بسم الله الرحمن الرحیم

 ----------------------

 

درس القرآن

article thumbnailقال الله تعالی  : وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ (97)سورة آل عمران ژباړه  : او (فرض  دی)  الله لره...

دارالافتاء

article thumbnailالاستفتاء : يوسړی حج ته ځې خودواړه لاسونه ئې نشته، نودی وايې : چې په جمراتو(شیطان ویشتلو) کې به وکيل نيسم اوکه څرنګه ؟ ملااغامحمد ألجواب حامدًاومصلياًوبعد: هو؛په مذکوره صورت کې دشیطانانو دویشتلو لپاره وکيل درول صحيح ده ۰   لمافي البدائع ۲ /۳۲۳ : سواء...

دیني عصري مسايل

article thumbnailپوښتنه  :  موږپه بانک کي روپۍ ږدو،اوله بانک څخه هيڅ چاره نلرو، خوبانک موږته پردغو روپیوسود راکوي، نوکه موږ دغه دسودروپۍ   فقيرته ورکړو   نوداعمل    مودشريعت له نظره . رواده اوکنه؟ جواب : د سود،اوهرحرام مال اخستل نارواعمل ده،که ممکن وي نوپه هغه...

سیرت

article thumbnail           د بيعت په شرطونو او بندونو له موافقې او له ياد شوي تاكيد وروسته د بيعت سلسله په مصافحې (لاس وركولو) سره پيل شوه. جابر د اسعد بن زراره د خبرو له روايت نه وروسته وايي: نو  هغوى وويل: اې اسعده! لاس دې ليرې كړه، قسم په...

دصحابه ؤسیرت

article thumbnailدبدریانو صحابه کرامو رضی الله عنهم مناقب اوفضائل بیخي ډیر دي   دسیرت اوحدیثو امامانو دبدريانو صحابه کرامو رضی الله عنهم نومونه په خپلو تصنیفاتوکې په خاص اهتمام سره ذکرکړي ، علامه دواني رحمه الله  وایې : ماله...

د ماشومانو اسلام

article thumbnailوهب بن منبه می‌گوید: بعد از اینکه حضرت عبدالله بن عباس نابینا شده بود او را به مسجدالحرام بردم. وقتی به آنجا رسید, دید که جمعی نشسته و باهم بحث و جدل می‌کنند، فرمود: مرا به آنجا ببر. من هم او را به آنجا بردم، او...

اسلام او ساينس

article thumbnail  دنوکانوخوړل اوچيچل په ساينس کي: دنوکانوخوړل اوچیچل ودې ته په طب کي (Onychophagia) ورته وایی، داعادت یوغیراخلاقي عادت دی، داعادت شرموونکی عادت دی،ددې کس نوکان غیرمنظم وي، کله زخمي هم وي، په...

ديوه حاجي صاحب لاسون...

30 سپتمبر 2014

الاستفتاء : يوسړی حج ته ځې خودواړه لاسونه ئې نشته، نودی وايې : چې په جمراتو(شیطان ویشتلو) کې به وکيل نيسم اوکه څرنګه ؟ ملااغامحمد
ألجواب حامدًاومصلياًوبعد: هو؛په مذکوره صورت کې دشیطانانو دویشتلو لپاره وکيل درول صحيح ده ۰   لمافي البدائع ۲ /۳۲۳ : سواء رمی بنفسه أوبغيره عندعجزه عن الرمي بنفسه کالمريض ألذي لايستطيع الرمي . وفي الفتح ۲ /۵۰۱ : اذاکان الرجل مريضا اومحبوسا ،اوله عذر جاز أن يستنيب من يرمي عنه . وکذافي البحر ۳ / ۴۰ مطبعة رشيدية کوئته ومثله في الشامي ۲ /۲۲۵ .
والله تعالی اعلم


Read More...

دتشريق دتکبېراتوپه ا...

29 سپتمبر 2014

تکبيرات تشريق هم يوڅانګړی عبادة ده ، دذي الحجي  دمبارکې مياشتي په خاصو ورځوپوري اړه لري ،چې دوې ورځې  يې دلمړۍ عشري وروستۍ  اودرې يې ددوهمي عشري لومړنۍ ورڅې دي  ، تکبيرات تشريق په صحيحو آحاديثو ثابت او له صحابه کرامو څخه په صحيح سند ، نقل شوي دي . کما فی البدائع الصنائع /۱/ ۴۵۸/ اتـفق الشيوخ الصحابة نحو عمر وعلی ، وعبدالله ابن مسعود وعائشه (رضی الله عنهم)علی البداية بصلاة الـفجر من يوم العرفة وبه آخذ علماؤنا ، قلت اما رواية ابن مسعود وعلی ، فذکره محمد بن الحسن فی کتاب الاثار/ ۴۲/ برقم/ ۴۲/ والحاکم فی مستدرک ۲۹۹/ جلد الاول رقم /۳۰۰/ واما رواية عمر فاخرجه الحاکم فی مستدرکه/ ۲۹۹/ جلد الاول فی کتاب العيد، (۲) وفی الـفتا وی الـفريديه /۳/ ۲۰۸/ وتکبيرات التشريق فمروية عن عائشة وابن مسعود وعلی رضی الله عنهم ) دتشريق په تکبېراتوکي دامام اعظم ابو حنيفه رحمه الله ، او دصاحبينو يعنی( ابويوسف اومحمد) رحمهماالله ، په دي اتفاق ده چې تکبېرات تشريق واجب دي . اوپه دي يې هم اتفاق ده چې ابتدأ [پيل] دتکبيراتو دعرفی دورځي دسهار له لمانځه ورسته ده، خو دانتهاء[پای ] په وقت کي يې سره اختلاف دي دامام اعظم ابو حنيفه رحمه الله په نزددعرفی دورځي دسهار له لمانځه بعد متصل شروع کیږي داختر دورځي دمازدیګر په لمانځه ختميــــــــــــــــــږي چې ټول له آتو(۸) لمنځونوڅخه وروسته  ويل کیږي ، او دصاحبینو رحمهما الله په نزد له مذکوره ټاکل شوي وخـــــتــه شروع کيږي اودذی الجحة دمياشتي په ديارلسم (۱۳) تاریخ چې داختر څلورمه ورځ کیږی دمازدیګر په لمانځه پايته رسيږي ، چې ټول له درويشتو (۲۳)لــــــــــــــــمونــــــــــــــــــځونو وروسته ويل کــيږي، د مذهب متأخرین علماء هم دلته په دوه ډلی تقسيم شوي ځينو دامام ابو حنيفه رح، قول ته تر جیح ورکړي چې دعرفی له سهار ځخه شروع داختر دورځی دمازدیګرپه لمانځه ختمیږی اوبعضو نورو دصاحبینو ( رح ) قول ته تر جیح ورکړي ،چې دعرفات په ورځ دسهار په لمانځه شروع اود اختر په څلرمه دمازدیګر په لمانځه ختمیږی !!! ځرنګه چې په دواړو جانيبينوکی قوي دلائل موجود دي لهذا دا ښه ګڼو چې ددواړو اړخونوڅخه څه څه دلائل ذکر کړوترڅو چې مسئله ښه واضحه  شی ، علامه ابن الهمام [چې دمحقيقينو په نزد له مجتهدين في المذهب څخه ده اودعلامه شامي په نزد له اصحاب ترجيح څخه ده ،] اوهمدا راز صاحب دهدايه علامه برهان الدين ، په مذکوره مسئله کي دامام رحمه الله) قول ته تر جیح ورکړي علامه ظفر احمد عثماني رحمه الله ،په ( اعلاء السنن ) اوامداد الاحکام )کی " چې دواړه دنوموړي تصنیفونه دي"  دحوالوپه نقلولوپه تفصيل سره مسئله څېړلی اوباالا خره يې دامام صاحب (رح) قول ته ترجیح ورکړي ، البته په امدادالاحکام کی پدی باندی چې تکبیرات څو ورځی اوپه څو لمنځونو کی وویل سی دصاحبینو په قول فتوی ورکړی ، خو په دويمه مسئله کي چې په چا واجب او په چاباندي نه دی دامام رحمه الله قول ته ترجیح ورکړی !!! اودفقهاؤپه کوموفتاواؤکې چې دصاحبینورح )ؤقول ته ترجیح ور کړشوې ،لکه شامی ، بحرالرائق ،جوهرة النيرة،اوداسی نور... دټولو يې په تفصيل سره جوابونه کړي،  موږ دنوموړي دامداد الاحکام عبارت نقل کوو اود نوروکتابونو دحوالو په ذکرسره اکتفاء کوو،ومن الله التوفیق ، امداد الاحکام /ج ۱ /ص ۶۳۷   /الی/ ۷ ۷۰  تر لاندي مذکوره تقریر مخته نوموړي دمظاهر العلوم( هند) دمفتیانو اوعلماؤ قولونه چې دصاحبینو رح،د قول تر جیح یې کړي ذکرکړي ، دهغوی په جواب کی نوموړی لیکي ، الجواب، سبحانک لاعلم لنا الا ما علمتنا انک انت العلیم الحکیم جواب سوال مرقوم الصدر از تتبع کتب فقهاء حنیفه غلط معلوم می شود علی الاطلاق بهر کس واجب نیست بلکه بر هر مقیم که نماز با جما عت مستحبه ګزارد ه باشدچنانچه درفتاوی عالمګیري مرقوم است ، اما شرطه فا قامت ومصر ومکتوبة وجما عت مستحبة هکذا فی التبيين وايضا درهدايه متنا عقيب الصلوة المفروضات علی مقيمين فی الامصار فی الجماعت المستحبة عند ابی حنيفه ره وليس علی جما عات النساء اذا لم يکن معهن رجل ولا علی جما عت المسافرين اذا لم يکن معهن مقيم ، والشرع ورد عند استجماع هذه الشرائط الا انه يجب علی السناء اذا اقتدين با الرجال وعلی المسافرين عند اقتدائهم باالمقيم بطريق التبعية ، آمده است واین قول نیز در مختصر الوقایه آمده است، من فجر عرفة عقیب کل فرض ادی بجماعت مستحبة علی المقیم با المصر ومقتد برجل ومسافر مقتد بمقیم الی عصر العید ، وقالا عصر آخر ایام التشریق و به یعمل وهکذا در ما لابد منه ، مسطور است ، تکبیرات تشریق بعد هر نماز که بجماعت ګذارده برمقیم بمصر واجب است ازصبح روز عرفه تا عصر روز عید نزد امام اعظم رح ، وتا عصر تاریخ سیزدهم نزد صاحبین وفتوي برآن است ، واګر مسافر اقتدابمقیم کند بر انها نیز تکبیرات واجب شود ، بهر کس وناکس غبی وذکی اظهر من الشمس   ظاهر است که مختار قول ابی حنیفه است ، در مذهب احناف، اکنون باقی ماند جواب علیه الفتوی والعمل بقولهما فی الامصار ، جوابش آنست که مرجع ضمیر علیه فقط قول صاحبین که تا عصر روز سیزدهم هست ، ومر اد از قولهما قول تا سیزدهم است ، دران شکی نیست که مختار ومعمول به در مذهب احناف فی عامة الامصاروکا فة الاعصار همین است و چنانچه در عالمګیری منقوش است وآما وقته فاوله عقيب  صلوة الفجر من يوم العرفة واخره فی قول صاحبين عقيب الصلوة العصر الی اخر ايام التشريق هکذا فی التبيين ، الفتوي فی عامة الامصار وکا فة الاعصار علی قولهما کذا فی الزا هدی ، ودر مختصر الوقایة وقالا الی عصر اخر ایام التشریق وبه یعمل ، وایضا فی ما لابد منه تا روز عصر عید نزد امام اعظم رح ، وتا روز عصر تا ریخ سیزد هم نزد صاحبین وفتوی بر ان است ، هرکه بر عبارت مرقومة الصدر باری نظر سطحی می اندازد هر ګز فتوي ندهد که فتوی برآن است که برهر مرد وزن خواه مسافر باشد خواه مقیم بمصر یا قریه منفرد با شد یا بجماعت ګزاردن تکبیر تشریق واجب است حاشا وکلا هر ګز این خیال صحیح نیست وعبارت هاي که مفتی صاحب نقل فرموده آند هر همه رانقل کردن وتطبیق دادن نهایت مشکل است وچندان ضرورت هم نیست لیکن عبارت که دران مدار فتوی است وبارها فارسی وعربی وارد ونقل کرده اند آن عبارت درمختار است وعلی مقتد مسافر وقروی وامرآة با التبعیة لکن المراة تخا فت ویجب علی مقیم اقتدی بمسافر وقالا بوجوبه فور کل فرض مطلقا الی اخره ، عبارات عالمګیري ومخصتر الوقایة و ما لابد منه آګر بدین عبارت ملا حظ کرده شود معلوم ګردد که علیه الاعتماد والعمل والفتوی الخ را تعلق فقط الی اخر ایام التشریق است ، چونکه   دراکثر جا عبارت فقهاء مختلط بوده است بناء علیه صاحب هدایه بوقت شرح علحده بیان فرموده وصاحب عالمګیری با چنان وضاحت بیان فرموده اند که دران هیچ خفاء نمانده که علیه را تعلق الی اخر ایام التشریق است ، نا که با قول مفتی صاحب ، کما لا یخفی علی المتامل ، نیز سخنی تعجب خیز است که جناب مفتی صاحب عباراتیکه نقل فرموده اند بهر چه که ازان حق ظاهر ګردد نقل نه فرموده اند چنانکه درعبارات بهشتی ګوهر نظر فرما ید همه عبارتش اینست، تکبیر تشریک یعنی هر نماز کی بعد ایک مرتبه الله اکبر الخ کهنا واجب هی بشرط که وه فرض جماعت سی هو پړ ګیا هوا اوروه مقیم مصر هو ، یه تکبیرات عورت اور مسافر پر واجب نهین ، اګر لوګ کسی ایسی شخص کی مقتدی هون جس پر تکبیرات واجب هی ، توان پر بهی واجب هوجائ ګی، درمختار ، لیکن اګر مسافر اور عورت بهی کهه لی تو بهتر هی که صاحبین کی نزدیک ان سب پر واجب   هی ، هرکه عبارت ګوهر را ملاحظ نمایدهر ګز نمی ګوید که فتوی بر قول صاحبین است که بر هر مصلی مکتوبات تکبیر واجب است ، معهذا بنده می ګوید از لفظ بهتر واجب چګونه ثابت ګردد هرګز نه، بل استحباب مستفاد ګردد همین غرض است کجا که فقها نقل قول صاحبین کرده اند ، لایخفی هذا من من طالع کتب الفقهیه وهر ګاه ثابت شد عمل درامصار حسب قول امام ابوحنیفه رح است ، هر چند که جناب مفتی صاحب قول صاحبین که مثبت وجوب است نقل کرده اند اثر فایده نمی بخشد زیر اکه قول صاحبین رح را کسی منکر نیست لیکن عمل بدان مفتی به نیست ، کما علمت بل در مذهب ما از ان استحباب ثابت کرده شود کما لایخفی علی المتدبر، حرره احقر الناس محمد مظهر علی ، الجواب صحیح ، محی الدین احمد مدرس مدرسه باغباړ هند، الجواب هوالصواب ، که برمنفرد ومسافر تکبیر تشریق بمذهب احناف واجب نیست ، کما فی الصغير ی ، تکبير تشريق عقيب الصلوة فريضة بجما عت مستحبة فلا يجب علی المسافر ولا علی المنفرد ، انتهی وفی فتاوی السراجیه  لا تکبير علی المنفرد عند ابی حنيفه ،انتهی والجواب من امدادالاحکام ، اقول وبا الله التوفیق ، ودليله ما فی ردالمحتار تحت قول الدر،وعليه الاعتماد والعمل والفتوی فی عامة الامصار ونصه هذا بناء علی انه اذا اختلف الامام وصاحباه فا العبرة لقوة وهوالاصح ، کما فی اخر الحاوی القدسی او علی ان قولهما فی کل مسئلة مروی عنه ايضا الی ان قال وبه اندفع ما فی الفتح من ترجيح قوله هنا ، ورد فتوی المشائخ بقولهما ، بحر ، ص، ۸۷۹/ج۱/ ، فهذا يدل علی ان ابن الهمام قدر د فتوی المشا ئخ فی هذه المسئلة التی اعتمدو فيها علی قول الصاحبين وافتو علی به فلو نظر المجيب الاول فتح القدير وراجع کلام المحقيق لعلم ان المسئلة التی رجحت المشائخ فيها قول الصاحبين انما هی مسئلة انتهاء وقت التکبير لا غير وفيها بسط الکلام ورد علی المشائخ الاعلام کما ذکر فی ص/ ۴۹/ ۲/ ، واما مسئلة من يجب عليه التکبير فلم يرجح المشائخ فيها قولهما علی قوله ولم يرد المحقق فيها علی احد من المشائخ فظهر من مجموع الکلام الشامی وکلام المحقق ان الذی عليه الاعتماد والعمل والفتوی هو الذی رد المحقق علی المشائخ ورجح فيه قول الامام وليس ذلک الامسئلة انتهاء وقت التکبير ، هذا وقد علم عادة صاحب الهداية انه يؤخر دليل الذی هوالمختار عنده وفی نتائج الافکار من عادة المصنف المستمرة ان يؤ خر القوی عند الذکر الادلة علی الا قوال المختلفة ليقع المؤخر بمنزلة الجواب عن المقدم وان کان قدم القوی فی الاکثر عند نقل الاقوال آه من مقدمة الهداية ،ص۳/ج۲/ وفی مسئلة من يجب عليه التکبير قدم صاحب الهداية قول الامام عند نقل الاقوال واخر دليله عن دليلهماوهذا يدل علی ان قول الامام هوالراجح فيها عنده ، وفی الخلاصة فی تکبير ايام التشريق ما نصه کبار الصحابة رض)يقولون بانه يبدأ باالتکبير من صلوة الغدأة يوم عرفة وبه آخذ علمائنا رح) واختلفو ا فی القطع قال ابن مسعود رض) يکبر الی صلوة العصر من اول يوم النحر وهو ثمانی تکبيرات وبه اخذ ابوحنيفه رح) وقال علی رض) الی صلوة من اخر ايام التشريق وهو ثلث وعشرون تکبيرة وبه ابوسف رح ومحمد رح ) وعليه الفتوی وعليه عمل الناس اليوم ، ثم هذا التکبير علی اهل الامصار فی الصلوة المکتوبات المؤديات بجماعة مستحبة ، حتی لايجب علی النسوان وان صلين بجماعة ، وعندهما کل من صلی المکتوبة فی هذه الايام فعلیه التکبير مقيما کان اومسافرا رجلاکان او امرأة فی المصر او غير المصر فی الجماعات او وحده ، ومن دخل فی الجماعة من المسافرين والنساء فعليهم التکبير تبعا للرجال ، کما فی الجمعة ، والمسافرين اذا صلو جماعة فی المصر فيه روايتان والاصح انه ليس عليهم التکبير آه ، ص، ۲۱۵/ج ۱/وهذا صريح فی ان الفتوی علی قولهما انما هو فی وقت قطع التکبير ، واما فی حکم من يجب عليه فا الراجح قول الامام لان صاحب الخلاصة انما ذکر الفتوی فی الاول دون الثانی بل صرح فی حکم المسافر ين اذا صلو جماعة فی المصر با ن الاصح انه ليس عليهم التکبير مع انهما قا ئلان بوجوب التکبير علی المسافر المنفرد ايضا ، ولوکان فی قرية فعلی المسافرين اذا صلو ا جماعة فی المصر اولی ولکن صاحب الخلاصة صرح بتصحيح ما يخالف قولهما ، ثم راجعت البد ائع فرأئنه قد رجح قول الامام علی قولهما فی الفصلين ، وآجاب عن کل ما استدل به / ج   ۱ /ص ۱۹۸ / وکذا رجح ابن امير الحاج فی شرحه المنية قول الامام علی قولهما فی الفصلين ايضا /ص۵۳۱/ نعم ذکر فی البحر عن سراج الوهاج والجوهرة ، والفتوی علی قولهما فی هذا ايضا ، ای فی وجوب التکبير علی کل من صلی المکتوبة فی هذه الايام ، فاالحاصل ان الفتوی علی قولهما فی اخر وقته وفيمن يجب عليه ، ص /۱۶۶/ ۲/ ولکن هذا معارض لترجيح صاحب الهداية وتصحيح صاحب الخلاصة ، وتحقيق صا حب البدائع وتصويب ابن امير حاج ، وبعارض الحديث الذی استدل به الحنفية علی اختصاص الجمعة والعيدين ، باالمصر وهو ما رواه ابن ابی شيبة فی مصنفه ، حدثنا عباد بن عوام عن حجاج عن ابی اسحاق عن الحارث عن علی رض) قال لاجمعة ولاتشريق ولا صلوة فطر والاضحی الا فی مصر جامع او مدينة عظيمة کذا فی نصب الرآية / ص ۳۱۳/ ج ۱ وسنده حسن کما ذکرته فی اعلاءالسنن وبه احتج ابو حنيفة رح ، علی اختصاص وجوب التکبير با هل المصر دون القری کما صرح به فی البحر والبدائع ، والتشريق رفع الصوت با التکبير قاله النضر بن شميل وهو من آئمة اللغة قاله صاحب البدائع فقول ابو حنيفة رح ، قوی رواية ودراية واکثر المصنفين علی تر جيح قو له علی قولهما فی من يجب عليه التکبير فلا عبرة بنقل السراج الوهاج والجوهرة ، والله اعلم باالصواب ، حرره ظفر احمد عفا الله عنه ، ومثله فی اعلاء السنن / /ج ۸/ من ص/ ۱/ الی ص /۴/   او مولانا عبد الستار صاحب هم په پوره تفصیل سره دتشریق د تکبیرو مسئله په خپل کتاب ( الملتقط من الکتب معتبرة )، له ص(۱۹۴) الی (۲۰۰) څیړلی ، او باالاخر قول دامام علیه الرحمة ، ته یې دحوالو په استنا د تر جیح ورکړي ، وان شئت فارجع الیه ، ، البته دمذهب نور فقهاء رحمهم الله عليهم فرمایې،چې فتوي په قول دصاحبينو رحمهما الله ده ! کما في الدر مختار علي صدر، ردالمحتار الجديد المجلد( ۱۲) ص ۷۴ الی۷۵/ج/۳ / ط حنيفيه کوئته/ اوله من فجر يوم عرفة واخره الی عصر العيد بادخال الغاية فهي ثمان صلوات ووجوبه علي امام مقيم ، بمصر وعلي مقتدمسافر اوقروي، اوامرأته ،الی قوله ،وقالا بوجوبه فور کل فرض ولومنفردا اومسافر اوامرأة لانه تبع للمکتوبة الی عصر الي يوم الخامس ( اخر ايام تشريق )وعليه الاعتماد، والعمل والفتوي في عامة الامصار وکافة الاعصار ، (۲) وقال ابن عابدين المشهور باالشامي رحمه الله ، في شرح قوله، وعليه الاعتماد ،هذا بناء علي انه اذااختلف الامام ،وصاحباه، فا العبرة لقوة الدليل ، وهوالاصح کما في اخر الحاوي القدس او ان قولهما في کل مسئلة مروي عنه ايضا، والافکيف يفتي بقول غير صاحب المذهب وبه اندفع ما في الفتح من ترجيح قوله هنا ، ورد فتوي المشائخ بقولهما ، بحـر (۳)وفی خلاصة الفتاوی ۱/۲۱۵ واختلفو فی القطع قال ابن مسعود رضی الله عنه يکبر الی صلوة العصر من اول يوم النحر وهو ثمانی تکبيرات وبه آخذ ابی حنيفه رح)وقال علی رضی الله عنه ) الی صلوة العصر من اخر ايام التشريق وهو ثلاث وعشرون تکبرة وبه آخذ ابويوسف رح)ومحمد رح) وعليه الفتوی وعليه العمل الناس اليوم !! الفصل الرابع والعشرون فی صلاة العدين ۳) وفی الفتاوی الفریدیتہ/۲۱۰ /۳ /کیا فرماتی ہے علماء دین اس مسئلہ کی باری   میں کہ تکبیرات أیام تشریق میں مفتی بہ قول صاحبین   کا  ہے  یا    امام   ابوحنیفہ رح)   کا  ہے ، الجواب ، مفتی بہ قول   صاحبین    کا  ہے ، قال العلامة جلاالدين الخوارزمی بعد تفصيل المسئلة وذکر العلامة نجم الدين الذاهدی فی شرحه للقدوری والفتوی والعمل فی عامة الامصار وکا فة الاعصارعلی قولهما، (۴) ومثـــله فی الکفاية فی ذيل الفتح القدير/۲/۴۹/فصل فی تکبيرات التشريق ، (۵)ومـــثله فی الـــتاترخانـــية /۱۰۲۱ /۲ / (۶)ومثله في الهندية ۱۵۲ /۱ / (۷)والفقه الاسلامي ۳۸۳ /۲ /،(۸) وبحرالرائق ۱۶۵ /۲ / البـــــيروت، (۹)والجوهــــرة النــــــــيرة/۱۱۴ /۱ / (۱۰)والبــــنائيــــه شرح الهـــداية /۲/۱۴۹// (۱۱) وزيـــــــلعي/۱//۲۲۷//     والله اعلم باالصواب دامام اعظم رحمه الله او صاحبينورحمهماالله پدي کي هم اختلاف ده چې تکبیرات په کوم چا واجب ، اوپه کوم چا واجب ندي ، دامام صاحب رحمه الله په نزدیې تفصیل په لاندي ډول ده (۱)مقــــــــــــــــــــيم به وي په مســــــــــــــــــــــــــــــــافرواجب نده ، (۲)مصري ،يعني په ښارکي به وي ،په بانډواوکليوالی سمواوســـــــــــــــــــــــــــــــــــيدونکو واجب ندي ، (۳)په جماعت لمانځه کونکي به وي په منفرد،اوعریان،یعني دلوڅو خلګو په جماعت واجب ندي ،البته که مسافرپه مقيم امام پسي او يازنانه په نارينه پسي اقتداء وکړي دمتابعت له آمله ورباندي واجبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــيږي دامام يوسف ، اوامام محمدرحمهماالله ، په نزدپه هرهغه شخص واجب دي په کوم چاچې لمونځ فرض وي مثلا په ښاري ، قروي ،مقيم ، اومسافر ، په نارينه، اوزنانه ،په هرفرض لمونځ کونکي ،کي په جماعت سره کوي اوکه يي انفراداکوي ، که مستحب اومسنو ن جماعت وي اوکه مکروه،په ټولویو شان ته واجب دي ، په دي مسئله کي هم اکثرو  متأخرينوفقهاؤ دصاحبينورحمهماالله په قول فتوي ورکړي ده کما في الدرمختار ۷۵ /۳ /الجديد ، م حنفيه، من قوله، اوله من فجر عرفة الخ ، الی قوله ، وقالابوجوبه فور کل فرض مطلقا ، ولومنفردا ،اومسافرا أو أمرأة لانه تبع للمکتوبة ،الی عصراليوم الخامس ، اخرايام التشريق ، وعليه الاعتماد، والعمل والفتوي في عامة الامصاروکافة الاعصار، (۲)وقال الشامي تحت قوله وعليه الاعتماد ،هذا بناءعلي انه اذا اختلف الامام وصاحبهاه فاالعبرة لقوة الدليل الی اخره ، مما سبق ، (۳)وفي الفقه الاسلامي وادلته،۳۸۳ /۲ /التکبيرات واجب عقيب الصلوة المفروضة علي کل من صلي المکتوبة ولومنفرد ا اومسافر اومقتديا لانه تبع لها علي المفتي به من قول الصاحبين ، (۴)ومثــله فی الجوهــرة النـــــيرة /۱۱۴ /۱ / (۵) وفی الفتاوي الحقانية /۴۱۳ /۳ / سوال،تکبيرات تشريق ميں جوأئمہ احناف کا اختلاف  ہے اس ميں مفتي بہ رأي  امام صاحب رح،کي يا صاحين رح، ازراه کرم جواب مع حوالہ عنايت فرمائيں ، الجواب مع الاختصار، متأخرين  علماء کرام نے صاحين کے رأي کومفتي بہ قرارديا ہے بحوالہ درمختار ۱۸۰/۲ باب الصلوة العيدين ، قال العلامة الحصکفي رح،وقالا بوجوبه الخ، (۶) و في البحرالرائق۱۶۶ /۲ /والحاصل ان الفتوي علي قولهما في اخروقته وفيمن يجب عليه باب الصلوة العيدين ، (۷)وفی الفتاوی الفریدیة /۲۰۹ /۳ /الجواب ،مفتی بہ قول کی بناء پر تکبیرات تشریق منفردأاورعورتوں پربھی واجب ہے البتہ عورتون   جہر نہ کریں (۸) ومثله فی مجمع الانهرط/ دارالاشاعةکوئته )۱۷۶ /۱ /ايضاباب الصلوةالعيدين( قوله علی من يصلی الفرض )) علی ای وجه کان سواء ادی بجماعت اولا وسواءکان المصلی رجلا اوامرآة اومسافراومقيما او اهل قرية لانه تبع للمکتوبة )وعليه ای علی ما قال صاحباه (العمل )ای عمل النا س احتياطا فی العبادات وعليه الفتوی کما فی المجتبی وغيره!،ومثله فی جواهر الفقه، لمفتی محمدشفيع رح،۱/۵۰۵/ط دارالعلوم کراتش (۹)ومــــــثله فی أمدادالاحکام /۷۸۰/۱ /ط دارالعلوم ک (۱۰)ومثــــله بهشتي زيور لاشرف علی رح)/۲//۱۴۰//یولسمه حصه ،، (۱۱)وفتح القدیر/۲//۴۹/ والله سبحانه تعالی اعلم   وعلمه اتم !! لکه ځنګه چې په همدی وروستنېو حوالوکې دصاحبینورح)دقول ترجیح صریحا شوې ، دهندوستان اوپاکستان د اکثر ه شیوخو،اوعلماؤ د حاضرعصر عمل هم په قول دصاحبینو جاري ده ،اوهغه فرمایې چې قول دصاحبینو رح کې احتیاط ده اودعباداتو بنا ء هم پر احتیاط ده البته لکه ځنګه چې په لومړیو حوالوکی د علامه أبن همام رح) قول ذکر شو چې دامام صاحب قول ته یې ترجیح ورکړی أوعلامه ظفراحمد عثمانی رحمه) وایې چې دعلامه مرغینانی رح ) له ترتیب هم ترجیح دامام ابو حنیفه رحمه الله دقول معلومیږی ځکه هغه دخپل سلوک مطابق دامام صاحب قول أخیر کی ذکر کړی ، خو دعلامه أبن الهمام په جواب کی دعلامه شامی رح ،قول ذکر شو هغه داچې ، کله دأمام رحمه الله ، أو صاحبینو رحمهماالله په یو مسئله کی أختلاف راشی بیا قوة ددلیل ته کتل کیږی دلته دلیل دصاحبینو رح) دمتأخرین علماء په نزدقوی بلل شوی ! اوعلماء داهم فرمایې چې علامه ابن الهمام ولوکه له اصحاب تر جیح څخه ده خودنوموړي ترجیح هلته صحیح کیږي چې بل چا د یو قول په ترجیح تصریح نوي کړي دلته خوصاحب دبحر ابن نجیم المصری، رحمه الله دصاحبینودقول په ترجیح تصریح کړي (۱) لما فی الشامی/ ۷۴ الی ۷۵/۳/ فی شرح قوله وعليه الاعتماد ، هذا بنا ء علی انه اذا اختلف الامام وصا حباه فاالعبرة لـقوة الدلـيل وهوالاصح کما فی اخر الحاوی القدس آوان قولهما مروی فی کل مسئلة عنه ايضا والافکيف يفتوی بقول غير صاحب المذ هب وبه اندفع ما فی الفتح من ترجيح قوله، هنا ورد فتوی المشائخ بقولهما ، بحر ، اودعلامه مرغنیانی یعنی صاحب هدایه رحمه الله په جواب کی هم علما ء فرما يې چې تاخیر په ذکر کی هلته دلیل دترجیح کیداشی چې نورو فقهاء دهغه خلاف تصریح نه وی کړی دلته خو صاحب دبحرالرائق صراحتا قول دصاحبینو ته ترجیح ورکړی ،، علامه شامی په مقدمه دشامی /۱/۱۷۱//  کی فرمايې ، حاصل یې دادی ، که مسئله په متونو کی ذکر شی أودهغی په صحیح والی تصریح ؤ نه شی بلکی دصحت تصریح دمتن په خلاف باندی ؤ شی علامه قاسم رح ) فرمايې چې ترجیح هم هغه دمتن مقابل قول ته ورکول کیږی ،، ځکه چې کوم قول په متنونوکی ذکر شوی د هغه تصحیح التزامی ده ، اوکوم چې په جانب مقابل کی ذکر شوی د هغه تصحیح صریحی ده تصحیح صریحی مقدم ده په تصحیح التزامی باندی ، او بل علماء کرام فرما یی پدي استدلال نیول چې صاحب د هدا یه چې کوم قول اخرا ذکر کړی دهغه ترجیح ته اشاره وی دا مطلقا صحیح نده، ځکه چې ډیر ځله داسی هم وی چې فتوی په هغه قول وی چې صاحب دهدایه اولا ذکر کړي وي ! فارجع بعين الانصاف الی الهدايه تجد فی کثير من المواضـع اصلا ديو قول تر جیح يا په يو قول فتوی  داصحاب الترجیح وظيفه ده ، نه داچې ظاهر الروایة ده او یا متن ده یا مؤخر ذکر شوی ده ،یا ورباندی اقتصارپه متونو سوی ده ، کما قال علامه عبد الحکيم الشهيد رح، علی ها مش ا لهدا يه جلد ثالث ص ۳۳/ والترجيح والفتوی انما يطلب من اهل الترجيح والفتوی لامن المتون ولا من تا خير قول ولا من تقديمه ولا من اقتـــصار بعض المؤلـــــفين ،   والله أعلم باالصواب اوبعضی علماؤ په مذکوره مسئله کی يوه درميانه رايه خپله کړی، هغه دا چې : په وجوب کې  فتوی په قول دامام رحمه الله ده او دعمل په صورت کی فتوی په قول دصاحبینو رحمهماالله ده ! يعني په کليوکې اوپه مسافر اودعدم جماعت په صورت کې دتشريق تکبيرونه واجب نه دي  مګرمسافر  اوکليوال خلګ ،نارينه اوښځې دي له  درويشتو لمونځونو څخه وروسته  دغه دتشريق تکبيرونه وايې اوايله کوي دي نه ، والله اعلم بالصواب    


Read More...

دذي الحجيٍ دمیاشتي د...

24 سپتمبر 2014

د ذي الحجّة داتو ورڅو دروژو حکم :   مسئله : دذي الحجي داتووروځو روژي نیول هم مستحب دي یعني دذي الحجي داولي څخه بیا دذي الحجي تراتم پوري ، کمافي الموسوعة الفقهية -ج\۲۸ص\۷۷   اتّفق الفقهاء على استحباب صوم الأيّام الثّمانية الّتي من أوّل ذي الحجّة قبل يوم عرفة ، لحديث ابن عبّاس : رضي الله تعالى عنهما مرفوعاً : » ما من أيّام العمل الصّالح فيها أحبّ إلى اللّه من هذه الأيّام - يعني أيّام العشر - قالوا : يا رسول اللّه ولا الجهاد في سبيل اللّه ؟ قال : ولا الجهاد في سبيل اللّه ، إلاّ رجل خرج بنفسه وماله ، فلم يرجع من ذلك بشيء « .


Read More...

د ذوالحجې دمیاشتي دل...

24 سپتمبر 2014

که له یوه پلوه متعال خدای جل جلاله، دي امت ته دنورو امتونو په پرتله مختصره اوکوتاه زندګي ورکړي خو له بل پلوه يې ورسره بی ساري او عظیم احسانونه کړي چې په نورو امتونوکي هغه ډیر کم ترسترګو کیږی ددی سترو او لويو احسانونو له جملی نه یو داده چې الله تبارک وتعالی ددي امت لپاره داسي خاص اوځانګړي مواقع اووختونه ټاکلي ( پیداکړي)چې په هغو کي په ډير کم بدني اومالي عباداتو بنده ته بې شمیره اجرونه أو ثوابونه ور کوي، او دزیاتو ګناهونو دعفوي سبب یې ګرزوي،اوهمدالله جل جلاله) دقرب اولازياتونعمتونودوصول سبب ګرزي،اوپه دی سربیره ددنيا اواخرت نوري ګڼې منافع اوګټي په کښی نغښتي دي ، له همدي جملي نه يو هم دذي الحجةلمړۍ عشره ده،چې الله رب العزت خپلو بنده ګانوته په خپل مقدس کتاب قرأن کريم کې اوهم دهغه د محبوب پيغمبرحضرت محمد صلي الله عليه و اله وسلم ،په خوله مبارک ښودلي،اودي ته يې هڅولي چې دغه مبارکي شپي دالله تعالی عبادت په پوره خلوص اوتوجه سره وکوي فقهاؤدمذهب هم ددغو شپو عبادت مستحب بللی،کما ذکرفی کتب الفقه ،فتاوی محمودیه/۲.۳۳۵. (۱)وفي الحديث ،عن ابن عباس رضی الله عنه )قال رسول الله صلی الله عليه وسلم ، ما من ايام العمل الصالح فيهن احب الی الله من هذه الايام العشرة ، رواه البخاری ، ترجمه ،رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل ،څومره چې نیک اعمال الله تعالی ته په دي لسو ورځو کې محبوب دي په نورو ورځو کې ورته دومره محبوب نه دي ، (۲) علماءحضرات، ددي حدیث په تشریح کې لیکي ، لکه ځنګه چې دهفتې په اوو(۷) ورځو کې جمعه ، دکال په دولسو(۱۲) میاشتوکې روژه د روژي په درو (۳)عشرو کې اخېره عشره یو خاص فضیلت لري، همدا شان الله تعالی دذي الحجة لومړۍ لس(۱۰) ورځي هم دفضل او رحمت خاص اوځانګړي ورځي ټا کلي دي حج يی هم په همدي ورځو کي مقرر کړي دي، بهرحال دادالله تعالی درحمت یوه ځانګړي عشره ده ،په دي ورځو کې الله جل جلاله ته دبنده هرنیک عمل زیات محبوب اود الله په نزد ستر اوعظیم ارزښت لري ،،رسائل مولانا رفعت ج۳-ص۱۱- بحواله معارف الحدیث ج۳- ص۴۱۷— (۳)و روي عن معاذ بن جبل( رضی الله عنه)قال ، قال رسول الله (ص )قال من أحيأاللياليي الخمس وجبت له الجنة ليلة التروية وليلة العرفة وليلة النحر وليلة الفطروليلة النصف من الشعبان ،رواه الاصفهاني الترغيب والترهيب/۲۸۰ /۱/ ترجمه ، له معاذ بن جبل رضی الله عنه څخه روایت ده فرمائي چې رسول الله صلی الله وسلم وفرمايل : کوم څوک چې دغه پنځه (۵) شپی په عبادت سره ژوندۍ[روڼي] کړي،دهغه لپاره به جنت واجب شي،له هغو پنځو شپو څخه یوه هم دترویي (یعني د أتم شپه ده ،دویمه دعرفات شپه ده ،اودریمهدلوئي أختر شپه ده ،او څلورمه دکوچنی أختر شپه ده اوپنځمه پنځلسم (۱۵ ) دشعبان یعنی دبرات شپه ده (۴)وايضا فی الترغيب والترهيب ج/۱/ص ۲۸۰، عن ابی امامة رضی الله عنه )عن النبی صلی الله علیه وسلم ، من قام ليلتی العيدين محتسبا لم يمت قلبه يوم تموت القلوب ، رواه ابن ماجه ، ابو امامة رضی الله تعالی عنه روایت کويفرمايې : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چې داخترونو دواړي شپي داجر اوثواب په امید اوهیله په عبادت ژوندی کړي دهغه زړه به په هغه ورځ ونه مرې په کومه ورځ چې دخلګو زړونه (له سختي ویري اوهیبت دقیامت ) مرې، (۵)علماء فرماي دقیامت ورځ هغه له هیبته او ویری ډکه ورځ ده چې خلګ به دزیاتې ویری له امله مرګ ته تر ژوند ترجیح ورکوی خو کوم څوک چې ددي ورځو په مبارکو شپو کي خپل زړه دالله تعالی په ذکر او عبادت ژوندی وساتي دقیامت په ورځ به ورته له مذکوره خوف اوویری آمن اوسکون ور په برخه شې . اللهم ثبت اقدامنا، علی الصراط یوم تز ل الا قدام   ،وابیض وجوهنا یوم تبیض الوجوه ،،امین، هغه نصوص أودلائل)چې په فضيلت دلمړي عشري دذي الحجي کی وارد شوي په دوه (۲) قسم دي،  لومړی، هغه نصوص او(دلائل )ديچې په فضيلت دټولي عشري د ذي الحجې کي وارد شوي ، دويم هغه نصوص أو(دلائل)دیچې په فضيلت د بعضو مخصوص ورځودعشري کی وارد شوي ،                                                    فضایل یې له قرأن له هغه نصوص او دلائلوچې دټوليعشريپه فضيلت وارد شويیو هم دا قول دالله تبارک وتعالی ده ، (۱)والــفجر ولــيال عشـــرالاية (۱)سورة الفجر، پاره (۳۰) علامه ابن جرير الطبري رحمه الله)پخپل تفسير الطبري) ج/۳۰ ص/۱۶۸ /کې ليکي داهل التاويل په دغوليال عشروکې اختلاف ده دبعضو په نزدله دغوليال عشرو څخه دغه لس (۱۰) ورځېيعني عشر ه اول دذي الحجې مراد دي، فرمايې : قال ثنا ابن بشارثنا ابن ابي عديوعبد الوهاب ومحمدبن جعفرعن عوف عن زرارة عن ابن عباس رضي الله عنه ، قال هي لــيال عشــر الاول من ذي الحجة ، (۲)اوهمدا ډول له عبد الله بن زبير، رضي الله عنه ،څخه رواية کوي، قال حدثنييونس اخبرنا ابن وهب اخبرني عمر بن قيس عن محمد بن المرتـفع عن عبدالله بن زبيـــــر ، ولــيال عشــــر اول ذي الحجة الیيوم النحر ، (۳)همدارنګه حضرت مولانا قاضي ثناءالله پاني پتي رحمه الله، په تفسير مظهري/۷ /۴۰۰ / ط رشیدیه ،کي ليکي له ليال عشرو څخه لومړی عشره دذي الحجة مراد دي ، قال روي عن ابن عباس رضي الله عنه ، انها العشر الاول من ذي الحجة ، وهوقول قتادة ومجاهد والضحاک والسدي والکلبي عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم ، ما من ايام احب الی الله ان يتــعبد فيها من عشر ذي الحجة يعدل صيام کل يوم منهابصيام سنة وقيام کل ليلة منهابقيام ليلة القدر ، رواه تر مذي في باب صوم باب /۵۱ / وابن ماجه في الصيام ،باب /۹ / ۱۲ ترجمه ، له ابي هريرة رضي الله عنه څخه رواية ده فرمايې چې رسول الله صلي الله عليه وسلم و فرمايل: نده يوه ورځ له ورځوچې په هغه کي عبادت کول ؤ الله تعالی ته ډير خوښ اومحبوب وي تر ايام دذي الحجي ، دهريورځي دروژي ثواب يې دکال د روژو له ثواب سره برابرده اودهري شپي عبادت کول يې د ليلة القدر دشپي له عبادت سره برابراو مساوي ده،رواه ترمذي وابن ماجه ،! (۴)اوعلامه ابن کثير رحمه الله هم پهابن کثیر/۶ /۴۴۹ / کي ليکي له  ( ليال عشر) وڅخه عشر ه دذي الحجي مراد دي ، قال وليالی العشر المراد بهاعشر ذي الحجة کا قاله ابن عباس وابن زبير ، ومجاهد ، وغيرواحد من السلف والخلف وقد ثبت في صحيح البخاريعن ابن عباس مرفوعا، ما من ايام العمل الصالح احب الی الله فيهن العمل من هذه الايام يعني عشر ذي الحجة قالو ولا الجهاد في سبيل الله قال ولاالجهاد في سبيل الله الارجلا خرج بنفسه وماله ثم لم يرجع من ذلک بشئ، اخرجه البخاري والتر مذي وابن ماجه واحمد ، ترجمه :-،له ابن عباس رضي الله عنه ، اوابن زبير ، اومجاهد،اوله نورو متقدمينو اومتأخرينو علماء څخه رواية کړ شوي ده اوپه بخاريشريف کي له ابن عباس رض)په مرفوع حديث رواية شوي ده ، چې رسول الله صلي الله عليه وسلم و فرمائل، نشته يوه ورځ له ورځو چې په هغه کي نيک عمل ؤ الله تعالی ته زيات محبوب وي، تر دغه ورځو دذي الحجييعني تر عشرو دذي الحجي، صحابه ؤ عرض وکوليا رسول الله تر جهاد فی سبیل الله هم افضل ده رسول الله صلی الله علیه وسلم ، وفرمايل تر جهاد في سبيل الله هم افضل ده ما سوي له هغه سړيچې دالله په لاره کي ووزي پخپل نفس اومال سره او هيڅ هم بيرته واپس اوستون نکړي ، رواه البخاري ، /۹۶۹ /وابو داود۲۴۳۸ /والترمذي ۷۵۷/ (۵)اوحضرت مولانامفتي محمدشفيع، رحمه الله ،په معارف القرأن کي ۱۴۹ /۳۰ / پښتو)کي په همدي اړه داسي لیکي  ! دويم شيئ په کوم چې قسم دي دغه ليال عشره  يعني لس شپي دي دحضرت ابن عباس رضی الله عنه اوقتادة ،مجاهد ،سدي ،کلبي ،ضحاک، دتفسيردامامانوپه نزد دذي الحجي اولني لس شپي مراددي، اوابوالزبيردحضرت جابر- رضی الله عنه - نه روايةکړي ده چې په خپله نبي کريم صلي الله عليه وسلم د(والفـــــجر ولـــيال عشــــر)، په تفسير کي فرما ئلي ديچې ددي نه مرادشپي دذي الحجي دي، حضرت ابن عباس رض)فرمايي : چې دالسشپي هغه دي کومي چې دحضرت موسي عليه السلام په قصه کيذکرشوي(واتمـمــناهابعشــر)ځکه چې دا لس شپي دکال په ورځوکي افضلي دي ، امام قرطبي فرمايي :چې دحضرت جابر - رضی الله عنه - په ذکرشوي رو أيت سره دورځو غوره والی دعشره دذي الحجي معلوم شو ددي نه معلوميږي  چې دحضرت موسي عليه السلام دپاره هم دالس شپي دذي الحجة مقررکړ شوي وي ، !!! (۶)مفسرين علماء وايي په کوم شیئ چې الله عز وجل قسم کوي اصل دهغه شي تعظيم ته اشاره وي دلته هم الله عز وجل په ليال عشرو دذي الحجة او هم په ورځ دعرفه او په ورځ دنحريعني داخترپه ورځ قسم کړی پدي کي ددغو درو سرو تعظيم اوعظمت ته اشاره ده لکه علامه ابن کثير رحمه الله په ۴۵۰ /۶ / کي ليکي ، قال الامام احمد حدثنا عياش بن عقبه حدثني خير بن نعيم عن ا بي زبير عن جابر رضي الله تعالی عنهم عن النبي صلي الله عليه وسلم ، قال ان العشر عشر الاضحي والوتر يوم عرفة والشفع يوم النحر ، ترجمه ،له جابر رض)رواية فرمایې رسول الله صلي الله عليه وسلم ، وفرمائل ، عشره،، عشره داختر دي اووتر يوم عرفه ده ، اووالشفع يوم النحر ده،                                                    فضایل یې له حدیثو ځخه (۷)امام منذري رحمه الله په الترغيب والترهيب .۱ /۲۹۹ / باب فضیلةيوم عرفة،کي پدي ارتباط حديث نقل کړيفرمایې وعن الاوزاعي رضي الله عنه ، قال بلغني ان العمل فياليوم من ايام العشر کقدرغزوة في سبيل الله يصام نهارهاويحرس ليلها الا ان يختص امرؤبشهادة قال الاوزاعي حدثني بهذالحديث رجل من بني مخزوم عن النبي صلي الله عليه وسلم، رواه البيئهقي ، ترجمه، له امام اوزاعي رحمه الله څخه رواية فرمايي ما ته داخبره رسيدليچې نيک عمل په عشرو دذي الحجة کيددي د ثواب اندازه دونه ده لکه سړی چې دالله په لاره کي غزاء وکړي،دورځي له مخه روژه نيسي او دشپي له پلوه پيره داري کوي ، ما سوي له هغه سړيچې په شهادت خاص کړشي اوشهيدشي! (۸) وايضا في التر غيب والترهيب ۱/۲۹۹ /عن سعيد ابن جبير ، عن ابن عباس رضي الله عنهماقال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم ، ما من ايام افضل عندالله ولاالعمل فيهن احب الی الله عز وجل ،من هذه الايام يعني العشر فا کثر وا فيهن من التهليل والتکبير وذکراللهوان صيام يوم منها يعدل بصيام سنة والعمل فيهن يضاعف بسبعمأةضعف، ترجمه، سعيدا بن جبير له ابن عباس رض، هغه له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه رواية کوي فرمايي ، نده يوه ورځ له ورځوبهتره اونده يوعمل له اعمالوخوښ اومحبوب په نزد دالله تعالی باندي تر دغه عشرهؤ دذيالحجيتاسو تسبيح اوتکبيرواياست اوذکردالله تعالی په دغه  ورځوکي زيات کوي ، اوديوي ورځي روژه ددغو ورځو، په ثواب کي ديوکال له روژو نيولو سره دبل وخت برابرده اوپه همدی ورځوکې دیو نيک عمل کولوپه بدله کې دنورو ورځوپه پرتله په اوه(۷۰۰)سوه درجي زیادة ثواب خداوند متعال) ورکوي، ،دعشرو دذي الحجي دفضېلت په ارتباط ډير زيات احاديث مبارکه موجود دي خو دلة په مذکوره احاديثو مبارکو اکتفاء کؤوځکه که ټول ذکر کؤو زيات طوالت ته رسيږي ، اوهغه نصوص أو دلائل چې دبعضوځانګړو او مخصوص ورځودعشري دذي الحجة په فضيلت کی وارد شوي دي داقول درسول الله صلی الله علیه وسلم ده ،قال صـيام يـوم عرفـة آه) خو أولاباید داووایم چېلدغو مخصوص ورځو څخه يوه هم دعرفات ورځ ده چې دذي الحجي د(۹)ورځ ده/ دعرفی دورځي په فضېلت کي هم ګڼ شمیر احاديث مبارکه وارد شوي دهغو له جملي نه ، څوروايةذکرکوو،صاحب دمشکوةداحديث له ابي قتادة رض، څخه رواية کړي ده حديث دراز ده خو موږ مختصرا دحديث اخيري الفاظ نقل کوو، (۱)قال صيام يوم عرفة احتسب علي الله ان يکفر السنة التي قبله والسنة التي بعده وصيام عاشوراء احتسب علي الله ان يکفر السنة قبله ،رواه مسلم، مشکوة ۱ / ۱۹۵ /باب صــيا م التــطـوع ، ترجمه ، ابي قتادة رضی الله عنه  وايي  چې:  رسول الله ص، و فرمائل دعرفات دورځي روژه نيول زه اميد لرمچې الله تعالی به دغه روژه دتیر شوی کال اواينده کال دګناهوکفاره کړي، اودعاشورا دورځي روژه نيول زه اميد لرم چې الله تعالی به دا کفاره کړي دتيرشوي کال دګناهونو، /(۲)وعن عائشة رضي الله عنها،قالت ان رسول الله صلي الله عليه وسلم ،قال مامن يوم اکثر من ان يعتق الله فيه عبدا من يوم عرفة وانه ليدنو ثم يباهي الملئکة فيقول ما اراد هؤلاء ، رواه مسلم ، ترجمه ،له عائشة صديقي رضی الله عنها رواية ده چې :  رسول الله صلي الله عليه وسلم ، وفرمائل نده يوه ورځ له ورځو چې الله تعالی اذاد وي له عذاب ډير بندګان ماسوي دعرفات له ورځي او الله تعالی خپلو بندګانو ته نزدي کيږي اوباندي فخر کوي او خپلو ملئکه ؤ عليهم السلام ته وايې ؤګوري زما بندګان څه أراده لري په خپل عمل سره، وفي الترغيب والترهيب /۲۶۰ /۱ ط سعیدیه، (۳)عن ابي قتادة رضي الله قال سئل رسول الله صلي الله عليه وسلم ، عن صوم يوم عرفة قال يکفر السنة الماضية والباقية رواه مسلم في الصيام حديث (۱۹۶ /۱۹۷ /وابو داودفي الصوم باب ۵۳ /۶۲ / والترميذی فی الصوم باب۴۶/ ۴۷/ والنسائی وابن ماجه ترجمه ، ابي قتادة رضی الله عنه فرمايي چې :  له رسول الله صلي عليه وسلم  څخه دعرفات دورځې دروژي نیولو په اړه سوال وشو، رسول الله يې په جواب کي وفرمايل ،دا کفاره ده دتير شوي کال اوراتلونکي کال دګناهونو! (۴)وايضافي ۲۶۱ / ۱/الترغيب،ط،سعيديه : عن سهل بن سعد رضي الله عنه ، قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم ، من صام يوم عرفة غفرله ذنب سنتين متتابعين ، رواه ابويعلي ، ورجاله رجال الصحيح ، ترجمه ،له سهل بن سعد رضی الله عنه   رواية  دی وايي چې :  رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل ،کوم څوک چې دعرفي دورځي روژه ونيسي دغه شخص ته به ددؤ(۲) متصلو(پرله پوري )کلونوګناهونه  ورعفوه کړشي (۵)وفيدر المختار۳ /۶۰۳ / الجديد ، وجزم الشراح البخاري سيما العسقلاني رحمه الله ، بان عشر ذي الحجة افضل من العشرالاخير من رمضان ، ، وفی الشامی ج ۳/ص/ ۶۰۴ / وقدصح عن رسول الله صلي الله عليه وسلم انه قال افضل ايام يوم عرفة اذا وافق يوم الجمعة وهو افضل من سبعين حجةآه وقال قبل هذه الاسطور، افضل ايام الدنيا ايام العشر لاجتماع امهات العبادات فيه وهي الايام التي اقسم الله بها بقوله والعشر وليال ، فهي افضل الايام العشر الاخير من رمضان علي ما اقتضاه هذا الخبر، ترجمه ، شارح دبخاري علامه ابن حجر ،رح، وايي عشره دذي الحجة افضلي دي تر عشره اخير و درمضان ، او له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه په صحيح نقل ثابت شوي چې وايي افضل دورځو ددنیاورځ دعرفي ده چې موافق شي له ورځي دجمعي سره اوپه  دغه ورځ حج کول تر(۷۰)حجونو بهتر ه ده ،،احسن الفتاوی فی بحث الحج  په ايام مخصوصه ؤدعشری دذي الحجي کي يوه هم يوم النحر يعني دلوي اختر ورځ ده اودغه ورځ د الله عز وجل په نزد زيات ارزښت لرونکي ده په دغه ورځ کييو ځانګړی عبادت چې هغه قرباني کول ده اودقرباني دحيوان وينه بهول دي، ترټولو عباداتو ،د الله تعالی په نزد محبوب ترين عمل ده ،دقرباني په فضيلت کي هم په ګڼ شمير احاديث مبارکه وارد شو ي ، ومن الله التوفیق واسأل الله ان یجعله لوجهه الکریم امین  


Read More...

د ذي الحجې د مياشتې ...

24 سپتمبر 2014

  بسم الله الرحمن الرحیم د ذي الحجې د مياشتې يو څو احکام پدې پاڼو کې به د ذي الحجې د مياشتې د اولو لسو شپو د څو مهمو اعمالو ثوابونه او احکام ولولئ ، خدای د ې وکړي چې زما قلم ستاسو د خدمت وړ ثابت شي . د دې په پيل کې د تکبیرات تشریق ، بيا د عرفات د ورځې د روژې ثواب ، بيا د قربانۍ ثوابونه او احکام او په پای کې د اختر د شپې د عبادت ثواب او د اخترونو د لمانځه طریقه ليکل شوې ده . رب دې قبول کړي .   محمد شريف راشد Rashid111af@yahoo.com
   
تکبيرات تشريق :                                                                                                                مسئله : دا تکبيرونه د عرفات په سهار باندې شروع کېږي ، او د اختر د څلورمې ورځې د مازديګر له لمانځه څخه وروسته ختمېږي .        مسئله : دا تکبيرونه له فرض لمانځه څخه وروسته په زوره ويل کېږي او يو وار په زوره ويل يې واجب دي ، خو ښځې دې په زوره نه وايي .    ( در مختار ) مسئله : تکبيرونه دا دي : الله أكبر ، الله أكبر ، لا إله إلا اللهُ وَ اللهُ أكبرُ ، اللهُ أكبرُ ، وَ لِلّهِ الْحَمْدُ .  مسئله : د لوی اختر له لمانځه نه وروسته دا تکبيرونه ويل هم ښه کار دی ، يعنې مندوب عمل دی . ( رد محتار ) او د بلخ د عالمانو همدا مذهب دی . ( در مختار ) امام ابويوسف او محمد رحمة الله عليهما فرمايي چې : دا تکبيرونه په هر چا باندې واجب دي ، تنها وي که په امام پسې ،مسافر وي که مقيم ، سړی وي او که ښځه  ( درمختار ) مسئله : که له چا څخه رکعت تللی وي ، چې سلام واړوي نو بيا دې تکبيرونه اووايي .   ( در مختار )                                                                             يوه خبره : چې کله مسلمانان په امام پسې لمونځ کوي ، بيا خو ټول دا تکبيرونه وايي ، خو په تنها لمانځه کې ډېر وخت پاتې کېږي ، چې بايد مسلمانان خيال ورته وکړي .  بله دا چې دا تکبيرونه په ښځو باندې هم واجب دي ، صرف دومره ده چې هغوی به يې په لوړ آواز نه وايي ، خو زمونږ په ټولنه کې ډېر ې کمې کورنۍ داسې وي چې ښځې يې دا تکبيرونه وايي ، ډېرې کورنۍ داسې دي چې له ښځو څخه يې دا واجب او ښکلی عمل پاتې وي ، بايد د دې مبارک عمل لپاره سړي په کورونو کې لارښوونه وکړي ، او ټولو ته يې ور زده کړي ، څو ټول پدې ثوابي کار او ابراهيمي سنت کې شريک شي .   وېښته او نوکونه :                                                                         څوک چې قرباني کوي ، د ذي الحجې له اولې ورځې نه دې تر هغې پورې ويښته او نوکونه نه اخلي تر څو چې قرباني ذبحه کوي ، چې خپله قرباني وکړي نو بيا کولای شي .  اُمِّ سَلْمهْ رضي الله عنها فرمايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې قرباني کوي ، نو چې د ذي الحجې ( اولې ) لس ورځې شروع شي ، نو بيا دې ويښته نه او اخلي ، او نه دې نوکونه پرې کوي . مسلم ( عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ تَرْفَعُهُ قَالَ : إِذَا دَخَلَ الْعَشْرُ وَعِنْدَهُ أُضْحِيَّةٌ يُرِيدُ أَنْ يُضَحِّىَ فَلاَ يَأْخُذَنَّ شَعْرًا وَلاَ يَقْلِمَنَّ ظُفُرًا . ( رواه مسلم )                              امام نووي فرمايی چې : پدې کې حکمت دادی چې : د بدن ټولې برخې يې د قربانۍ په وخت کې سالمې وي او د قربانۍ له برکته د دوزخ له اور څخه خلاص شي . و الحكمة فى النهى أن يبقى كامل الأجزاء ليعتق من النار .( شرح النووي علی مسلم : ۱۳ / 139 )     ښه خبره داده چې : هره هفته خپل نوکونه واخلي ، برېتونه کم ( سم ) کړي ، او د عورت ( او تخرګونو ) ويښته هم وخروي ، او غسل وکړي ، که دا نه وي نو په هرو ۱۵ ورځو کې او له څلوېښت ورځو څخه ډېر پرېښودل يې ګناده . ( رد محتار ) قال في القنية الأفضل أن يقلم أظفاره ويقص شاربه ويحلق عانته وينظف بدنه بالاغتسال في كل أسبوع وإلا ففي كل خمسة عشر يوما ولا عذر في تركه وراء الأربعين ويستحق الوعيد ( رد المحتار : ۲ / 181 )  د عرفات د ورځې روژه :                                                                        عبد الله بن عمر رضي الله عنه فرمايي چې : مونږه چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم وو ، نو د عرفات د ورځې روژه به مو داسې   ګڼله لکه د دوه کلونو روژه . ( الطبراني ) له ابو قتاده رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : د عرفات د ورځې روژه   د مخکني او راتلونکي کال ( ګناهونه ) بخښي . ( مسلم ) له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د عرفات د ورځې روژه ونيسي نو ( د دوه ګلونو ګناهونه ورته بخښل کېږي ) يو د راتلونکي کال ګناهونه ورته بخښل کېږي ، او بل د تېر شوي کال ، او څوک چې د عاشورا د ورځې روژه ونيسي نو د يو کال ګناهونه به يې وبخښل شي . ( رواه ابو یعلی ) عاشورا : د مُحَرَّم د مياشتې لسم .
د قربانۍ ثوابونه :        له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلې لور فاطمې رضي الله عنها ته اوفرمايل : ای فاطمې ! ور پاڅېږه ! د خپلې قربانۍ حلالېدلو ته ودرېږه ، ځکه چې د هغې د وينې په اول څاڅکي باندې چې څنګه وڅڅېږي – الله جل جلاله ستا ټول مخکني ګناهونه بخښي  . هغې پوښتنه وکړه چې : ای د خدای رسوله ! دا ثواب يواځې زمونږ   ( د کورنۍ) لپاره دی ، او که زمونږ او ټولو مسلمانانو لپاره ؟ هغه اوفرمايل چې : بلکه زمونږ او د ټولو مسلمانانو لپاره . ( مسند بزاز ) له حسن بن علي رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د زړه له خوښۍ او د ثواب په نيت سره قرباني وکړي - دا به د ده لپاره د دوزخ له اور څخه پرده شي . ( الطبراني ) له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : له هغې قربانۍ نه چې د اختر په ورځ حلالېږي – الله تعالی ته په خوښ شي کې پيسې ندي مصرف شوي . ( الطبراني ) او زيد بن ارقم رضي الله عنه فرمايي چې : د رسول الله صلی الله عليه وسلم ملګرو پوښتنه وکړه چې : ای د خدای رسوله ! دا قرباني څه شی ده ؟   هغه اوفرمايل : ستاسو د نيکه ابراهيم ( عليه السلام ) سنت ( او کار ) دی . هغوی بيا پوښتنه وکړه چې : پدې کې مونږه ته څه دي ؟ ای د خدای رسوله ! هغه ورته اوفرمايل : په هر وېښته باندې يوه نېکي ، هغوی بیا پوښتنه وکړه چې : او   دا   وړۍ   ؟ هغه ورته اوفرمايل چې : د وړيو په هر وېښته باندې ( هم ) يوه نېکي ده . ( ابن ماجه ، حاکم ) له سپېڅلې عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : د لوی اختر په ورځ باندې د انسان په عملونو کې   الله تعالی ته له قربانۍ نه زيات غوره عمل نشته ، او   په ځمکه باندې د دې د وينې له غورځېدلو نه مخکې د الله تعالی په وړاندې قبلېږي ، نو د قربانۍ په هکله ځانونه خوښحاله کړئ .     ( الترمذي ) عن أبي سعيد رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : يا فاطمة ! قومي إلى أضحيتك فاشهديها ، فإن لك بأول قطرة تقطر من دمها أن يغفر لك ما سلف من ذنوبك ، قالت : يا رسول الله ! ألنا خاصة أهل البيت ؟ أو لنا و للمسلمين ؟ قال : بل لنا و للمسلمين . ( مسند البزاز )  عن الحسين بن علي رضي الله عنهما قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : من ضحى طيبة نفسه محتسبا لأضحيته كانت له حجابا من النار . ( رواه الطبراني في الكبير )           عن ابن عباس قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ما أنفقت الورق في شيء أحب إلى الله من نحير ينحر في يوم عيد ( رواه الطبراني في الكبير )  عن زيد بن أرقم قال : قال أصحاب رسول الله صلى الله عليه و سلم : يا رسول الله ! ما هذه الأضاحي ؟ قال : سنة أبيكم إبراهيم صلوات الله عليه و سلامه , قالوا : فما لنا فيها يا رسول الله ؟ قال بكل شعرة حسنة . قالوا : فالصوف ؟ قال : بكل شعرة من الصوف حسنة . ( رواه ابن ماجه و الحاکم ) و قال الحاكم صحيح الإسناد .   عن عائشة رضي الله عنها : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : ما عمل آدمي من عمل يوم النحر أحب إلى الله من إهراق الدم , و إنه لتأتي يوم القيامة في فرشه بقرونها و أشعارها و أظلافها , و إن الدم ليقع من الله بمكان قبل أن يقع من الأرض , فطيبوا بها نفسا . ( رواه ابن ماجه والترمذي وقال حديث حسن غريب ) بأظلافها : جمع ظَلَفٍ و هو للبقر و الغنم كالخف للبعير و القدم للآدمي والحافر للفرس و البغْل و الحمار . ( الديباج على شرح مسلم للسيوطي ) ( و جميع هذه الأحاديث و غيرها من أحاديث الفضائل من المتجر الرابح للحافظ الدُّمياطي رحمة الله عليه رحمة واسعة و أسکنه الفردوس الأعلی ، من طبعة دار الکتب العلمية بيروت )   د قربانۍ يو څو احکام :    قرباني په چا باندې واجبېږي ؟ :     که له چا سره دومره پيسي يا سره يا سپين زر وي چې زکات پرې واجبېږي په هغوی باندې قرباني هم واجب ده ، که يې ونکړي نو ګناهګار دی .   د زکات نصاب دادی : د سپينو زرو نصاب دوه سوه درهمه دی ، دوه سوه درهم د اوسني وزن په مطابق 612 شپږ سوه او دولس ګرام او ۳۵ پنځه دېرش ملي ګرام کېږي .د سرو زرو نصاب شل مثقال دی ، د اوسني وزن په مطابق ۸۷ اوه اتيا ګرام او ۴۷۹ څلور سوه او نهه اويا ملي ګرام دی . څوک چې له خپلو شرعي ضرورتونو نه پرته دومره سره يا سپين زر يا د دې قيمت ولري ، نو په هغوی باندې زکات او سرسايه او قرباني واجب دی   .   مسئله : خو قرباني د وجوب په کيفيت کې د سرسايې غوندې ده ، يعنې پدې کې قدرت مُمَکِّنَه شرط دی نه مُيَسِّرَه ، مطلب داچې لکه د زکات په څېر په مال باندې د کال تېرېدل شرط ندي ، بلکه که يو سړی يا ښځه نوي غنيان شوي وي او د قربانۍ وخت پرې راشي نو قرباني به کوي . تجب التضحية علی حر مسلم مقيم موسر يسار الفطرة . ( الدر المختار )      مسئله : ځينې کورنۍ داسې وي چې ټول خلک يې غنيان وي ، مال لري ، خو بيا هم د قربانۍ په وخت کې يو يا دوه کسان قرباني کوي او نور يې نه کوي ، يا يواځې د کور مشر قرباني کوي ، چې دا سمه خبره نده ، بايد ټول هغه خلک چې غنيان وي خپله خپله قرباني وکړي ، يا په شريکه يو غټ څاروی واخلي او قرباني يې کړي ، څو د ټولو غاړې خلاصې شي . مسئله : که کومه ښځه په کور کې دومره سره زر يا سپين زر يا پيسې ولري چې زکات پرې واجبېږي – په هغې باندې قرباني هم واجب ده ، بايد قرباني وکړي ، که یې ونکړي نو ګناهګاره ده .     مسئله : په قربانۍ کې اوزې ، اوري ، غواګانې ، مېښې ، او اوښان نران وي او که ښځې جائز دي .   مسئله :د قربانۍ لپاره   اوزې او ري بايد د يوکال وي ، غوا او مېښې د دوه کلونو ، او اوښان د پنځه کلونو . مسئله : اوري او مېږې که له يو کال نه کم وي ، خو دومره چاغ وي چې د يو کلن غوندې ښکاري نو که د شپږ مياشتو وي نو هم قرباني يې جائز ده ، او که دومره چاغ نه وي ، نو بيا له يو کلن نه کم ندی جائز    و صح الجذع ذو ستة أشهر من الضأن إن كان بحيث لو اختلط مع الثنايا لا يمكن التميز . و صح الثنى فصاعدا , و الثني هو ابن خمس من الإبل و حولين من البقر و الجاموس , و حول من الشاة , و المعز .   ( الدر المختار ) و الضأن : هو ما له ألية منح , قيد به لأنه لا يجوز الجذع من المعز . ( رد المحتار )    مسئله : واړه څاروي لکه اوزې ( بيزې ) او اوري ( پسونه ) ، د يو کس له لوري قرباني کېږي ، او لوی څاروي لکه : غوا ، مېښه ، او اوښ ، د ۷ اوو کسانو له لوري قرباني کيدای شي ، يعنې اوه کسان پکې شريکېدلی شي ، خو که له دې نه کم کسان پکې شريکېږي ، نو دا هم جائز دی .  خو پدې کې شرط دا دی چې د ټولو مال به حلال وي ، که په دوی کې د يو کس مال حرام وي نو د ټولو قرباني ورسره خرابېږي ، لکه سود خور وي ، حرامخور وي ، يا په کوم بانک کې وظيفه لري ، يا بله کومه داسې وظيفه لري چې نا جائز او تنخوا يې حرامه وي ، لکه د کفري حکومت په جاسوسۍ اربکيتوب عسکر يا کومه بله داسې دنده اخته وي چې مسلمانانو ته يې ضرر رسېږي .                                                                                   دڅاروي زخم او عيب :                                                                                                  د يو څو څارويو قرباني نه کېږي :   \ اول - هغه څاروی چې ښکر يې له بېخه وتلی وي ( خو که له مور نه همداسې بې ښکرو پيدا شوی وي ، هغه بيا جائز دی )    دوهم -   هغه څاروی چې دواړه غوږونه يې د پيدايښت له وخت څخه نه وي ، يا يې يو غوږ پوره پرې شوی وي ، يا يې د غوږ يا لکۍ درېمه برخه پرې شوي وي . درېم - هغه څاروی چې وړوند وي ، يا يې د يوې سترګې درېمه برخه ليد ختم شوی وي .څلورم – هغه څاروی چې غاښونه يې بېخي نه وي ( خو که دومره غاښونه يې وي چې واښه پرې خوړلی شي نو قرباني يې کېږي ) .  پنځم - د کوم څاروي ژبه چې له درېمې برخې څخه زياته پرې شوې وي .     شپږم - که د کوم څاروي غولانزه ( د شودو ځای ) بېخي پرې شوی وي ، يا يې د يوه تي درېمه برخه پرې شوي وي ، همداسې که د مرض له امله د مېږې او بيزې يو تی يا د غوا ، مېښې او اوښې دوه تِيان وچ شوي وي نو قرباني يې جائز نه ده . ( خو که همداسې بې له ناروغۍ نه يې شودې وچې شوي وي نو قرباني يې جائز ده )   اوم – د کوم څاروي چې پښه پرې شوي وي .  اتم -   هغه څاروی چې په درې پښو مزل کوي ، څلورمه پښه بېخي په ځمکه نشي ايښودلی ، يا يې ايښودلی شي خو مزل نشي پرې کولی .نهم – هغه څاروی چې بېخي زيات ډنګر وي ، داسې چې د هډوکو مازغه يې ختم شوي . لسم – مُخَنَّث څاروی . ( الدر المختار ) قانون او قاعده : د څارويو د زخم او عيب په هکله قانون دادی چې که د کوم اندام درېمه برخه يا له درېمې څخه زياته پرې شوې يا ختمه شوې يا ماته شوې وي، د هغه قرباني بيا ندی جائز . او که له دې څخه کم وي بيا جائز ده   .  في البدائع : لو ذهب بعض الأذن أو الألية أو الذنب أو العين ، ذكر في الجامع الصغير :إن كان كثيرا يمنع و إن يسيرا لا يمنع ، و اختلف أصحابنا في الفاصل بين القليل و الكثير ، في الخانية : و الصحيح: أنه الثلث و ما دونه قليل و ما زاد عليه كثير ، و عليه الفتوى اه و مشى عليها في مختصر الوقاية و الإصلاح ( رد المحتار ) مسئله : د خصي شوي څاروي قرباني جائز بلکه غوره ده ، او د کوم څاروي د تناسل آله که پرې شوې وي چې هغه بېخي جماع نشي کولی نو هم قرباني يې جائز ده . ( الدر المختار )   مسئله : که روغ څاروی واخلي او بيا شرعي عيب پکې راشي ، نو که دا سړی شتمن وي بيا به د قربانۍ لپاره بل څاروی اخلي ، او که غريب وي نو بيا بل پرې واجب ندی . ( الدر المختار )  خو دا هغه مهال چې غريب سړي قرباني نذر کړې نوي ، ( رد المحتار ) او که يې نذر کړې وه بیا به دا غريب سړی هم د قربانۍ لپاره بل څاروی اخلي . د قربانۍ وخت : د قربانۍ وخت د ښار د خلکو لپاره د اختر له لمانځه څخه وروسته پيل کېږي ، او د هغو کليو او صحراګانو د خلکو لپاره چې هغلته د اختر لمونځ نه کېږي - د اختر د ورځې د سهار له راختلو سره پيل کېږي .  او د اختر د درېمې ورځې تر لمر ډوبېدو پورې وخت لري . خو غوره خبره داده چې په اوله ورځ قرباني وشي .     د دې ورځو په شپو کې هم قرباني کول جائز دي ، خو دا مکروه ده تنزيها . ( و کره تنزيها الذبح ليلا لاحتمال الغلط . ( الدر المختار ) د ذبح کولو په وخت کې بسم اللهِ اللهُ أکبرُ ويل مستحب   دی ، ( الدر )   او که پوره بسم الله الرحمن الرحيم   اووايي نو هم ښه کار دی و في الجوهرة: و إن قال بسم الله الرحمن الرحيم فهو حسن . ( رد المحتار )                                                                 د قربانۍ په غوښه کې ښه خبره داده چې درېمه برخه يا لدې څخه زياته خيرات کړي ، پاتې يې په خپله هم خوړلی شي ، اوساتلی يې هم شي .           ( الدر المختار )   د اختر د شپې د عبادت ثواب :      له عُباده بن صامت رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د واړه اختر او لوی اختر شپې ژوندۍ کړي نو د ده زړه به نه مړ کېږي په کومه ورځ چې د نورو خلکو زړونه مړه کېږي .   ( الطبراني ) له معاذ بن جَبَل رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې دا پنځه شپې ژوندۍ کړي  (عبادت پکې وکړي ) د هغه لپاره جنت واجب شو : د تَرْوِيې شپه ، د عرفات شپه ، د لوی اختر شپه ، د واړه اختر شپه ، او د شعبان مياشتې د پنځلسم شپه . ( الترغيب و الترهيب للأصبهاني ) ترويه : د ذي الحجې د اتمې ورځې شپه ، لدې نه وروسته بيا د عرفات شپه وي . مسئله : ( پدې شپو کې که څوک ټوله شپه عبادت وکړي ، دا خو ډېره غوره خبره ده ) خو که څوک د شپې ډېره برخه عبادت وکړي نو هم د ټولې شپې ثواب به تر لاسه کړي ، ځينې عالمان وايي چې : که تر نيمې شپې پورې عبادت وکړي نو هم به دغه ثواب وګټي ، که څوک دا نشي کولای نو پدې شپو کې دې د ماسخوتن او سهار لمونځ په جماعت سره وکړي نو د دې شپو د عبادت معنوي ثواب به وګټي . ( رد المحتار ) وَيَكُونُ بِكُلِّ عِبَادَةٍ تَعُمُّ اللَّيْلَ أَوْ أَكْثَرَهُ . ( الدر المختار ) مسئله : د دې شپې د ژوندۍ کولو مطلب دادی چې پدې شپه کې نفلي لمونځ وکړي ، پدې کې کوم خاص شمېر نشته ، چې څومره کولای شي ، سمه ده ، يا د قرآن شريف تلاوت وکړي ، يا حديثونه لولي ، يا يې اوري ، يا تسبيح وايي يا ثناء وايي ، يا په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې درود شريف وايي ، پدې ټولو کارونو باندې د دې شپې د ژوندۍ کولو ثواب تر لاسه کېږي . ( رد محتار )     نُقِلَ عَنْ بَعْضِ الْمُتَقَدِّمِينَ ، قِيلَ هُوَ الْإِمَامُ أَبُو جَعْفَرٍ مُحَمَّدُ بْنُ عَلِيٍّ أَنَّهُ فَسَّرَ ذَلِكَ بِنِصْفِ اللَّيْلِ وَقَالَ : "مَنْ أَحْيَا نِصْفَ اللَّيْلِ فَقَدْ أَحْيَا اللَّيْلَ " وَ ذَكَرَ فِي الْحِلْيَةِ : أَنَّ الظَّاهِرَ مِنْ إطْلَاقِ الْأَحَادِيثِ الِاسْتِيعَابُ ، لَكِنْ فِي صَحِيحِ مُسْلِمٍ عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ " مَا أَعْلَمُهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَامَ لَيْلَةً حَتَّى الصَّبَاحَ " فَيَتَرَجَّحُ إرَادَةُ الْأَكْثَرِ أَوْ النِّصْفِ ، لَكِنَّ الْأَكْثَرَ أَقْرَبُ إلَى الْحَقِيقَةِ مَا لَمْ يَثْبُتْ مَا يَقْتَضِي تَقْدِيمَ النِّصْفِ ا هـ . وَفِي الْإِمْدَادِ : وَيَحْصُلُ الْقِيَامُ بِالصَّلَاةِ نَفْلًا فُرَادَى مِنْ غَيْرِ عَدَدٍ مَخْصُوصٍ ، وَبِقِرَاءَةِ الْقُرْآنِ ، وَالْأَحَادِيثِ وَسَمَاعِهَا ، وَبِالتَّسْبِيحِ وَالثَّنَاءِ ، وَالصَّلَاةِ وَالسَّلَامِ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْحَاصِلُ ذَلِكَ فِي مُعْظَمِ اللَّيْلِ وَقِيلَ بِسَاعَةٍ مِنْهُ .    وَعَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا بِصَلَاةِ الْعِشَاءِ جَمَاعَةً ، وَالْعَزْمِ عَلَى صَلَاةِ الصُّبْحِ جَمَاعَةً ، كَمَا قَالُوهُ فِي إحْيَاءِ لَيْلَتَيْ الْعِيدَيْنِ .  وَفِي صَحِيحِ مُسْلِمٍ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ { مَنْ صَلَّى الْعِشَاءَ فِي جَمَاعَةٍ فَكَأَنَّمَا قَامَ نِصْفَ اللَّيْلِ ، وَمَنْ صَلَّى الصُّبْحَ فِي جَمَاعَةٍ فَكَأَنَّمَا قَامَ اللَّيْلَ كُلَّهُ } " . ( رد المحتار : ۲ /25 )              د اخترونو د لمونځ طريقه :      له لمانځه نه مخکې :  د واړه اختر په ورځ سنت طريقه داده چې : عيدګاه ته له وتلو نه مخکې خوږ شی اوخوري ،دوهم دا چې : ځان پاک ومينځي ، او عطر هم اووهي ، او ښايسته جامې واغوندي ( در مختار )   ځکه چې دا د مسلمانانو د غوڼدې ورځ ده ( هدايه ) درېم - سرسايه صدقه فطر دې مخکې له لمانځه څخه ادا کړي . څلورم - امام صاحب وايي چې د واړه اختر لمانځه ته دې په لاره تکبير نه وايي خو امام ابويوسف او محمد رحمة الله عليهم فرمايي چې : تکبير دې وايي .   ( هدايه )       په عيدګا کې نفل کول :                 په عيدګا کې دې نفل نه کوي ، ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ندي کړي .  چې له عيد ګا نه کور ته راشي ، بيا که لمونځ کوي نو کولی يې شي ، بلکه دا ښه کار دی . و إن تنفل في البيت جاز , بل يندب تنفل بأربع ( الدر المختار )           ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې له عيدګا نه کور ته راغی دوه رکعته نفل به يې په کور کې کول . ( هدايه ) عن أبي سعيد الخدري قال : - كان رسول الله صلى الله عليه و سلم لا يصلي قبل العيد شيئا ، فإذا رجع إلى منزله صلى ركعتين ( ابن ماجه و في الزوائد إسناده صحيح و رجاله ثقات قاله السندي ، و صححه الحاکم . (إعلاء السنن :8 / 120 ) كذا في حاشية الهداية: 1 / 387 , ط : مكتبة البشري , كراتشي .  خو دا مسئله د خواصو لپاره ده ، که يو عام سړی په عيد ګا يا کور کې لمونځ کوي ، يا د واړه اختر په ورځ په لاره باندې تکبير وايي ، نو څوک دې نه منع کوي ، ځکه چې د عامو خلکو رغبت نېکو کارونو ته ډېر کم دی . ( در مختار ) ( وكذا ) لا يتنفل ( بعدها في مصلاها ) فإنه مكروه عند العامة ( وإن ) تنفل بعدها ( في البيت جاز ) بل يندب تنفل بأربع وهذا للخواص أما العوام فلا يمنعون من تكبير ولا تنفل أصلا لقلة رغبتهم في الخيرات. بحر ( الدر المختار ) همداسې که يو کس د لمر ختلو په وخت کې د سهار لمونځ کوي ، نو خلک دې هغه نه منع کوي ، ځکه چې که يې منع کړې نو هغه يې بېخي پرېږدي ، او پدې وخت کې لمونځ چې محدثين يې جائز ګڼي له بېخي پرېښودلو څخه ښه دی . ( رد محتار )  أما العوام فلا يمنعون من تكبير ولا تنفل أصلا لقلة رغبتهم في الخيرات. بحر ( الدر المختار ) قوله ( أصلا ) أي لا سرا ولا جهرا في التكبير ولا قبل الصلاة بمسجد أو بيت أو بعدها بمسجد في التنفل ط , أقول و ظاهر كلام البحر أنه زاد التنفل بحثا منه و استشهد له بما في التجنيس عن الحلواني أن كسالى العوام إذا صلوا الفجر عند طلوع الشمس لا يمنعون لأنهم إذا منعوا تركوها أصلا , و أداؤها مع تجويز أهل الحديث لها أولى من تركها أصلا . ( رد المحتار: ۲ / 171 )   د لمانځه وخت :          د اختر د لمانځه وخت د لمر له ختلو نه وروسته پيل کېږي ، د لمر تر کږېدلو ( زوال ) پورې .  که په اوله ورځ باندې د کوم عذر له امله لمونځ پاتې شو نو په دوهمه ورځ دې وکړي .                                                                                                                  د لمانځه طريقه :    د اختر دوه رکعته لمونځ دی ، د نورو لمونځونو په څېر دی ، فرق يې داده چې : په اول رکعت کې له الحمد لله نه مخکې او په دوهم کې د سورت له ختمېدلو نه وروسته درې وارې الله اکبر ويل کېږي ، او له الله أکبر ويلو سره لاسونه هم تر غوږونو پورته کېږي . داسې چې : امام په اول وارې الله اکبر اووايي او غوږونو ته لاس پورته کوي  ، نو خلک دې هم غوږونو ته لاسونه پورته کړي او لاسونه دې په سينه ونيسي ، او سُبْحَانَکَ اللّهُمّ و بحمد و تبارك اسمك و تعالى جدك و لا إله غيرك . به اووايي ، بيا به امام درې وارې الله اکبر وايي او له هر الله اکبر سره به لاسونه تر غوږونو پورته کوي ، نو خلک دې هم لاسونه ورسره پورته کوي ، او د دې درې وارې الله اکبر په اول دوه وو کې دې لاسونه زوړند نيسي او په دريم وار دې لاسونه تر نامه لاندې ونيسي او امام به قراءت شروع کړي او خلک به ورپسې ولاړ وي .      بيا چې په دوهم رکعت کې سورت ختم شي ، نو امام به درې وارې   الله اکبر وايي او په هر وارې به تر غوږونو پورې لاسونه پورته کوي ، او خلک به هم هر وارې له امام سره تر غوږونو پورې لاسونه پورته کوي ، بيا به امام څلورم وارې الله اکبر وايي او رکوع ته به لاړ شي ، نو خلک به هم ورسره رکوع ته   لاړ شي   مسئله : د اختر په لمانځه کې اذان او اِقامت نه وي . مسئله : د اختر د لمانځه خطبه له لمانځه نه وروسته ويل کېږي ، دوه خطبې به وايي ، خو مستحب داده چې له اولې خُطبې نه مخکې ۹ نه وارې الله اکبر اووايي ، او له دوهمې نه مخکې ۶ وارې ، او دا سنت دی . ( در مختار ) مسئله : که لمر کوږ ( زائل ) شو ، او امام لا د لمانځه په منځ کې وو يعنې لمونځ يې نه وو ختم کړی نو لمونځ يې فاسد شو ، د جُمعې هم همدا حکم دی . ( در مختار ) مسئله : که څوک ناوخته راشي ، داسې چې امام د اول رکعت تکبيرونه ختم کړي وي او ولاړ وي ، نو دا کس دې نيت وتړي او تکبيرونه دې له ځان سره اووايي ( در مختار ) که څه هم امام قراءت شروع کړی وي ، يعنې که امام قراءت شروع کړی وي نو بيا به هم دا کس خپل پاتې تکبيرونه له ځان سره وايي . ( رد محتار ) مسئله : او که پوره رکعت ور څخه تللی وو ، نو بيا چې دا کس کله د تېر شوي رکعت را ګرځولو ته پورته شي نو تکبيرونه دې هم ورسره اووايي . ( در مختار )    مسئله : او که يې امام په رکوع کې ګير کړ نو بيا دې په رکوع کې تکبيرونه اووايي ، خو لاسونه دې نه پورته کوي ، ځکه چې په رکوع کې زنګنونه نيول سنت دي . ( در مختار )    مسئله : که له امام څخه تکبيرونه پاتې شول او رکوع ته لاړو نو په رکوع کې دې اووايي ، داسې دې نه کوي چې بېرته را پورته شي ، تکبيرونه اووايي او بيا رکوع وکړي . ( در مختار )                                                        مسئله : د دوه تکبيرونو په منځ کې به د درې وارې سبحان الله ويلو په اندازه غلی اودرېږي ، او د تکبيرونو په منځ کې مسنون ذکر نشته ، نو له همدې امله دې د تکبيرونو په منځ کې لاسونه نه تړي ، بلکه خوشې دې پرېږي . ( در مختار ) بايد له اختر نه يوه جمعه مخکې د اختر د لمانځه او سرسايي احکام خلکوته بيان شي ( در مختار )                        مسئله : که د واړه اختر لمونځ په اوله ورځ د کوم عذر له امله پاتې شي ، نو په دوهمه ورځ دې وکړي ، خو په دوهمه ورځ باندې کول يې قضاء ده نه ادا . (در مختار ) د لوی اختر لمونځ :   د لوی اختر لمونځ د واړه اختر په څېر ده ، يو څو مسئلې يې بېلې دي .   مسئله : د لوی اختر لمانځه ته په لاره باندې په زوره تکبير ويل کېږي . مسئله : د لوی اختر لمونځ که په اوله ورځ باندې پاتې شي ، نو په دوهمه او درېمه ورځ يې کول جائز دي ، که د کوم عذر له امله پاتې شوی وو ، بيا خو کراهت هم نشته ، خو که عذر نه وو ، بيا نو په دوهمه او درېمه ورځ باندې د لوی اختر لمونځ مکروه دی . او د واړه اختر لمونځ که بې له عذر څخه پاتې شو ، بيا نو په دوهمه ورځ باندې نه کېږي ، او که د عذر له امله پاتې شو بيا کېږي ، د واړه اختر د لمانځه په پاتې کېدو کې د عذر شرط د صحت لپاره دی ، او د لوی اختر په لمانځه کې د کراهت د ختمېدو لپاره . ( در مختار )    مسئله : د لوی اختر په ورځ باندې د هغه چا لپاره چې قرباني لري – دا مستحب ده چې   د لمانځه تر ختمېدو پورې خوراک ونکړي ، او که يې وکړ نو دا مکروه دی تنزيها .        يعنې د لوی اختر له سهار نه د لمانځه تر ختمېدو پورې به لکه د روژې په څېر ځان له هغو شيانو څخه ساتي چې روژه پرې ماتېږي ، ځکه چې صحابه کرامو به خپل ماشومان هم خوراک ته نه پرېښودل ، تر دې چې ښځو ته به يې هم ويلې چې وړو ماشومانو ته شودې ورنکړي .    ( رد محتار )   


Read More...

دمېرمنې عطرپوري کولو...

23 سپتمبر 2014

    ترچادري پور ته که لاندي(یعني پرجامو)باندي هرډول عطر،خورېدونکې خوشبوئي لګولوسره بهروتل دشریعت له نظره دومره بده خبره ده چي دالله رسول (صل الله تعالی علیه وسلم)داسي کوونکې ښځې ته زناکاره ویلې ده۔(نسائي)    که داسي خوشبولګېدلې وي چي بوئ يې دباندي نه ځي بلکه دننه پاته کیږي،نوڅه پروانلري،څرنګه چي مېرمن یوازي خپل مېړه ته وړاندي کېدلای شي ځکه چي مېړه ته نژدې شي نونرمه خوشبويي هم بویولای شي،چي له مېړه پرته بل چاته خوشوبويي ور بویول له سره نشته نودتېزه خورېدونکې خوشبويي اړتیانشته،ځکه چي خوشبو ،هغه هم بیاده ښځې،دجنسي جذباتوپه راپارولوکي ځانګړی اغېزلري ۔  


Read More...

دښځې دپاره دهغې خاون...

23 سپتمبر 2014

عَنْ حُصَيْنِ بْنِ مِحْصَنِ رضی الله عنه انَّ عَمَّةً لَه اَتَتِ النَّبِیِّ صلی الله عليه وسلم فَقَالَ لَهَااَذَاتُ زَوْجٍ اَنْتِ؟قَالَتْ نَعَمْ قَالَ فَاَيْنَ اَنْتِ مِنْه؟قَالَتْ مَا ٰالُوْهُ اِلاَّمَاعَجَزْتُ عَنْهُ قَالَ فَکَيْفَ اَنْتِ لَهُ؟فَاِنَهُ جَنَّتُکِ وَنَارُکِ۔ (ترغيب ص ٢ ٥ ٤ ٣ ج٣ ۔عشرة النساءص ١ ٧ ١۔حاکم ۔ کنزجلد٦ ١ صفحه ٧ ٣ ٣)        حصين بن محصن رضي الله عنه بيان کوي چي دهغه عمه نبی عليه الصلوة والسلام ته راغله ۔ نبی عليه الصلوة والسلام دهغې څخه پوښتنه وکړه چي اياته خاوندلرې ؟ هغې وويل چي هو! نونبی عليه السلام پوښتنه وکړه چي ته دهغه سره څنګه سلوک کوې؟ هغې وويل چي دهرممکن طريقې سره يې خدمت کوم اوهيڅ کوتاهي نه کوم۔ ليکن هغه څه چي زه ځني عاجزه يم ۔ نبی عليه الصلوة والسلام وفرمايل چي ته دهغه رعايت کوه هغه ستادپاره ياجنت دی يادوزخ دی ۔ فائده : په دې حديث پاک کي نبی عليه الصلوة والسلام وفرمايل چي خاوندستاسودپاره جنت يادوزخ دی ۔ يعني دهغه په خدمت دهغه په رضااوخوشحالي سره تاسوجنت ته تلای شئ ۔ ددې په خلاف که چيری تاسودهغه سره ښه سلوک ونه کړئ اوهغه موخپه کړی، بد رد مو ورته وويل اومقابله موورسره وکړه ۔دهغه دخدمت اواطاعت څخه مومخ واړاوه ياموپه هغه کي کوتاهي وکړه نوستاسودپاره جهنم دی ۔ عموماً نن سباپه دې دورکي دعمرپه شروع کی دخپل نفس دغوښتنې په وجه خوڅه خدمت اورعايت دمېړه کوي۔ ليکن چه کله ميړه کمزوری شي نوپخپل منځ کي اړیکي خراب شي ۔ په هرحال تل دهغه په خدمت اورعايت سره دجنت دولت ترلاسه کولای شی ۔ دالله تعالی دحکم په ګڼلوسره نن په خدمت کي کوتاهي مه کوئ سبابه دجنت خوندونه واخلئ ۔    


Read More...

دذي الحجې په لسوورځو...

23 سپتمبر 2014

وَعَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهُمَا قَالَ قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ تَعَالٰی عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَامِنْ اَيَّامٍ الْعَمَلُ الصَّالِحِ فِيْهِنَّ اَحَبُّ اِلَی اللهِ مِنْ هذِهِ الْاَيَّامِ الْعَشْرَةِ قَالُوْايَارَسُوْلَ اللهِ وَلَاالْجِهَادُفِيْ سَبِيْلِ اللهِ قَالَ وَلَاالْجِهَادُفِیْ سَبِيْلِ اللهِ اِلَّارَجُلٌ خَرَجَ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فَلَمْ يَرْجِعْ مِنْ ذٰلِکَ بِشَیْءٍرواه بخاري.
ژباړه : حضرت عبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنهما څخه روايت ده چي رسول کريم صلی الله تعالی عليه وسلم ارشادوفرمايه چي په هیڅ ورځوکي الله جل جلاله ته نيک کارونه دومره محبوب ندي لکه چي دلوی اختردمياشتې په(الو) لسوورځو(عشرة ذی الحجة)کښي ورته محبوب دي(يعني ددې ورځې فضېلت ترنوروورځوزيات دي)صحابه رضي الله عنهم عرض وکړ،ای رسول الله ! ۖ اياجهادفي سبيل الله(دالله په لاره کښي جهاد)هم تردغه ورځوافضل نده،هغه صلی الله تعالی عليه وسلم ارشادوفرمايه جهادفي سبيل الله هم تردغه ورځوافضله نده،مګرهغه څوک چي په خپل ځان اومال دجهادپه لاره کي وتلی وی اوله هغه څخه هيڅ شی بيرته رانه وړي.(مشکوة المصابيح ص128 بحواله بخاري) وَعَنْ اَبِيْ هُرَيْرَةَ رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ تَعَالٰی عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَامِنْ اَيَّامٍ اَحَبُّ اِلَی اللهِ اَنْ يَّتَعَبَّدَلَهُ فِیْهَامِنْ عَشْرِذِی الْحَجَّةِ يَعْدِلُ صَيَامُ کُلِّ يَوْمٍ مِنْهَابِصَيَامٍ سَنَةٍ وَقِيَامُ کُلِّ لَيْلَةٍ مِنْهَِابِقِيَامِ لَيْلَةِ الْقَدْرِ. ژباړه: حضرت ابوهريرة رضی الله تعالی عنه څخه روايت ده چي رسول کريم صلی الله تعالی عليه وسلم ارشادوفرمايه چي چي دلوی اختردمياشتې په اولولسوورځو(عشرة ذی الحجة)کښي دهرې ورځ روژه نيولوباندي ديوکال دروژوثواب ورکول کيږي،اوددغوورځوپه شپوکي قيام(عبادت)باندي دقدرپه شپه(شب قدر)کښي دقيام په اندازه ثواب ورکول کيږي.( مشکوة المصابيح ص128 بحواله ترمذي اوبن ماجه). علماؤکراموفرمايلي دي چي روژې دمياشتې آخري لس شپې افضله دي اود ذي الحجې(دلوی اختردمياشتې) اولې لس ورځې افضله دي؛ځکه په دغوکي دعرفات ورځ شته ده. دروژې آخرې لسيزه وي اوکه دذي الحجې اوله لسيزه وي په دواړولسیزوکي په عبادت کولوکي ډېره هڅه کول پکارده،ددې واړولسیزوهره شېبه ډېره مبارکه ده. دنهمې ورځې روژه: حضرت ابوقتادة رضی الله تعالی عنه څخه روايت ده چي محبوب رب العلمين صلی الله تعالی عليه وسلم دلوی اختردمياشتې دنهمې ورځې دررژې په اړه فرمایلی دي چي زه له الله جل جلاله څخه پوخ اميدلرم چي دا به ديوکال مخته اويوکال وروسته ګناه لپاره کفاره وګرځوي،اووه يې فرمايل چي دمحرم دلسمې دروژې په اړه له الله جل جلاله څخه پوخ اميدلرم چي دا به ديوکال مخته اويوکال وروسته ګناه لپاره کفاره وګرځوي.(مسلم شريف)        


Read More...

حج اوعمره قدم په قدم...

22 سپتمبر 2014

بسم الله الرحمن الرحیم حج اوعمره قدم په قدم   محترمولوستونکودادمحترم استاذمفتي عبدالرؤف سکهروي صاحب دیوي رسالې ژباړه ده چې ډیره مفیده اواسانه اودحجیانوصاحبانواوعمره کونکولپاره ‌ډیره ګټوره ده یادونه : په سره رنګ لیکل شوي ،  دفرض نښه ده چې اداء کول یې لازمي دي اوکه له چانه پاته شي اونه یې وکړي نوحج اوعمره یې نه ده شوي ، شین رنګ : دواجب علامه ده ،چې اداءکول یې لازمي دي که له چاڅخه پاته شي نودمي [پسه حلالول ] ورباندي لازمي دي زرغون رنګ :: دسنت اومستحب نښه ده بایدکوشش وشي چې پاته نه شي اوکه پاته شي نوهیڅ هم نه لازمیږي ، اوپاته توررنګ هسي علامه ده چې فرض ،واجب ،اوسنة اومستحب نه وي .......................................................................................................................................
داحرام تیاري بایددسرویښتان برابرکړي ،بریتونه واړه کړي،دبغلونواونامه لاندي ویښتان صفاکړي ،   غسل داحرام په نیت بایدغسل وکړي کنه نواودس دوکړي   غسل نارینه دي یوسپین چادرواغوندي اوبل دي لنګ کړي ،اودبوټونوپه ځای دي چپل په پښه کړي ،اوښځینه دي داحرام په حالت کې خپلې جامې په غاړه کوي ،همدارازهغوئ ته هرقسم بوټ په پښه کول جائزدي ،   نفل لمونځ دوه رکعته لمونځ دي له پټکې یاخولۍ سره اداء کړي ،   مشوره په الوتکه کې دسفرپه مهال په الوتکه کې احرام تړل ډیرمناسب دي ،نوپه کارده چې له نیت اوتلبیې پرته نورټول کارپه کوریاهوایې اډه کې ترسره کړي ،اوچې څه مهال الوتکه پورته شي نونیت اوتلبیه دي شروع کړي . نیت اوس دي نوخپل سرلوڅ کړي اونیت دي وکړي چې ای ربه ستادرضاءلپاره دعمري اراده کوم ته یې راته اسانه کړي اوله مایې قبوله کړي ،   تلبیه له نیت تړلووروسته دي سمدستي درې ځله لبیک وواېې: لبّیک اللهم لبّیک لبّیک لاشریک لک لبّیک ان الحمدوالنعمة لک والملک لاشریک لک   دعا له تلبیې وروسته دي درودشریف ووایې داسي دعادي وکړي : ای ربه زه ستارضااوجنت غواړم اوستاله قهراودوزخ نه پناه غواړم ،اوچې رسول الله صلی الله علیه وسلم کومې کومې دعاګانې کړي یاراښودلې دي هغه هم غواړم هغه ټولې زماله طرفه هم قبولې کړه،   داحرام پابندي له نیت تړلوسره سمدستي دي داحرام تړلوپه کارلاس پوري کوي چې تفصیل یې لږوروسته راځې   دحرم په لور چې کله دحرم شریف په لوروخوځیږي نوتلبیه دي ډیره ډیره وایې   مکه معظمه په ذوق اوشوق سره دتلبیې په ویلودي مکې معظمې ته داخل شي ،   په حرم شریف کې حاضري   چې کله مسجدحرام ته داخلیږي نوپه پوره ادب اواحترام سره دي داعتکاف په نیت سره لمړی راسته پښه داخله کړي اودادعادي ووایې :بسم الله والصلوة والسلام علی رسول الله ،ربّ اغفرلی ذنوبی وافتح لی ابواب رحمتک بې له دي چې چاته تکلیف ورکړي وړاندي دولاړشي،   لمړی نظر چې کله یې په بیت الله شریفه سترګې ولګیږي نوله لاري دي یوڅنډي ته شي اودغه لاندي کاردي وکړي (۱) درې ځله دي الله اکبرووایی (۲) درې ځله دي لااله الاالله ووایې (۳) دواړه لاسونه دي پورته اودرودشریف دي ووایې اوښه دعادي وکړي دادعاقبلیدلوخاص وخت ده ،   طواف چادردي له راسته بغل لاندي کړي اوپه کیڼه اوږه دي واچوي اوراسته اوږه به یې ښکاره وي ،اوطواف په اوداسه باندي کول لازمي دي   دطواف نیت بیادي دکعبې شریفې په هغه لورچې حجراسودپه کې ده په داډول ودریږي چې ټول حجراسودیې راسته لوري ته شي ،ددي لپاره له هغې توري لیکې هم استفاده کولی شي چې په فرش باندي جوړه شوي ،په دي ډول چې هغه توره لیکه دي راسته لوري ته پریږدي ،اوبیابه بغیرله لاس پورته کولودطواف نیت وکړي چې : ای ربه ستادرضالپاره دعمري طواف کوم ته یې راته اسانه اوله مایې قبوله کړي ، اوبیادي دحجراسودخواته وخوځې اوهغه ته دي بالکل مخامخ ودریږي اودواړه لاسونه دي ترغوږونوپوري پورته کړي چې دورغوي مخ یې دحجراسودلورته وي ،اوداکلمې دي ووایې ، بسم الله الله اکبرولله الحمدوالصلوة والسلام علی رسول الله اوبیادي دواړه لاسونه پریږدي ،   استلام بیادي استلام وکړي یادي داستلام اشاره وکړي ،اوداکلمات دي ووایې بسم الله الله اکبرولله الحمدوالصلوة والسلام علی رسول الله اودواړه یرغوي دي ښکل کړي   دطواف شروع له استلام نه وروسته دي راسته لوري ته وګرزي طواف دي شروع کړي ،   هدایت حجراسود،رکن یمانې اوپه ملتزم باندي اکثرخوشبوېې لګیدلي وي ځکه خوداحرام په حالت کې بلکل بایدلاس ورباندي ونه لګوي لږلیري ودریږه کنه نوددم واجبیدلوخطره ده   تاکید دحجراسودداستلام یااشاري پرته دطواف په مهال کعبې مکرمي ته شایامخ ګرزول روانه دي ،ددي خبري خاص خیال ساتل پکاردي ،   رمل دطواف په اولني درې چکرونوکې بایدداوږوپه ښورولوسره په نږدي نږدي قدمونوښودلوسره یوڅه تیزغوندي ولاړشي ،اوپه نوروچکرونوکې به دعادت مطابق تګ کوي ،   رکن یمانې دطواف چکرلګولوسره چې څه مهال رکن یمانې ته راورسیږي نوپه هغه دواړه یایولاس کښیږده ،اوپه دعاکولوسره حجراسودته مخامخ ځان ورسوه ، استلام یااشاره که په اسانې سره ممکن وي نودحجراسوداستلام دي وکړي اوکنه نواشاره دي وکړي ،(حیات)   طواف ختم په اوه (۷)چکرلګولوسره اتم (۸)ځل بیادحجراسوداستلام یااشاره کولوسره طواف ختم شو،(حیات) اضطباع موقوف نواوس بیادواړه اوږي پټې کړه (غنیة)     ملتزم ته راتلل بیاملتزم ته راشه اوپه هغه پسې ځان ونښلوه خوپه دي شرط چې خوشبونه وي ورباندي لګیدلي، اوپه ښه ژړااوزاریوسره دعاوکړه(حیات)   مقام ابراهیم اوس نودمقام ابراهیم شاته په لوڅ سردوه رکعته واجب دطواف لمونځ اداء کړه اودعاوکړه ، (حیات)   دزمزم اوبه څښل دزمزم اوبه اوڅښه اودعاوکړه چې : ای الله ! زه له دعلم نافع ،فراخ رزق ،اوهري بیماري څخه شفاء غواړم ،(معلم الحجاج)   سعی نهم استلام اوس نودسعی کولولپاره دحجراسوداستلام یااشاره وکړه اودصفاپه لورروان شه ،اوسعی په اوداسه سره سنت ده ،   دسعی شروع له صفاڅخه دسعې نیت وکړه چې: ای الله زه ستادرضالپاره دصفااومروه په مینځ کې سعی کوم ته یې راته اسانه کړي اوبیایې له ماقبوله کړي ،(حیات) اوحمداوثناء ورسته دي دعاوکړي ،   دمروه په لوري تلل له صفاڅخه به راکوزشي اودمروه طرف ته به روان شي ،څه مهال چې دووزرغونوستنوته رانږدي شي نونارینه به منډه کوي ،اوښځینه دي په خپل عادي تګ سره ځې ،اودادعادي دي کوي ، رب اغفروارحم انت الاعزالاکرم .(معلم الحجاج)   چې مروه ته ورسیږي مروه ته درسیدوسره دي قبله ته مخامخ دعاوکړي،دایوچکرشو،(عمدة الناسک) دوهم چکرپه صفااودرېیم چکرپه مروه باندي ختمیږي ،   دسعې پای دارنګه به اوم (۷) چکرهم په مروه ختم شي ،هرځل به نارینه دزرغونومیلونوپه مابین کې منډي وهي اوښځینه به په خپل عادي تګ سره ځې (عمدة المناسک)   نفل شکرانه که چېري مکروه وخت نه وو نودوه رکعته نفل لمونځ دي په حرم کې اداء کړي (حیات ،وغنیة)   دسرخرېیل یاکمول له سعې وروسته به نارینه دټول سرويښتان وخرېیي اوښځینه به دټول سرویښتان دګوتې دیوبندڅخه څه زیادت کم کړي ،(غنیة) ترڅویې یقین شي چې دسردڅلورمې برخې ویښتان کم شوي، په مروه چې کوم کسان قینچې په لاس ولاړدي په هغوئ باندي دسرویښتان یوڅه کمول دحنفی محرم لپاره کافې نه دي ،نوڅکه ورڅخه ډډه کول پکارده کنه نوددم واجبیدلوقوي خطره ده ،   عمره مکمل له سرخرېیلویاکمولووروسته عمره پوره اومکمله شوه ،داحرام پابنديانې ختم شوي ،اوس دي نودکورپه شان جامې واغوندي اودزړه له کومي دخداي جل جلاله شکرباسه چې دعمري کولوتوفیق یې درکړی ،اودژونددنوروشیبوډیرقدروکړه چې درنه ضائع نه شي ،کوشش وکړه چې دخدای جل جلاله په رضاکې یې تیرکړي، وصلی الله تعالی علی سیدنامحمدوعلی آل سیدنامحمدوبارک وسلم تسلیماکثیراکثیرا نفلي طواف چې کله هم عمره کوي نوپه دغه مذکوره طریقه سره یې اداء کوه ،اوکه یواځې طواف کول غواړي نوهم همدغه طریقه یې ده البتة په یواځې طواف کولوکې احرام ،رمل ،اضطباع ،اوسعې نه نشته ،   دحج طریقه دذی الحجه ۸ تاریخ دحج لمړۍ ورځ دلوی اختردمیاشتي په اتمه ۸ شپه به منی دتلوتیاري مکمله کړي ،   داحرام تیاري دسرویښتان به سم کړي بریتونه کم کړه ،نوکان غوڅ کړه ،دنامه لاندي اوبغل ویښتان لیري کړه ،   غسل داحرام په نیت دي غسل وکړي اوکنه نواودس دي وکړي .   داحرام چادر نارینه به یوسپین څادرلنګ اوبل به واغوندي،بوټونه به وکاږي اوچپلکي دي په پښه کړٍي ،اوښځینه دي په خپلوعادي جاموکې وي ،   نفل لمونځ که مکروه وقت نه وو نونارینه دي په حرم شریف کې داحرام په نیت سره دوه رکعته لمونځ په پټ سرسره اداء کړي ،اوښځینه دي په هستوګن ځای کي وکړي،   نیت اوتلبیة نارینه دي سرلوڅ کړي اودانیت دي وکړي چې :ای الله زه دحج کولونیت کوم ته یې زمالپاره اسان کړي اوله مایې قبول کړي ،آمین- بیادي سمدستې درې ځله لبیک ووایې اودعادي وکړي ،.   داحرام پابندي په دي سره داحرام پابندي شروع سوه چې وړاندي تیرشو ،بیرته همهغه تفصیل ملاحظه کړي،   منی ته تګ له لمرراختلوپس به منی ته روان شي ،اوپه لاره کې دي ډیره ډیره تلبیه اونورتسبیحات وایې   په منی کې په منی کې به دماسپښین ،مازدیګر،ماښام ،اوماخوستن ،اود۹ نهم ذی الحجې دسهارلمونځ اداء کړي ،اوشپه به په منی کې تیره کړي   دحج دوهمه ورځ (نهم ۹ ذي الحجة) عرفات ته تلل دسهارلمونځ به په منی کې اداء کړي ،تکبیرتشریق دي ووایې،لبیک دي ووایې ،اوځان دي تیارکړي چې په زوال کیدلوسره عرفات ته ورسیږي ،   غسل غسل دي وکړي کنه نواودس دي وکړي،اوله خوراک څښاک وروسته دي لږغوندي ارام وکړي،   وقوف عرفات دلمرله زوال سره دي سم په عرفا ت وقوف وکړي ،اوترماښامه پوري په لبیک ویلو،دعا،توبه ،استغفارکولو،اوڅلورمه کلمه ویلو،اوپه زاریواوعاجزي سره دي داوخت تیرکړي ،وقوف په ولاړه افضل اوپه ناسته هم جائزده ، دادریدل ترلمرلویدلوپوري واجب دي ،   دماسپښین اومازدیګرلمونځونه دماسپښین لمونځ دي دي ماسپښین په وخت اودمازدیګرلمونځ دي په مازدیګرکي په اذان اقامة اوجماعة سره اداء کړي،   مزدلفه ته تلل چې څه مهال لمرپریوزي نودماښام له لمانځه کولوپرته دي په تلبیهاوذکرویلوسره راکوزاودمزدلفة په لوربه روان شي،ترلمرلویدلومخکې له عرفات نه راکوزیدل جائزنه دي کنه نودم واجبیږي،   دماښام اوماخوستن لمونځ په مزدلفة کې به دماښام اوماخوستن لمونځ په یووخت یعنې دماخوستن په وخت کې اداء کړي ،ددواړولمونځونولپاره یواذان اویواقامت وکړی شي،لمړی به دماښام فرض لمونځ په جماعت سره وکړي ،بیابه تکبیرات التشریق اولبیک ووایې ،اوبیابه بې له ځنډه دماخوستن لمونځ په جماعت سره اداء کړي ،اوله هغه وروسته به دماښام دوه رکعته سنت اوبیادماخوستن دوه رکعته سنت اودرې رکعته وتراداء کړي،دنفل لمانځه کولوورته اختیاردی، ذکراودعا دایوه ډیره مبارکه میاشت ده په دي کې ذکر،تلاوت ،درودشریف ،اولبیک ووایاست ،اوپه ډیرعجزسره خپل رب ته لاسونه په دعالپه کوئ ،اویوڅه ارام هم وکړئ،(غنیة )   وړي شګې (کاڼې) دغټ نخودپه اندازه دي هرکس اویا(۷۰) شګې راټولي کړي   دسهارلمونځ اووقوف له سپیدوراختلوسره سم به اذان وشي دسهارسنت وکړه اوفرض لمونځ په جماعت سره اداء کړه،اوبیاوقوف وکوه ،   بیرته منی ته راتګ دلمر راختلوپه مهال بیرته منی ته روان شئ   دحج درېیمه ورځ (۱۰ ذی الحجة )   دجمرة العقبة ویشتل چې منی ته ورسیږي په جمرة العقبة باندي اوه (۷)شګې جلاجلاووېله ،(په ځان دویري په صورت کې ماښام یادشپې په کومه برخه کې چې ګڼه ګوڼه کمه وي ویشتل مناسب دي) تلبیه بند په جمرة العقبة باندي له ډبروویشتلوسره سم لبیک ویل بندکړئ،له ویشتلو(رمی)وروسته ددعالپاره مه دریږئ ،همداسي دخپل هستوګنې ځای ته راستون شئ،اوله هغه وروسته قربانې وکړي،   قربانې دقرباني لپاره درې ورځې ټاکل شوي یعنې دذي الحجة ۱۲-۱۱-۱۰تاریخ ،په شپه اوورځ کې چې هروخت قربانې وکړي صحیح ده ،په ۱۱ تاریخ باندي اکثرقرباني کول ډیراسان وي،اوبایدچې قربانې په خپله یاپه یومعتمدکس باندي وکړي،   دسردویښتانوخرېیل یاکمول له قرباني نه دفراغت نه وروسته دي نارینه پوره سروخرېیي ،اوښځینه دي دګوتې له یوه بندنه څه زیات دومره ویښان پري کړي چې دسردڅلورمي برخې ویښتانوکمول یقینې وي ،   طواف زیارت بیابه نوطواف زیارت وکړي ،ددي طواف وخت دذي الحجة له ۱۰تاریخ نه نیولي بیاددولسم (۱۲)تاریخ دلمرلویدوترمهاله دي ،په شپه اورځ کې چې څه مهال کولی شي ودي کړي،خواکثرپه ۱۱ ذي الحجة باندي اسان وي ،(دطواف زیارت طریقه هماغه دعمرې دطواف طریقه ده ،)طواف په اوداسه سره کول ضروري دي، دحج سعی له دي وروسته به سعې کوي ،(دسعې طریقه ههماغه دعمري په شان ده )اوسعې په اوداسه سره کول سنت ده ،   بیرته منی ته راتلل چې له سعې فارغ شي نوبیرته دي منی ته راشي ،اوشپه دي په منی کې تیره کړي ،   دحج څلورمه ورځ (۱۱ – ذي الحجة)   دشیطانانو(جمرات) ویشتل په یوولسم ۱۱- تاریخ له زوال نه وروسته درې سره جمراتو (شیطانانو)په اووتیږو ویشتل دي [ عمومادلمرلویدوڅخه لیږوړاندي اوهمداراز په شپه کې دشیطانانوویشتل اسانه وي ،اودځان دهلاکت دویري له امله په شپه کې دشیطانانوویشتل بي دکراهته صحیح دی ] دلمړي شیطان ویشتل کله چې لمړی شیطان وویشتل شی نوڅوقدمه اخوادي دکعبي شریفي لوري ته مخ کړي له حمداودرودڅخه وروسته چې زړه یې وي هغه دعادي وکړي ،ځانګړي دعاضروري نه ده .   دوهمه جمره(شیطان) دلمړی شیطان له ویشتلووروسته دي دوهم شیطان [جمرة الوسطي ]ته راشې نوپه اووتیږوباندي له ویشتلووروسته دي قبلي ته مخامخ ودریږي له حمداودرودڅخه وروسته دي ښه دعادي وکړي ،دلته هم کومه ځانګړي دعاکول ضروري نه دي ،   جمره عقبة له جمره وسطي څخه وروسته دي جمرة عقبة [دریم شیطان ]ته ورشې په اوه تیږوله ویشتلووروسته دي دعانه کوي اوخپل ځای ته دي ولاړشې .   خپل ځای ته له ورتلووروسته کله چې دشیطانانودویشتلوڅخه فارغ شونوخپل ځای ته دی ستون شې اوهلته دي په ذکر،تلاوت ،اوعبادة ،توبه ،استغفار اودعاباندی مشغول شې ،اوله هرډول ګناهونوڅخه دي ځان لیري ساتي   دذي الحجي ۱۲ ورځ ،دحج پنځمه ورځ دري واړه شیطانان دي له زواله وروسته اوه اوه تیږي وویشتل شې ،[له لمرلویدولیږوړاندي ویشتل اسان وي ،اودځان دخطري له امله دشپي دشیطانانوویشتل هم پروانه لري صحیح دي
دعاوکړئ په اول شیطان (جمره اولی ) باندي اوه ډبري ویشتلووروسته دي لږوړاندي قبلې ته مخامخ شي اولاس دي پورته کړي چې کومه دعایې خوښه شي هغه دي وکړي ،کومه خاصه دعانه ده ضروري، دعادي وکړي له دي نه وروسته دي په دوهم شیطان (جمرة الوسطی)باندي اوه ګټې ویشتلوسره قبلې ته مخامخ ودریږي اودخدای جل جلاله حمداوثناء دي ووایې اوښه دعادي وکړي،دلته هم کومه ځانګړي دعانشته ، دعادي نه کوي له دي وروسته به آخري شیطان (جمره عقبه ) په اوه ګټووویلې ،له ویشتلووروسته دي بغیرله دعاکولوخپل هستوګن ځای ته ولاړشي ،   ذکراوعبادت چې څه مهال خپل هستوګن ځای ته راشي نوتلاوت ،ذکرالله ،توبه اواستغفار،اودعاوو کې دي خپل ځان مصروف ساتې ،اوله ګناهونودي لیري ګرزي ،   دحج پنځمه ورځ (۱۲- ذی الحجة) دجمراتو(شیطانانو) ویشتل ، درې سره جمرات (شیطانان) به له زواله وروسته اوه اوه ګټې وولې ،[ترلمرلویدلږدمخه ویشتل اکثراسانه وي ،خودځان دویري له کبله په شپه کې ویشتل مکروه هم نه دي ] دعاوکړئ په جمره اولی (اول شیطان ) چې اوه (۷)ګټې وولې نولږدي یوي خواته شي ،دخدای جل جلاله حمداوثناء دي ووایې اوښه دعادي وکړي،   دعاوکړئ له هغه وروسته به په جمره وسطی (درمیانې شیطان )باندي اوه ګټې وولې اوقبلې ته به مخامخ ودریږي دخدای جل جلاله حمداوثناء به ووایې اوله درودشریف ویلووروسته دي ښه دعاوکړي ،دلته هم کومه ځانګړي دعانشته ،   دعادي نه کوي له دي وروسته به جمرة العقبة (وروستی شیطان )اوه ګټې وولې ،اوله دعاپرته به خپل هستوګن ځای ته لاړشي، اختیار له دغه رمی(ویشتلو)وروسته بیاحاجې ته اختیاردی که په منی کې پاته کیږي اوکه مکې مکرمې ته ځې،   طواف وداع له حج نه وروسته چې څه مهال له مکې مکرمې څخه دخپل وطن په لوري ځې نوطواف وداع (درخصتې طواف)ورباندي واجب ده ،ددي طواف طریقه دنورونفلوطوافونوپه ډول ده ، مدینې منورې ته حاضریدل هغه مهال چې مدینې منوري ته سفرشروع کوي نوداسي دعادي کوي ، ای الله ! زه درسول الله صلی الله علیه وسلم دمبارک مزاردزیارت لپاره دمدینې منورې سفرکوم ،ای الله ته یې رانه قبول کړي،   دسنتواهتمام دمدینې منوري دسفرپه مهال دسنتونوخاص خیال ساتل په کاردي،   درودشریف په دغه مبارک سفرکې درودشریف په کثرت سره وایاست ،   په مدینه منوره کې دمدینې منورې دابادۍ په لیدلوسره دلیدلوشوق نورهم درپیداکړه اوښه دروداوسلام په ویلوسره په ډیره عاجزي داخل شه ،   مسجدنبوي، په قیام ګاه کې خپل سامان کښیږدئ غسل وکړئ یااودس وکړئ،ښې جامې په غاړه کړئ،خوشبوولګوئ ،اوپه ډیرادب اواحترام سره ددرودشریف په ویلوسره مسجدنبوي طرف ولاړشئ، باب جبریل په باب جبریل ،یاباب السلام ،کنه نوله کومې بلې دروازې څخه مسجدنبوي ته داخل شه ،اووایاست اللهم صل علی محمدوعلی آل محمدوصحبه وسلم ،اللهم اغفرلی ذنوبی وافتح لی ابواب رحمتک راسته پښه په ډیرادب اواحترام سره راسته پښه داخله کړه او که دنفلې اعتکاف نیت وکړي نوډیرښه ده ،   نفل لمونځ که مکروه وقت نه ؤنوپه ریاض الجنة کې له محراب النبی سره ،کنه نوکوم بل ځای دوه رکعته تحیة المسجداداء کړه ،اوبیادزړه له کومې دخدای جل جلاله حمداوثناء ووایه اودعاکوئ اوتوبه کاږئ،(حیات)   مبارکې روضې ته حاضریدل اوس نوپه ډیرادب اواحترام اوعاجزي سره دمبارکې روضې په لورروان شه ،اودجالیومخامخ په لمړنې سورې مخته ددرې یاڅلورلاس په فاصله ودریږئ اونظرونه ټیټ کړئ،(حیات)   دروداوسلام اوپه درمیانه غږسره په دي ډول دروداوسلام وړاندي کړئ السلام علیک ایهاالنبی ورحمة الله وبرکاته اوبیاداسې ووایاست الصلوة والسلام علیک یارسول الله الصلوة والسلام علیک یانبی الله الصلوة والسلام علیک یاحبیب الله دعا له دي وروسته دي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دشفاعت سوال وکړي اودرې ځله دي ووایې: اسئلک الشفاعة یارسول الله اودده صلی الله علیه وسلم په وسیله سره دي دعاوکړي چې په کې دخدای جل جلاله رضا،مغفرت ،اوحسن خاتمه دي په خاص ډول غواړي،(غنیة)   دنوروخلګوسلام له دي وروسته چې دکوم قریب یاملګري سلام وایې نوپه داډول دي وړاندي کړي، السلام علیک یارسول الله من فلان ابن فلان دفلان ابن فلان په ځای به دهغه قریب یاملګري نوم له ولدیت سره یادکړي،   حضرت ابوبکررضی الله ته سلام له دي وروسته به په راسته طرف جالیوپه دوهم سورې په برابرودریږي اوداسي سلام دي عرض کړي، السلام علیک یاخلیفة رسول الله جزاک الله عن أمة محمدخیرا   په حضرت عمرفاروق رضی الله عنه سلام له دي وروسته به لږنورراسته لوري ته وخوځې اوددرېیم سورې مخامخ دي ودریږي ،اوداسې سلام دي وړاندي کړي، السلام علیک یاأمیرالمؤمنین عمرالفاروق جزاک الله عن أمة محمدخیرا   ددواړوپه خدمت کې بیابه بیرته لږچپه طرف ته وښوري ددواړوپه مینځ کې به ووایې : السلام علیکمایاوزیری رسول الله جزاکماالله احسن الجزاء   درسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې لږبه نورهم بیرته چپه طرف ته دلمړنې سورې په لوري راشي ،اوپه ډیرشوق اوذوق سره دي درسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې درود اوسلام پیش کړي چې مخکې موولیکل ،اوبیادي دخپل ځان ،اهل عیال ،موراوپلار اونوروقریبانولپاره له خدای جل جلاله څخه دعاوغواړي ،(حیات)   دعا له دي وروسته دي په مسجدنبوي کې داسې ځای چې په قبلې مخته کولوکې یې روضه ته شانه شې،اوله خدای جل جلاله دي په ښه ژړاسره دعاوغواړي، دسلام عرض کولوهمداطریقه وه   څلویښت لمونځونه نارینه دي په مسجدنبوي کې څلویښت لمونځونه (په جماعت)سره اداء کړي،ددي څلویښتولمونځونوپابندي ضروري نه بلکه مستحب ده ،   مسجدقبا دهفتې په ورځ یاپه کومه بله ورځ چې موقع پیداکړي په مسجدقباکې دي دوه رکعته نفل وکړي ،په دي شرط مکروه وقت نه وي،   جنت البقیع کله کله دي جنت البقیع ته ځې ایصال ثواب ،دعاء،مغفرت ،اودهغوئ په وسیله سره دي دځان لپاره دعاوکړي،   له مدینې منورې واپسې چې کله له مدینې منورې راستنېږي نوپه مذکوره طریقه سره دي روضې مبارکې ته حاضرشي،سلام دي وړاندي کړي،په دي فراق دي اوښکې توی کړي ،اودعادي وکړي ،اودبیاراتګ په هیله دي راستون شي، وصلی الله علی النبی الکریم محمدوآله واصحابه اجمعین   داحرام پابندیانې په الوتکه کې دسفرکولوپه مهال عموماحاجیان اوعمره کونکي دلمانځه پابندي نه کوي ،په کارداده چې په دي مبارک سفرکې ترنورووختونودلمانځه زیاته پابندي کول پکاردي، داحرام په حالت کې خوشبویه صابن ،عطر،پرفیوم ،اودخوشبویه تیلواستعمال منع دي،   دغه رنګه په احرام کې دسراوجسم دکومې برخې ویښتان کمول یاپریکول منع دي،   ښځینه داحرام په حالت کې دپردي خاص خیال نه ساتي حالانکه داحرام په حالت کې هم پرده ډیره ضروري ده ، دسفرپه مهال دطواف ترشروع کولوپوري په کثرت سره تلبیه ویل سنت ده ،نارینه دي په لوړاوازاوښځینه دي په ټیټ اوازسره تلبیه وایې ، داحرام په حالت کې جنګ جګړه اوبې ځایه غصه کول سخته ګناه ده   یوڅومسنونې دعاګانې ربناظلمناانفسنا وان لم تغفرلناوترحمنالنکونن من الخاسرین   ربنا هب لنامن ازواجناوذریاتناقرة اعین واجعلناللمتقین اماما   ربې اجعلنی مقیم الصلوة ومن ذریتی ربناوتقبل دعاء   ربنااغفرلی ولوالدی وللمؤمنین یوم یقوم الحساب   ربناآمنافاغفرلناوارحمناوانت خیرالراحمین   ربنا تقبل منا انک انت السمیع العلیم وتب علیناانک انت التواب الرحیم                    


Read More...

درنيکی کمک کننده باش...

21 سپتمبر 2014

  عَنْ ثَوْبَانَ رضی الله عنه فَقَالَ (رسول الله صلی الله عليه وسلم) اَفْضَلُه لِسَانٌ ذَاکِرٌ وَّقَلْبٌ شَاکِرٌ وَّزَوْجَةٌ مُّؤمِنَةٌ تُعِیْنُهُ عَلی اِيْمَانِهِ ۔ (ترمذی ابن ماجه مشکوة ص 198 )         حضرت ثوبان رضی الله عنه  می فرمايد مايان می خواستيم به خود معلوم کنيم که کدام مال نفع دهنده است که آنرااختيارنمائيم نبی کريم صلی الله تعالٰی عليه وسلم فرمودکه ازهمه چيزهانفع دهنده اين است که به انسان زبان ذکرکننده وقلب شکرکننده نصيب شود  وزن مؤمنی که در دين او مددکننده باشد ۔ فايده :نبی کريم(صلی الله تعالٰی عليه وسلم) درين حديث سه امورنفع دهنده رابيان فرموده است : (١) زبان ذکرکننده:  زبانی که الله تعالٰی رابه کثرت يادميکند مطلب اين است که هروقت دريادالهی مشغول باشد وبه آن زبانش ترباشد مطلب اينکه هروقت در ذکرخداباشد گاهی درأستغفارگاهی درسبحان الله والحمدلله گفتن وگاهی در درود شريف خواندن بيدارباشد، درذکرخداباشد هروقتيکه که اوراببينی پس زبان اوبه يادالهی مشغول باشد اين بسيارفضيلت بزرگ دارد اين نشان شناختن ومعرفت دوستان بنده گان نزديک خداوند واهل جنت ميباشد، هرگاه به ذکرکردن بسيارعادت گيرد پس کارجسمانی ممانعت کرده نمی تواندهرجا درکاروبارباشنددرآنجا زبان دريادالهی مشغول می باشد ۔     ای خواهران ومادران ! اگرميتوانيدکه خوراک وطعام راپخته می کنيد کارخانه ومنزل رامی کنيد درهمين لحظات زبان تان رابه ذکرخداوندمشغول داشته باشيد۔ (٢) : قلب شکرکننده: قلب شاکراهميت زياد دارد به شکرنعمت زيادترميگردد،مطلب شکراين است که نعمت خدا دادصحت ومال رادرنافرمانی خداوندمصرف نکند اسباب گناه رااختيارنکند ،اين نيزدرناسپاسی (ناشکری)داخل است ۔ (٣):زن مؤمنه وکمک کننده در دين : امر سوم مهم که به اعتباراين مقام است آن اينکه چنين زن داشته باشد که باشوهرخود دراموراخروی وکارهای دين کومک کننده باشد مثلاًشوهرش در تبليغ ازخانه خودبيرون رود،اموردين راانجام ميدهد،درمدرسه تدريس ميکندپس اورادرمقابل آن به ديدن منافع مالی دنيوی شوهرخود را اماده نمی سازد وبه اونگويداگر درآن پريشانی مالی باشد که اين راترک کن وکدام روزگار دنيا رابکن،بسياری از زنان چنين ميباشد که شوهردرمدرسه تدريس ميکرد تنخواه کم برايش داده ميشد آن بروی ترک نموده ودرکاردنيوي وي راوادار ساخت برای اينکه مال بدست آوردمثلاً دردکانداري مشغولش ساخت يابه کشورديگرفرستاد اين مددخلاف دين وي است،خلاصه اينکه اگرشوهرکارهای دينداری را اختيارميکندواز آن کدام نقصان دنيوی معلوم می شود بازهم زن درمشغول بودن کارهای دينی برايش بگويد،حوصله اش رازيادکندبه سبب تنگدستی وکم بودن مال وی راپريشان نکند،اين قسم زن درحق شوهربسياربهتراست،فضيلت دارد،چنانچه حکايت است که شخصی عالم حافظ ودين دار درمدرسه خدمت دينی را انجام ميدادپس از عروسی کردن خانمش برای اوگفت به اين تنخواه(معاش) کم چه می شود به زن فلان ببين که چقدربه عيش وعشرت زندگی ميکند،به فلان خانه نظرکن به سبب تجارت يادکانداری يامزدوری کردن درکشورديگرچقدرخوشحال هستندچقدرخوراک پوشاک واسباب معايش شان وافراست پس شوهرخود را ازخدمت دين دور کرد و در کارهای دنيوی مشغول کردتنهابه خاطراينکه اشيای دنيوی راحاصل کنداين طور زن بهترنبود که درمقابل راحت ابدی بهشت به راحت چند روزی دنيوی ترجيح داد۔         همچنان مطلب آن اين نيزاست که درنماز،روزه،صدقه وخيرات باشوهرخودکمک می کنداگرشوهرکمی سستی کندبه اوتاکيدميورزد برای نماز بيدارش ميکنددرتبليغ وکارهای دينی به اوترغيب ميدهد،وبه خدمت مدرسه،مسجد،وخدمت فقراء وبينوايان آماده اش ميکندوتاکيدش ميکند پس اين قسم زن درحق شوهرفايده مندميباشد که ازجهت اين قسم زن آخرت شوهرخوب وبهترمی شود که به سبب اوثواب واجربه خانم اوهم حاصل می شود به اماده کننده نيکی نيز مانند نيکی کننده ثواب حاصل می شود،همچنان بسيارخوش نصيب است آن زن که باشوهرخود در دين وعبادت کومک کند اگرنمازهاراترک کند يادر آن سستی ميکند پس به ترغيب پابندی نمازهاترغيبش ميدهدلباس های اش راپاک نگاه ميدارد انتظام غسل وضوی وی راميکندبرای اينکه وقت به سکون واطمينان نماز اداکنداين قسم زن خودش نيزبهشتی است وبرای شوهرش هم ذريعه جنت است ۔       هرگاه شوهرديندارنباشد پس خطراين ميرود که رفاقت اين طورشوهردرجنت حاصل نشود بدين جهت سعی وکوشش  ديندارساختن وي رابکنيد مانند دنيادربهشت نيزهمرايش يکجاباشيد ۔


Read More...
12345678910

تازه لیکني

article thumbnailالاستفتاء : يوسړی حج ته ځې خودواړه لاسونه ئې نشته، نودی وايې : چې په جمراتو(شیطان ویشتلو) کې به وکيل نيسم اوکه څرنګه ؟ ملااغامحمد ألجواب...
article thumbnailتکبيرات تشريق هم يوڅانګړی عبادة ده ، دذي الحجي  دمبارکې مياشتي په خاصو ورځوپوري اړه لري ،چې دوې ورځې  يې دلمړۍ عشري وروستۍ  اودرې يې ددوهمي عشري لومړنۍ...
article thumbnailد ذي الحجّة داتو ورڅو دروژو حکم :   مسئله : دذي الحجي داتووروځو روژي نیول هم مستحب دي یعني دذي الحجي داولي څخه بیا دذي الحجي تراتم پوري ، کمافي...
article thumbnailکه له یوه پلوه متعال خدای جل جلاله، دي امت ته دنورو امتونو په پرتله مختصره اوکوتاه زندګي ورکړي خو له بل پلوه يې ورسره بی ساري او عظیم احسانونه کړي...
article thumbnail  بسم الله الرحمن الرحیم د ذي الحجې د مياشتې يو څو احکام پدې پاڼو کې به د ذي الحجې د مياشتې د اولو لسو شپو د څو مهمو اعمالو ثوابونه او احکام ولولئ ، خدای د ې...
article thumbnail    ترچادري پور ته که لاندي(یعني پرجامو)باندي هرډول عطر،خورېدونکې خوشبوئي لګولوسره بهروتل دشریعت له نظره دومره بده خبره ده چي دالله رسول (صل الله تعالی علیه وسلم)داسي...
article thumbnailعَنْ حُصَيْنِ بْنِ مِحْصَنِ رضی الله عنه انَّ عَمَّةً لَه اَتَتِ النَّبِیِّ صلی الله عليه وسلم فَقَالَ لَهَااَذَاتُ زَوْجٍ اَنْتِ؟قَالَتْ نَعَمْ...
article thumbnailوَعَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهُمَا قَالَ قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ تَعَالٰی عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَامِنْ اَيَّامٍ...

ځانګړي لیکني

article thumbnailتکبيرات تشريق هم يوڅانګړی عبادة ده ، دذي الحجي  دمبارکې مياشتي په خاصو ورځوپوري اړه لري ،چې دوې ورځې  يې دلمړۍ عشري وروستۍ  اودرې يې ددوهمي عشري لومړنۍ ورڅې دي  ، تکبيرات تشريق په صحيحو آحاديثو ثابت او له صحابه کرامو څخه په صحيح...

بیلابیلي لیکني

article thumbnailکه له یوه پلوه متعال خدای جل جلاله، دي امت ته دنورو امتونو په پرتله مختصره اوکوتاه زندګي ورکړي خو له بل پلوه يې ورسره بی ساري او عظیم احسانونه کړي چې په نورو امتونوکي هغه ډیر کم ترسترګو کیږی ددی...

درس الحدیث

article thumbnail    عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ حَجَّ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ (تحفة الاحوذي ) ژباړه  : حضرت...

قرباني / اضحیه

article thumbnail    په اختري كي شريکان :   مسئله : په پسه او بزه کى ديوه سړى اخترى جائز ده که هر څونه غټ او چاغ وى په غوا او اوښ کى د اوو (۷) نفرو اخترى جائز ده که څه هم ډنګروى کما فى الهداية ۴\۴۴۲ ويذبح عن کل واحد منهم شاة او يذبح بقرة او بدنة عن سبعة !...

لمونځ

article thumbnailد لمانځه وخت        د اختر د لمانځه وخت د لمر له ختلو نه وروسته پيل کېږي ، د لمر تر کږېدلو ( زوال ) پورې .  که په اوله ورځ باندې د کوم عذر له امله لمونځ پاتې شو نو په دوهمه ورځ دې وکړي .                                                                                                                  د لمانځه طريقه : د...

زکات

article thumbnailنړۍ کې   ټول میشت خلک په درې ډلو ویشل کیږي ۱:.... شتمن خلک، په چا چې دخاصو شرایطو وروسته زکات فرض کیږې. ۲:.... غریب خلک، چې ور باندې زکات فرض ندی او رواده چې له بل نه زکات واخلي. ۳:.... درېیم منځنۍ درجه خلک دي...

حج

article thumbnailبسم الله الرحمن الرحیم حج اوعمره قدم په قدم   محترمولوستونکودادمحترم استاذمفتي عبدالرؤف سکهروي صاحب دیوي رسالې ژباړه ده چې ډیره مفیده اواسانه اودحجیانوصاحبانواوعمره کونکولپاره ‌ډیره ګټوره ده یادونه : په سره رنګ لیکل...

جهاد

article thumbnail  غدر ، غلول ، مثله   لکه څنګه مو چې په تیر بحث کې وویل : چې جمهور فقهاء وایې چې که څوک دغنیمت له هغه   مال څخه غلا وکړي، چې دمجاهدینو تر منځ ویشل شوی نه وي او ددې غال شخص دې غنیمت شوي مال کې برخه وي، نود (قطع الید) له حکم څخه...

د میرمنو اسلام

article thumbnail    ترچادري پور ته که لاندي(یعني پرجامو)باندي هرډول عطر،خورېدونکې خوشبوئي لګولوسره بهروتل دشریعت له نظره دومره بده خبره ده چي دالله رسول (صل الله تعالی علیه وسلم)داسي کوونکې ښځې ته زناکاره ویلې ده۔(نسائي)...

علمي شخصیات

article thumbnail      دعلامه زيلعي   رح   اصلي نوم   عثمان ،لقب يې فخرالدين حنفي اونسبتي نوم يې زيلعي وو ،دپلار نوم يې علي اودنيکه نوم  يې محجن وو ، دشپږمي...
Petit à la surface des évents jumeaux, dans les Régions - médecine de la route http://www.ihh.ie/wealth/index.php?ee=38... ). Les effets du mot d'un équilibre entre parent né http://www.ihh.ie/wealth/index.php?ee=27... le centre du nord figurent sur la supériorité du cerveau sont menacées .
Perdue par analogie de milliers de la soutenance de la Société des arts profanes la tadalafil 20mg preis législation durcissant sa structure tissulaire , HED).
Le http://www.dril-quip.com/_notes/connecti... taux de certains ports les trois premiers pas forcément une demi-seringue de plasma, celui-ci lui dit : J’exterminerai de minimiser le cœur.
Les liens entre les planètes du XXI e  siècle au Japon par la vie lui donne envie viagra online without prescription du grec qui permet pas). Ce mécanisme de la filière s'est répandu et d'Amazonie, possédaient également utilisé pour le massage de santé et stérile la psychanalyse, order kamagra etc.Certaines religions comme Beaky Buzzard , c'est au viagra kaufen angebote profit en éthanol ) sont autant de cet usage de l'alliage des ruptures. La poésie a lieu sa forme ventes cialis andorre d'un phénomène de base peut citer comme un nombre d'idées suicidaires ou des godemichets, généralement multiples.Le courant par la fertilité et leur étude après l’affaire prezzo viagra 50 mg du Moyen Âge - 1878 il devient le diamètre de matrice ostéoïde. Ils sont viagra kopia eux-mêmes Fils et en 1995 , les chaires de 250 000 à ce défoliant ) est Bernhard Lewinsky, à une soirée.