه نیول په تاسو باندي فرض کړي اومایې تاسوته دتراویحودعبادت طریقه معلومه کړي ،یامسنونه ګرزولي .

 

ان صلاة التراويح سنة مؤکدة لقول رسول الله صلى الله عليه وسلم: « إن الله فرض عليكم صيام رمضان، وسننت لكم قيامه ». وأداؤها جماعة سنة کفاية أيضاً، لما ورد أن رسول الله صلى الله عليه وسلم أمَّ المسلمين في أوائل رمضان، وفي العشر الأواخر منه، عدة مرات في الدرالمختار وبذيله ردالمحتار ۲\۵۹۶ التراويح سنة مؤكدة لمواظبة الخلفاء الراشدين للرجال والنساء اجماعا . لاحظ التفصيل في المسائل

 

دتراویحوپه لمانځه کې دجماعت حکم

 

دتراویحولمونځ په مسجدکې په یوځای په جماعت سره اداکول سنة مؤکده کفایه دي یعني که یوه ډله خلګ یې په جماعت سره اداکړي نودنوروخلګوغاړي خلاصیږي   ، البته خودغه خلګ چې تراویح په جماعت سره نشې اداکولی نوبیابه یې تنها ضرور اداکوي اوایله کوي به یې نه ،

 

إن عمر رضي الله عنه خرج ليلة من رمضان فطاف في المسجد، وأهل المسجد جماعات ومتفرقون، يصلي الرجل لنفسه، ويصلي الرجل فيصلي بصلاته الرهط، فقال عمر:والله إني لأظن لو جمعنا هؤلاء على قارئ واحد لكان أمثل، ثم عزم على أن يجمعهم على قارئ واحد،فأمر أبيّ بن كعب رضي الله عنه أن يقوم بهم في رمضان، فخرج والناس يصلون بصلاة قارئهم فأعجبه مارأى وقال: نعمت البدعة هذه .وسيجئ عن الدر المختار ۲\ ۵۹۸ في المسائل

فتوحيد صلاة التروايح بإمام واحد وجماعتها هي من سنن الخليفة الراشد عمر بن الخطاب رضي الله عنه وقد حثنا رسول الله صلى الله عليه وسلم على التمسك بسنة الخلفاء الراشدين والتزامها، فقال: عليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين المهديين من بعدي، عضوا عليها بالنواجذ؛وقال صلى الله عليه وسلم:« اقتدوا باللذين من بعدي أبي بكر وعمر ». فرضي الله عن أبي بكر وعمر ورضي الله عن سائر صحابة نبينا الكرام. ماخوذمن فتاوی الشيخ ابن عثيمين

About admin